پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهایران ۲۶۸ افغان بندیان خپل هېواد ته ولیږدول

ایران ۲۶۸ افغان بندیان خپل هېواد ته ولیږدول

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  ایراني حکومت نن د طالبانو ادارې سره د هوکړې له مخې، د هرات د اسلام قلعه بندر له لاري (۲۶۸) تنه افغان بندیان چې په ایران کې زنداني وو، د طالبانو ادارې ته وسپارل.

په یادو مراسمو کي په تهران کي د افغان سفارت لپاره د طالبانو د ادارې سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو عمومي مسئول مولوی محمد یوسف مستري، په هرات کی د طالبانو د بهرنیو چارو ریس مولوي شیر احمد عمار او نورو طالب مسئولینو ګډون کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وایي، دغه توافق څو ورځې وړاندې ایران ته د طالبانو د لوی څارنوال په مشرۍ د ورغلي پلاوي په مذاکراتو کې شوی و.

 طالب چارواکو د ایران د دغه ګام ستاینه کړې ده.

معلومه نه ده، چې طالبان دغه بندیان خپلو کورونو که خپلو زندانونو ته لیږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...