Homeخبرونهپاکستان کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې

پاکستان کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو موټر ته څېرمه د ځانمرګي برید له امله ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا برید په داسې مهال شوی، چې پاکستان نن له امریکا متحده ایالاتو سره په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د دوه ورځینیو خبرو کوربه دی.

ځینې شنونکي وروستۍ پېښې په دغو مذاکراتو کې امریکا ته د پاکستان له لوري د ځان مظلوم ښودلو هڅه ګڼي، څو په دې نوم امریکا نه د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پیسې ترلاسه او خپل شړیدلی اقتصاد پرې ورغوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...