یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمیدو خبر ورکړ

امریکا افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمیدو خبر ورکړ

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي “توماس ویسټ” ویلي، چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ټولې مرستې ۲،۸ میلیارده ډالره وې، چې ۱،۸ میلیارده یې نقدې وې.

هغه زیاته کړه: پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د بندیزونو او اوکراین ته د اروپا د نه پاملرنې له امله ښايي راتلونکي کال له افغانستان سره د هیوادونو د ژمنو کچه راټیټه شي.

نوموړي له طلوع نيوز سره په خبرو کې وويل، چې په دې موده کې امريکا د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې له افغانستان سره ١،١ ميليارده ډالره بشري مرستې کړې دي.

هغه وویل چې نور میلیاردونه مرستې په لاره دي، خو هغه څه چې د راتلونکي کال د مرستو کچه ټاکي د افغانستان خلکو ته د دغو مرستو د رسولو “عملي چاپیریال” دی.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د تېر ډسمبر په ۲۴ د طالبانو د ادارې پرېکړه، چې په کورنیو او نړیوالو نادولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی، د افغانستان نیمايي وګړو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

افغان شنونکي باور لري، چې افغان ولس د بشري او اقتصادي ناورین په اوج کې د طالبانو او نړیوالو د کشمکشونو تاوان پرې کوي.

1 COMMENT

  1. هغه ځوک چی بشری مرستی کوی دهغوی دمرستو رسولو مشکل نشته، نارینه یی هم رسولای سی. همدا کار په سدیو باندی افغانستان کی روان دی. خو هغه کسان چی دبشری مرستو په نامه غربی پلانونه پلی کوی هغه زیات متضرر سوی ځګه دوی اوس په ښکاره امپریالیستی فعالیتونه په آزاد ډول نسی کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب