Homeخبرونهپه بلوچستان کې لږترلږه ۹ پاکستاني پوځیان ووژل شول

په بلوچستان کې لږترلږه ۹ پاکستاني پوځیان ووژل شول

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه بمی برید کې لږترلږه ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنیو نن د پولیسو د چارواکو په قول وویل، امنیتي ځواکونه له سبۍ څخه بېرته کوټې ته روان وو چې د موټر په لاره کې یې د کمبیري په پله کې چاودنه وشوه.

له بلې خوا د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ ادعا کړې چې دا برید دوی کړی او په لړ کې یې ۲۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.

د پولیسو یوه چارواکي )محمود نوتیزايي( بیا ډان ورځپاڼې ته ویلي چې ګومان کېږي چې یوه انتحاري بریګر خپل موټرسایکل د امنیتي ځواکونو د سپرلۍ له موټر سره ټکر کړی دی خو ده په عین حال کې وویل چې د پېېښې د څرنګوالي په اړه لا ګروېږنې روانې دي.

له دې جلا پرون د خیبر پښتونخوا ایالت په دوو سیمو کې چاودنو لږترلږه ۳ تنه ووژل او ۲ نور ژوبل کړل.

د دواړو چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په خیبرپښتونخوا کې اکثره بریدونه پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي کوي.

د راپورونو له مخې، دې ډلې په تېره فبرورۍ میاشت کې په ۲۹ بریدونو کې ۵۷ پاکستاني پوځیان او امنیتي ځواکونه وژلي او ۵۷ نور ټپیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...