شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه فضا کې هوټل جوړېږي

په فضا کې هوټل جوړېږي

تاند- یو ستارټ اپ غواړي چې تر ۲۰۲۲ پورې په فضا کې هوټل جوړ کړي.

د دې فضايي هوټل د ۱۲ شپو کرایه او د لارې لګښت نهه نیم ملیون ډالره په پام کې نیول شوې ده.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د نړۍ شتمن سیلانیان د دغه فضايي هوټل مېلمانه شي.

اورین سپن (Orion Span) ستارت اپ ویلي چې د (Aura Station) په نوم خپل فضايي تمځی به د ۲۰۲۱ په پای کې پرانیزي او په ۲۰۲۲ کې به د دې هوټل دروازې د مېلمنو پر مخ پرانیستل شي.

د دې کمپنۍ اجرايي رييس فرانک بنکر وايي چې دوی په فضا کې د لومړني لوکس هوټل د ۱۲ شپو لپاره نهه نیم ملیون ډالره ټاکلي چې دا پیسې تر هغو لږ دي چې پخوا به د فضايي سفرونو لپاره په پام کې نیول شوې وې.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې په مجموع کې ۷ تنو فضايي تمځي ته سفر کړی دی. دوی د هر سفر لپاره له ۲۰ ملیونه تر ۴۰ ملیون ډالرو پورې پرې کړي دي.

ښاغلی بنکر وايي، اوس ټکنالوژۍ او نوښتونو د فضايي تمځیو امکانات زیات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب