Homeکلتورځپلی وطن او ښاغلي مخونه

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم مخته ولاړم، د ترتیب سوي دریځ په مینځ کې مي سترګي پر ښاغلي استاد رفع ولګېدې. د پروګرام حضور مي تر نظر تېر کړ، د ځوانانو په شمول مي ډېر درانه او مخور سپین ږیري تر سترګو سول، د قالیني پر مخ مي پښه کښېښوده او له خپلو ملګرو سره د ناستو کسانو په دویم صف کي کښېنستلم.
شاوخوا مي وکتل، طبعیت د الله تعالی’ د خلقت سترې سترې نښې څرګندولې. د تپې په لمن کي تکې شنې ونې، رنګارنګ ګلان، د تپې څخه مخ پر کښته د واورینو اوبو شور او د ونو پر څانګو د ومو ګیلاسو کوچنۍ کوچنۍ دانې له ورایه ښکارېدلې.
د قدرمن حبیب الله رفع صاحب څېره د دا څو ورځو په تېریدو سره خورا روښانه ښکارېده، داسي؛ لکه د وطن آب و هوا چي ېې په وینه کي غوټې وهلې. د نوموړي په لیدلو مي د استاد علامه حبیبي صاحب تنده ماته سوه. زه ئې د ځان سره څلوېښت کاله شاته یووړلم.
د دریځ پر سر د څو مخورو شخصیتونو د وینا وروسته د پروګرام وروستي پړاو ته داخل سوو، محترم استاد ته د وینا بلنه ورکړل سوه، هغه ته پر خپل ځای باندي مایک وروړل سو، خبري ئې شروع کړلې، خو پر ما یوه هم نه ده بېله سوې، نه پوهېږم چي د دبستان ادبي بهیر د ساونډ(اواز) سیستم کمزوری وو او که استاد کرار ږغېدئ؟! خو خیر د پروګرام د اختتام په پار دعا وویل سوه.
د چای او کلچو ترتیب میلمنو ته نیول سوی وو، ټول پر خپلو ځایو سره وښورېدل، مګر زه بیخي ولاړ سوم او ځان مي تر استاد پوري ور ورسوئ، سلام مي ورته ووایه او پر لاس مي ټینګ مچ کړ، څنګه ته ئې کښېنستلم او خپلي خاوري ته د بیرته راتګ خوشبیني او ښه راغلاست مي ورته اظهار کړ.
د هغه وروسته مي د استاد څخه په اجازه یو څو سوالونه وکړل او ده ئې هم په مینه جوابونه راکړل؛
قدرمن استاد محترم!
– وطن ته په راتګ سره مو څه احساس وکړ؟
– ما هیڅکله ځان د وطن څخه جلا نه دی ګڼلی، زه هر وخت د وطن او خلکو سره یم. زما لیکني او قلم همېشه د وطن سره دئ.
-په جلا وطنۍ که مو احساس څه وو؟
– د وطن دباندي مي همدا ارمان حس کړ چي نوره نړۍ د پرمختګ په اوج کي ده، خو زموږ وطن د پنځو لسیزو ناخوالو او بې ثباتۍ څخه کړېږي، دغه شعر به مي ذهن ته راغلئ، چي:
دا ځپلی حال چي د مظلوم ملت را یاد شي
زړه مي ډک د وینو شي، خواشنی شي، ناښاد شي
ږغ چي د شعور مي رابرسیره شي په شعر کي
چړیکي شي، دردونه شي، برېښونه شي، فریاد شي
– استاد محترم تاسو د تېرو پنځو لسیزو او د هغه څخه د مخکي وضعیت شاهدان یاست، د هیواد دایمي ثبات په څه کي وینئ؟
– د هیواد دایمي ثبات تل د ملت په اراده پوري تعلق لري، څو چي د ملت ارادې ژوندۍ وي نو ثبات به هم ورسره برقرار وي.
– ځوانانو ته څه کول پکار دي؟
– ځوانان باید ددې وطن سره خپله مینه ژوندۍ وساتي.
مګر استاد محترم که موږ وګورو تعلیم یافته ځوانان مو د بېلابیلو ایډیالوژیو څخه متاثره دي او دا به څومره زموږ په زیان وي؟
– دا وطن د همدا پردیو ایډیالوژیو په اور کي تر ننه پوري وکړېدئ، پایله ئې هم تر ننه زموږ په زیان وه.
د وروستۍ پوښتني په توګه شفق صاحب ور ږغ کړل، ایا یو فرهنګي شخص سیاسي کېدلای سي؟
– ما په خپله خوښه او شعوري کچه لیکل کړي، نو ځکه هیڅ پروا نه لرم.
د استاد محترم سره مي مخه ښه وکړل او لیدل زموږ د خاطرو یوه برخه وګرځېدل.
خو ښه دا وه، چي ښاغلی رفع صاحب بیرته وطن ته راوګرځېدئ او بهر ته تګ ئې یوازي د صحت د ښه کېدو او تداوي لپاره وو.
په دې وروستیو کي د استاد حبیب الله رفع او معصوم هوتک په څېر اشخاصو او عالمانو وطن ته راستنېدل د خوشبختۍ او نېکمرغۍ زیری ګڼو.
په درنښت
عبدالحکیم فیضان
پغمان، کابل – افغانستان
١٤٠٥/جوزا/ ٢٨ ه.ش – پنج شنبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...