تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) رحمانالله لکڼوال، هغه افغان چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو پر برید تورن دی، د بند پر مهال د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
د بریتانیا د انډیپینډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د محکمې د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې قاضي امیت مهتا وویل چې لکڼوال د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته انتقال شوی، ځکه هغه په زندان کې له خوړو او په ځینو مواردو کې له اوبو څښلو هم ډډه کړې وه.
قاضي زیاته کړه چې د نوموړي روغتیايي وضعیت «په جدي ډول خراب شوی» او دا مهال له سختو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دی.
د سي این این د راپور له مخې، محکمې څارنوالانو ته اجازه ورکړې چې د لکڼوال د تېرو ۲۴ ساعتونو طبي اسناد ترلاسه کړي.
د امریکايي څارنوالانو په وینا، ۳۰ کلن رحمانالله لکڼوال، چې د افغانستان تبعه دی، د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په ۲۶مه د واشنګټن ایالت له بېلینګهم، څخه تر واشنګټن ډي سي پورې سفر کړی او د فاراګټ وېسټ مېټرو تمځي ته نژدې، چې له سپینې ماڼۍ څو کوڅې واټن لري، د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې کړې دي.
په برید کې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم او ۲۴ کلن انډریو وولف پر سر وویشتل شول. بیکسټروم د شکرانې (Thanksgiving) په ورځ مړه شوه، خو وولف ژوندی پاتې شو. په دې برید کې د ملي ګارډ دوه نور سرتېري هم ټپیان شوي وو.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، لکڼوال پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.
د راپور له مخې، لکڼوال په ۲۰۲۱ کال کې د Operation Allies Welcome پروګرام له لارې امریکا ته تللی و. دا هغه پروګرام و چې د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یې لسګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول.
د امریکا د استخباراتو (CIA) مشر جان راټکلیف ویلي، لکڼوال پخوا په کندهار کې د سيای اې له همکارو ځواکونو سره تړاو درلود، خو دغه همکاري د افغانستان له ګډوډ ایستلو وروسته پای ته ورسېده.
د واشنګټن ډي سي د فدرالي څارنوالۍ مشرې جینین پیرو دا برید «د امریکا پر ضد ستر جرم» بللی او ویلي یې دي چې د قربانیانو لپاره به د قانون تر ټولو سختې سزاوې وغواړي.
د لکڼوال مدافع وکیل تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.