یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهحقاني: امریکا مو په زوره ایستې، پروا نه لري که یو ۱۰...

حقاني: امریکا مو په زوره ایستې، پروا نه لري که یو ۱۰ کاله مو په رسمیت ونه پېژني

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن په پکتیا کې د یوې غونډې پر مهال د امریکا او نړیوالو لخوا د دوی د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې کړي.

هغه ویلي: امریکایان مو په زوره ایستي، خیر دی که مو یو ۱۰ کاله په رسمیت ونه پېژني، افغانان دې حوصله کوي.

نوموړي په عین حال کې ویلي، چې د شل کلنې جګړې پر مهال یې یوه ورځ هم جګړه نه ده قضا کړې، خو کله یې هم نه دي ویلي چې هغه او دغه بریدونه ده کړي.

د ده په وینا، د ده د بریدونو یادونه خپله د دوی« دښمنانو» کوله او ویل یې چې دا بریدونه دی کوي.

حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب یوه مهمه غونډه پلان شوې ده.

طالبانو په دې غونډه کې د خپل پلاوي ګډون مشروط کړی.

له غونډې وړاندې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي طالب چارواکو سره لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې دغه غونډه به د دوی د رژیم په رسمیت پېژندلو ته لاره برابره کړي.

د حقاني له څرګندونو ښکاري چې طالبان په دې اړه نړیوالو سره کومې هوکړې ته چمتو نه دي.

د سراج الدین حقاني نننۍ څرګندونې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو ادعاوو سره هم اړوندې ګڼل شوي، ځکه هغه په مشخص ډول د ده لخوا د شویو بریدونو د شدت یادونه کړې.

د دوحې غونډې په اړه نور دلته لوستلی شئ:

نیکلاسن: د دوحې په کنفرانس کې پر یوې داسي پروسې بحث کېږي چې په نتیجه کې یې حکومت په رسمیت پېژندل کېږي – تاند (taand.net)

د دوحې غونډې په اړه کرزي سره د فریدون اوغلو لیدنه – تاند (taand.net)

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو د فریدون اوغلو ننګه او په دې اړه یې توضیحات – تاند (taand.net)

د دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه – تاند (taand.net)

5 COMMENTS

  1. حقاني گله،
    داسی نه ده لکه دا ته يى چی وايي. امريكا په زور نه ده وتلی، بلکی هغوی په مخکی بله پلان شوی جگره لرله او د هغی د لا سه مدیریت او هم په افغانستان کی د خپلو مصارفو د لا کم لگست لپاره دا سه وگنله چی پاکستان له گریوانه راونیسي أو تاسى يى پاکستان ته حواله کری او مدیریت یی هغوی کوي أو تاسى ته مياشتينى كحورى راليري أو د أفغانستان مديريت يى پاکستان ته سپارلی او د اسلام آباد له کنترول خونیAfghanistan Control Center (ACC) هر حه اداره کیري.
    رستيا كه دومره نر يى، نو بيا امريكا ته زارى مه كوى چی په رسمیت مو وپیژني. متقي أو مولوي كبير مو په زاریو ورته ستري شول

  2. غرتنه هسې هوایې ډزی مه وله امریکا دې که په زور ایستلی وې نو نر شه هغه طیاری یې چی په کالی چکر وهی هغه هم بندی کړه چی زور دی معلوم شې

  3. امریکا خو ته هم ژوندی ساتلی یې جاسوسه، همدا اوس ترې غوټې چک کړئ نا سونته به یې سیکه. لس کاله فکر کوي چې دوی به نور لس کاله هم وي که همدا خرتوب او د ځناورو نظام وي ډیر زر به ورک شئ انشاالله او یتا خاندان خو د چنګیز نه ډیر خلک وژلي خدای ګو که خلاص شې. د ځان مرګو کاروباري اوس ځان ته خلیفه (نایی) وایي.

  4. د کباړي زویه سوډره !!! د تا څه کمیږي تا خو په وینو ګټلې ډیرې په پنجاب کې زخیره کړې او دلته د هم چور بازار ګرم ده. هغه خو لا څه کوې سي د تا مردار سوي پلار د شوبلو په کباړولو او پلورلو درته ګټلې. دغه خو امریکا وه سي ته یې دوه کاله په قطر کې وڅربولې او هر څه یې درباندي ومنل.تاسي خو ددغه بدبخت ولس پروا نه کوۍ هغوۍ ته وایاست موږ د تاسي د روزي ضمانت نه ده کړی هغه له خدایه وغواړۍ. دغه تاته خدای درکړې او که د هیواد په سودا کولو پیدا کړې؟

  5. خلیفه بلایته بګیره ، دوه درې کاله د افغانستان د قدرت یو مهم وزارت دې په اختیار کې ده ، ته باید له خلکو سره کښېنې ، انسانیت ، سړیتوب ، افغانیت او مسلماني زده کړې . خو له خبرو دې داسې معلومیږي . چې تور خر نه سپینیږي .
    هندو زوړ شو ، خو مسلمان نه شو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب