سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهنیکلاسن: د دوحې په کنفرانس کې پر یوې داسي پروسې بحث کېږي...

نیکلاسن: د دوحې په کنفرانس کې پر یوې داسي پروسې بحث کېږي چې په نتیجه کې یې حکومت په رسمیت پېژندل کېږي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکې غونډه د طالبانو له لوري د اساسي قانون او د بشري حقونو د درناوي پر اساس پر یوې پراخې پروسې بحث دی.

ښاغلي نیکلاسن، چې د دې کنفرانس په اړه په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل:«د کنفرانس اصلي تمرکز د فریدون سینیرلي اوغلو د راپور په اړه بحث دی.

په دغه راپور کې وړاندیز شوی چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره دې پر دوو موضوعاتو کار وشي، یوه د نورو هیوادونو په وړاندې د طالبانو ژمنې او بشري حقونو ته درناوی، او بله د اساسي قانون یوې پراخې پروسې ته ژمنتیا ده چې د حکومت د یوې پراخې بڼې او واضح قانوني جوړښت د رامنځته کېدو سبب کېدای شي.

ده زیاته کړه:«سینیرلي اوغلو په دغو دوو برخو کې له پرمختګ سره موازي وړاندیز کوي چې د اړیکو د عادي کېدو لپاره دې ګامونه پورته شي چې په نهایت کې په افغانستان کې د حکومت د رسمیت پېژندو سبب شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له نیکلاسن سره له کتنې وروسته ویلي چې د دوحې د کنفرانس په اړه په مجموع کې د دوی نظر مثبت دی او په هغه کې د ګډون پر موضوع به غور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب