پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد متقي ادعا؛ ۲۰ کاله افغانستان کې د بشري حقونو په نوم...

د متقي ادعا؛ ۲۰ کاله افغانستان کې د بشري حقونو په نوم ترهګري کېده

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۹ مه) د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست، ملا امیر خان متقي ادعا لري چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم ترهګري پلي شوې ده.

هغه په دې برخه کې د بهرنیو ځواکونو لخوا یو شمېر بمبارۍ او د ګوانټانامو زندان په ګډون زندانونو کې د یو شمېر افغانانو بندي کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې لویو قدرتونو تر اوسه خپل مخالفان د ترهګرۍ په نوم ځپلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مخالفان دوی په ترهګرۍ تورنوي او وایي د دوی مشران د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ یادوي، خو هغو زرګونو ځانمرګو بریدونو، چاودنو او نورو حملو باندې سترګې پټوي چې دوی ترسره کړي او سلګونه زره افغانان یې پکې وژلي.

ملا متقي په عین حال کې نه دي ویلي، چې دوی خپله « ترهګري» څنګه تعریفوي؟

نوموړي نن یادې څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ له انستیتوت څخه د طالب دیپلوماتانو په فراغت غونډه کې کړي او ټینګار یې کړی چې خپلو کارکوونکو ته په هېواد دننه د زده کړو زمینې زیاتوي.

2 COMMENTS

  1. تاسو خو هم دا شل کاله د خدای، رسول او پنجاب په نوم سم د زړه د اخلاصه جهاد وکړ او غازیان شوئ ځکه ښه ډیر مسلمان مو ووژل. ستاسو خو ډیر پاک جهاد ؤ او پدې نوم مو ښه ځانونه ماړه کړل. د خر نه چې کته کوزه کې بیا هم خر دی.

  2. ټالبانو په دې تېرو شلو کلونو کې په افغان ولس ګلان شیندل ، لارې اوسرکونه یې په تراکتورونو قلبه ګړې او په هغو کې یې ګلان وکرل ، پلونه او روغتونونه ، ښوونځي یې وران او وسوځول چې ایره او پارو یې د قلبه شویو سرکونو ګلانو ته ورکړي ، ترڅو د ګلانو یعنې بمونو ښه حاصل ورکړي .
    دومره افغانان به خارجیانو نه وي وژلې چې تاسو د افغانستان د دښمنانو سره یوځای ووژل ، او وځورول . په ګیلو څه شی نه کيږي . اوس سړیتوب زده کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب