پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو رژیم پاکستان کې د داعش پروني بریدونه وغندل

د طالبانو رژیم پاکستان کې د داعش پروني بریدونه وغندل

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۹ مه) په کابل کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان پروني بریدونه، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی، وغندل.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او دا بریدونه یې غندلي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې پرون، د نننیو پارلماني ټاکنو د دوو نوماندانو پر کمپاین دفترونو بریدونه وشول، چې شاوخوا ۷۰ تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې سبا( نن پنجشنبه) به له افغانستان او ایران سره د دغه هېواد د پولو د یوې ورځې لپاره وتړي.

پاکستان ادعا لري چې د نا امنۍ پېښې یې له افغان خاورې سمبالیږي، خو پر افغانستان واکمن طالبانو دا ډول تورونه بې اساسه ګڼي او پاکستان د خپل امنیت ساتلو مسوول ګڼي.

1 COMMENT

  1. ناولی طالبان خپله وفاداری دایم خپل ناروا پلار ته ښکاره کوی !
    دا ستاسو ته هیڅ ضرورت نه لیدل کیږې چی د داعش بریدونه وغندی ایا دا تیره یوه میاشت کی تاسو په غوږو کانړه او سترګو ړانده وې چی د کافر زوی کاکړ څه نه ویل او یا پاکستان د افغانستان حملی غندلی چی تاسو یې غندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب