سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د لېوالتیا په اړه د طالب...

په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د لېوالتیا په اړه د طالب چارواکو د ادعاوو دوام

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د لېوالتیا په اړه د طالب چارواکو د ادعاوو په دووام، نن د دوی د د کانونو او پټروليم وزير شېخ شهاب الدين دلاور ویلي چې هندي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده

د هغه دفتر ویلي، چې دا لېوالتیا له نوموړي سره یو شمېر هندي پانګوالو  په کتنه کې د سربو، جستو او ډبرو سکرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

هغه زیاته کړې، چې دغو پانګوالو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چمتو دی چې بهرنيو پانګوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې.

1 COMMENT

  1. مولوي صاحب محترم،
    پخواني حکومتونه خو د نورو د فشار په وسيله سهامي شرکتونه ول. پخواني ولسمشرانو باندې خو ځينې ځينې پرې په ښکاره او زور ورتپل شوي وو. ولسمشر غني ډېر کوښښ وکړ، خو امريکا او ګوربه او ځينې نور سيمه ييز هېوادونه ورته کلک مخې ته ولاړ ول کنه تاسې په ټول قوت هغه هم د بهرنيانو په مرسته ليرې شول، خو دا ستاسې حکومت دننه څنګه سره تقسيم شوی دی؟
    وړمه ورځ خو خبر خپور شو چې خدای مه کړه کړه مولوي صاحب په واک منګولې ښخې کړي دي او تاسې خپله وزير او د کورنۍ څلور نور غړي دې هم په لوړو دولتي سيټونو باندې مقرر دي، نو دې نورو ته به څه رسيږي؟
    تاسې عمري عدالت او سوچه اسلامي شريعت غواړئ. حضرت عمر (رض) خو خپل په واک کې پرې نه ښووه او ويې ويل چې له کوره يو بس دی.
    نو دا ستاسې عمري عدالت او سوچه اسلامي شريعت ما ته پوښتنه راولاړه کړې ده چې تاسې خو له يوې کورنۍ پينځه تنه ياست، نو دا استثنايي حکم مو خپل ځانته چېرته موندلی دی؟ کولای شئ چې هغه لاسوند يې را په ګوته کړئ او که يوازې همدا دليل مو بس دی چې ((موږ حکومت په زور نيولی او اوس زموږ خوښه چې څنګه يې چلولو؟)) ايا همدا خبره سمه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب