شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي چې هیڅ ګوند غوڅ بري...

د پاکستان د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي چې هیڅ ګوند غوڅ بري ته نژدې نه دی

تاند (جمعه، د دلوې ۲۰مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د ملي جرګې د چوکیو لپاره له شمېرل شویو رایو تر اوسه داسي ښکاري چې د نوازشریف مسلم لیګ ډېر لږ تر خپلو سیالانو وړاندې دی.

د پاکستان د ملي جرګې له ۲۶۵ چوکیو څخه د ۴۷ چوکیو نتیجې اعلان شوي چې پر اساس یې ۱۷ د نوارشریف مسلم لیګ، ۱۴ د عمران خان تحریک انصاف، ۱۲ د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند او نورې کوچنیو ګوندونو یا خپلواکو کاندیدانو ګټلي دي.

څارونکي اټکل کوي چې هیڅ ګوند به غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړای شي.

له بلې خوا د لومړنیو پایلو پر اساس، تحریک انصاف ګوند یو وار بیا په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو ډېرې چوکۍ ګټلي دي.

له پېښور څخه د داوود جبارخېل د راپور له مخې، د غیر رسمي پایلو له مخې، د تحریک انصاف ملاتړو نوماندانو له ۴۵ څوکیو څخه ۴۰ یې ګټلي دي، خو تر اوسه یوازې له ۱۰ څخه تر ۱۲ سلنه رای مرکزونو پایلې څرګندې شوي دي.

بل لوري ته تحریک انصاف تور لګولی چې په خېبرپښتونخوا کې یې چوکۍ ګټلې ده خو د انتخاباتو نتیجې راتلل بند شوي دي. په نامعلوم دلیل د انتخاباتو کمیسیون د انتخاباتو د پایلو له څرګندولو ډډه کړې ده.

په دې اړه د ټاکنو کمېسیون تر اوسه کوم وضاحت نه دی کړی. په داسې حال کې چې د شخصي ټي وي چينل جي اين اين نيوز له مخې تر دې دمه د قامي اسمبلۍ د 100 چوکیو غير رسمي نتيجې څرګندې شوي چې له مخې يې آزاد کاندیدان مخکښ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب