جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د لوږې پلازمېنه؛ د لوږې څونامي | آصف بهاند

د لوږې پلازمېنه؛ د لوږې څونامي | آصف بهاند

۴۱مه برخه

«که یو هېواد ښه حکومت ولري، لوږه او بـېـوزلي په کې شرم دی»

(کنفیسیوس)

زموږ په هېواد کې د لوږې څونامي څپې تر دې برید پورې غالبې شوې دي چې اوس یې افغانستان د لوږې څونامي په پلازمینه بدل کړی دی. د دې خبرې استناد پر دې دی چې همدا اوس په افغانستان تر اوه‌ویشت‌میلیونه (۲۷ میلیونه) ډېرو خلکو ته پوره خواړه نه وررسېـږي. د بي‌بي‌سي په یوه تازه رپوټ کې د دې غمجن خبر په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هسیاو وی لی وايي، څه باندې ۲۷ میلیونه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري او په ټول هېواد کې کورنۍ د ژمي لپاره بېړنیو او دوامدارو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان ویاند فلیپ کروپف بي بي سي ته وویل، د خوړو نړیوال پروګرام تر راتلونکو ۶ میاشتو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

“د خوړو نړیوال سازمان په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ساړه ژمي له زیانمنونکو کورنیو سره د مرستو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره په بيړني ډول له ۶۵۰ میلیونو څخه زیاتو ډالرو ته اړتیا لري.”

د خوړو نړیوال سازمان د چین د حکومت له مرستو مننه کړې، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ټول افغانستان کې له ۳۵ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله د خپلو مرستو د ترلاسه کوونکو له لیست څخه لس میلیونه کسان ایستلي وو.

همدارنګه په دې تېر دوبي کې یوولس میلیونه کسان له مرستو بې برخې شول.

په دې کې دوه میلیونه هغې مېندې او د هغوی ماشومان شامل وو، چې له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره یې هېڅ ډول ځانګړو خوړو ته لاسرسی نه درلود.

د روان کال په پیل کې یاد پروګرام خبر ورکړی و، چې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیات شوی دی.

همدارنګه دوی وړاندوینه کړې وه، چې په روان کال کې به کابو ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.»

د لوږې په څونامي پورې اړوند، دغو څو پوښتـنـو او ځوابونو ته پام وکړئ:

که یوڅوک وږی شي څه کوي؟

هرقانوني او ناقانونه کار ته کېدای شي لاس واچوي.

که د یوچا یو ماشوم ــ کوچنی خواړه ونه‌لري، څه به وکړي؟

پور، غلا، لوټ او حتی قتل.

که د یوچا ټولې کورنۍ ته هره ورځ په کافي اندازه خواړه ونه‌رسېـږي، هغه به څه کوي؟

کېدای شي د مزد د ترلاسه کولو له‌پاره د غیرقانوني جنگیالیو لیکو ته ورننوزي او هرچا ته د ټوپک خوله ورواړوي.

که د یو هېواد ترنیماي ډېر وگړي د فقر ترکرښې لاندې زگیروي کوي، د هغې ټولنې خلک باید څه وکړي؟

ځواب یې کېدای شي له چا سره نه‌وي.

او…؟؟؟

په بل ډول پاسنیو پوښتنو ته ځواب ورکول اسانه هم دی او ډېر ستومزمن هم دی. اسان ځواب یې دا دی چې: روزي رسونکی خدای دی، خداې دې مل شي او ستونزمن ځواب دا دی چې: چې دا لوږه خو دا وږي خلک زغمي او ښايي په نیمه خېټه گوزاره هم وکړي؛ خو د دې لوږې او په نیمه خېټه یا وږې خېټه گوزاره هم اوس او هم لږ وروسته ډېره سخته تمامېـږي. اصلي ستونزې هغه وخت سر راپورته کوي چې دا په نیمه خېټه او وږې خېټه گوزاره کونکي خلک د خوراکي توکو د کموالي یا نشتوالي په وجه په خوارځواکۍ اخته شي او دا غمیزه له کلونو را په دې خوا زموږ پر ټولنې باندې سیوری غوړولی دی او ډېر خلک یې د گور تیارو ته ورلېـږلي هم دي.

په افغانستان کې ډېر خلک له بېکارۍ نه نلېـږي، نو چې کار او عاید نه وي، خوراکي توکي به له کومه شي، پایله یې لوږه، خوارځواکي او مړینه. میډیا یوازې د لوږې او خوارځواکو د شمېر او په لوږې پورې د اړوندو مطالبو رپوټونه ورکوي. دا یې څو بېلگې دي:

بي‌بي‌سي پښتو:

«د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی.»

افغان الآن:

«ډبلیو ایف پي: ۲۰۲۴ کال کې به ۴ میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.»

افغان الآن:

«افغانستان کې بې وزلي؛ ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.»

بي‌بي‌سي پښتو:

«د روغتيا نړيواله ټولنه وايي تېرو دريو کلونو کې یې افغانستان کې د نژدې د سل زره خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې.»

تاند:

«په دوبۍ کې د افغانستان د مرستندویانو غونډه پیل شوه.»

تاند:

«اوچا په ژمي کې د افغانانو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.»

تاند:

«افغانستان کې پرخوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی.»

تاند:

«تر څلور نیم میلیونه ډېر افغان ماشومان او اومیندارې په خوارځواکۍ اخته دي.»

پاسنیورپوټونو ته په کتو سره لیدل کېـږي چې د لوږې څونامي څپې مخ په دېرېدو دي. د تېرو واکدارانو په څېر، اوسني واکداران هم ښايي د لوږې څونامي د څپو پر دې قوي کېدو باندې ځکه خبر نه وي چې د دوی پر دسترخوان باندې هم رنگارنگ خواړه موجود دي او د لوږې څوماني یوازې عام خلک ځپي.

د طالبانو نويو قوانینو د دې زمینه برابره کړې ده چې نړیوالې مرستې یا کمې شي یا بیخي ودرول شي. په دې وروستیو کې د افغانستان له‌پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استارې اغلې اتومبایوا په ډاگه ویلي دي چې د طالبانو د «امربالمعروف» قانون کړکیچونه رامنځ‌ته کړي دی، ځکه ملگري ملتونه  له نړیوالې ټولنې څخه د پلان شوې بسپنې یوازې دېرش سلنه ترلاسه کړې ده،

په دې برخه کې د اغلې اوتومبایوا د څرگندونو یوه برخه داسې ده:

«… د طالبانو چارسمبالي حکومت د داسې تګلارو په خپلولو سره د افغانستان اقتصادي پوتنشیل یا شونې وړتیا کمزوې او کړکېچ ډېر کړی، چې د دوی دغه سیاستونه د افغانانو په رښتینو اړتیاو نه دي ولاړ.

هغې د اړمنو افغانانو د لاسنوي برخه کې د نړیوالو د لېوالتیا کمېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې روان کال تر دې دمه د هغو مرستو یوازې ۳۰ سلنه ترلاسه شوې،‌ چې افغانستان ورته اړتیا لري.

د یوناما د مشرې په وینا درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالر ترلاسه شوي دي…»

دا لاندې د یوې افغان مور د خولې خبره ده چې شپـږاولادونه یې پرلپسې د ډوډۍ د نشتوالي په وجه مړه شوي دي او اوم یې همدا اوس د مرگ په درشل کې دی:

“لور مې له لوږې مري. یوازې وچه ډوډۍ او اوبه چې په لمر مې تودې کړي وي ورکوم یې.”

په هغه رپوټ کې چې د یوې افغان مور پاسنۍ خبره رااخیستل شوې ده، په بله برخه کې د لوږې د روانې څونامي د غمجنونکي تصویر بل اړخ داسې ښودل شوی دی:

«دا یوازې د آمنې د کړاو کیسه نه ده، بلکې ګڼ نور ماشومان هم شته چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي او پر وخت د درملنې امکاناتو برابرول یې د ډېرو نورو ماشومانو ژوند هم ژغورلی شي.

بي‌بي هاجره په افغانستان کې پر خوارځواکۍ ۳،۲ میلیونه اخته ماشومانو کې یوه ده. دغه هېواد کې شدیده خوارځواکي ناورینوونکې کچې ته رسېدلې چې څلوېښت کلنه جګړه، نا امني، سخته‌بې وزلي او نور ګڼ یې لاملونه یاد شوي.

دا وضعیت وروستیو درې کلونو کې وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل، لاپسې سخت شو.

د ۳،۲ میلیونه کسانو په اړه فکر کول ښايي د ډېرو لپاره سخت وي، نو ځکه د یوه روغتون کوچنۍ خونه د دې ناورین د یوه ریښتیني وضعیت تصویر بیانولی شي…»

بیا او بیا دا پوښتنې مطرح کېـږي چې: پر دې وطن او پر دې خلکو باندې چا دا حالت راوستی دی او حللارې یې کومې دي؟

بیا او بیا په تکرار سره باید وویل شي چې بشري ناورین د رامنځ‌ته کېدو خطر محسوس شوی دی، که یې وطني واکدارن ــ افغان شتمن او نړیواله ټولنه مخنیوی ونه‌کړې، ښايي بېشمېره انسانان تلف شي او یوه داسې ستره غمیزه وزېـږوي چې د بشریت په تاریخ کې به تور داغ وي.

د لوږې څونامي، طبعي پېښې او قحطي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب