Homeخبرونهبلوچ بیلتون غوښتونکي وايي، په کوټه کې یې د پاکستان د پوځ...

بلوچ بیلتون غوښتونکي وايي، په کوټه کې یې د پاکستان د پوځ پر مرکزي دفتر برید کړی

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پوځ پر مرکزي قوماندانۍ د برید مسوولیت ومانه.

د دې بیلتون غوښتونکې ډلې ویندوی جیاند بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی «سرښیندونکو» د پاکستاني پوځ په مرکزي دفتر راکټي برید وکړ او «د چاودنو په نتیجه کې شپږ دښمن عسکر ټپیان شول، چې ځینې یې په سخت حالت کې دي.»

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې برید د مسوولیت منلو ترڅنګ ویلي چې د دوړی عملیات به تر هغه مهاله دوام لري چې د دوي په وینا اشغالګرو ځواکونه په بشپړ ډول له بلوچستان څخه وتلي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...