یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د لرو پښتنو د پښتني جرگې په باب څو لنډې یادونې| غرزی...

د لرو پښتنو د پښتني جرگې په باب څو لنډې یادونې| غرزی لایق

د لرو پښتنو د امن جرگه په خورا سرلوړۍ او حیاتي پرېکړو د ۲۰۲۴ میلادي کال د اکتوبر په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېده. دغې تاریخي جرگې چې ساری یې د کمیت او کیفت او د زمان او مکان له نظره د پښتنو په ټول تاریخ کې لیدل شوی نه دی، د پښتون قام کږه‌شوې شمله بېرته سمه کړه او د نړۍ ټولو انسانانو ته یې وښودله چې پښتانه نه یوازې په جنگ کې، بلکې د تدبیر، پوهې او سیاست په ډگرونو کې هم د عقل او ارادې خاوندان دي.

جوته ده چې په راتلونکي کې به د دې جرگې او د هغې د فیصلو په باب مختلف او متضاد اندونه او نیوکې وړاندې شي او حتی د هغې د گډونوالو او د هغې تر فیصلې لاندې لاسلیک‌کوونکو له کتار څخه هم ځینې ناروا او د جرگې د فیصلو په هکله تردیدونه او ښویېدنې پېښې شي. خو د لرو پښتنو په سرنوشت کې به د ژورو او قاطع بدلونونو سبب وگرځي.

د پښتون قومي جرگې یوه اهمه لاس‌ته‌راوړنه دا هم وه چې د پښتونخوا په دې حساس تاریخي پړاو کې یې له هغو سنتې-سیاسي جوړښتونو او  گوندونو، موروثي اشرافي کورنیو او څېرو، عنعنوي سیاسي ښاري «مخکښانو» او نورو هغو ورستو مشرتابه‌وو څخه چې د پاکستان او د افغانستان د چارواکو په سیاسي-مادي بډو او تنخواوو او امتیازاتو روږدي وو، د پښتونخوا د عدالت‌غوښتنې په نوي اوه‌کلن مدني بهیر کې د هڅو او عمل ابتکار په خپل لاس کې واخیست. جرگې په ډاگه وښودله چې د نوموړیو جوړښتونو او ښاغلو او آغلو نقش او اثر چې د پښتونخوا په آزادي‌بخښونکي خوځښت کې لا ډېر پخوا بې‌اغېزې شوي او قراردادي او حکومتي بڼه یې غوره کړې وه، د پښتنو په روان مدني او آزادي‌خوښوونکي توفان کې ډوب او هضم شي. دغه سنتي سیاسي-مورثي جوړښتونو چې ډېرو یې د پښتونخوا د «خدایي خدمتگارۍ» له غورځنگ څخه سرچینه اخیستې وه د لسیزو په اوږدو او په سیمه کې د گړندیو حوادثو په څپو کې یې له خپلو بنیادي مرامونو څخه فاصله اخېستې او د پښتنو د حقه حقوقو او آزادیو په ډگرونو کې یې د ناروا سازشونو او تېروتنو په بهیر کې پاکستاني دولتي بنه غوره کړه او د پښتونخوا نهضت ته یې لوی زیانانونه ورسول. جرگې په ټوله کې په پښتونخوا کې د آزدۍ، عدالت، امن او  خوداردیت روحیې ته نوې سا ورکړه او نوموړي گوندونه او سیاسي څېرې یې د تجرید او زوال له کندې څخه راوایستل او د ټول‌پښتون غورځنگ په لیکه کې یې ودرول.

سربېره پر دې، د جرگې په خبرو او ویناوو کې د نوموړيو سیاسي جوړښتونو له پتې یو ځل بیا د پاکستاني عسکري واکدارانو دا ادعا په تکرار سره یاده شوه چې گواکې په لرو پښتنو کې د روان مصیبت او ناامنۍ او ناعدلۍ ریښې په افغانستان او د هغه د اوسنیو چارواکو په اداره او سیاست کې باید وپلټل شي. د جرگې په غونډو کې د ښاغلي محسن داوړ دا جزمي حکم چې په پښتونخوا کې د ټولو ناخوالو او ترهگرۍ عامل د افغانستان اسلامي امارت دی، یو ناروا او پاکستاني تفکر او باور دی. له بله اړخه، د دې حکم مانا دا ده چې د دغو سنتي سیاسي جوړښتونو تفکر او تگلاره د پاکستان د رسمي مشرتابه، په تېره بیا د پاکستان د نظامي واکدارانو په خوښه او امر طرح او وړاندې کېږي. دا د ریاضي یوه ساده‌شوې معادله او غولوونکی حکم دی چې د هغې په وسیله د پښتنو ویښ‌شوي افکار له خپلو اندروني او ذاتي کشالو او معضلاتو څخه منحرفوي او په پښتونخوا کې د روانو ناامنيو او ناعدليو اصلي کورني عوامل دوهمې او دریمې کچې ته راټیټوي. د پاکستان او افغانستان تر مینځ د پاسپورت او ویزې جواز هم د داوړ صیب د اوسني گوند د یو پېژندل‌شوي مشر ښاغلي افراسیاب خټک ملاتړ لا ډېر پخوا تر لاسه کړی و.

د اسلامي امارت د ښه او بد د سپړلو او شننې نه ورایخوا، د پښتونخوا اوسنی پېچلی او چادېدونکی وضعیت د هغه اندروني فعل او انفعالاتو مستقیمه پایله ده چې نوموړو ښاغليو او د هغوی ورستو تیوري‌جوړوونکو د پښتونخوا او د پښتنو د عادلانه جد و جهد سره جفا وکړه او د پاکستان له نظامي چارواکو سره یې د پښتنو سرنوشت د فردي گټو په میدان کې د قمار پر مېز کېښود. حتی د ښاغلي محسن داوړ نوی گوند د ښاغلي افرسیاب خټک په گډون د پښتون ژغورنې په غورځنگ کې د انشعاب او نفاق په بیه وزېږېد او نوموړي غورځنگ ته د تاوان او نقصان سبب شو.

د دې لیکنې موخه په هيڅ ډول دا نه ده چې د پښتنو په جرگه کې د تور او سپین تر مینځ واټن او تفرقه ایجاد کړي، خو د وروستيو انکشافاتو د سپړلو په مسیر کې لازمه ده چې هر شی په خپل نامه یاد شي او د انحراف او درغلۍ مخه د ټول‌پښتون غورځنگ په دې ابتدایي پړاو کې ونیول شي. پښتانه او پښتونخوا د دې حق نه لري چې ازمویل‌شوې نسخې او «مشران» بیا د آزمایش ډگر ته مخ ته کړي او هغه نتایج ورنه تر لاسه کړي چې پښتونخوا اوس ورسره لاس او گریوان ده.

نوربیا

هالند

د ۲۰۲۴ میلادي کال د اکټوبر ۲۳ نېټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب