Homeخبرونهاوتنبایوا، د افغانانو پر اساسي حقونو بندیز لګول شوی

اوتنبایوا، د افغانانو پر اساسي حقونو بندیز لګول شوی

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون ډیری افغانان له اساسي حقونو بې برخې دي.

دې نن (پنجشنبه) په کابل کې د ملګروملتو  د تاسیس د نهه اویایمي کالیزې په مناسبت غونډې ته وویل، افغانستان د دې سازمان له لومړنیو غړیو څخه دی چې په ۱۹۴۶ م کال کې یې د دې سارمان غړیتوب ترلاسه کړ.

دې په عین حال کې وویل چې ملګروملتو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړي دي.

اتونبایوا د افغانانو په تېره بیا د ښځو پر اساسي حقونو د بندیزونو ترڅنګ د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په شان د افغانستان د نورو ننګونو یادونه هم وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...