جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکندهار په ۶ میاشتو کې تر ۶ زره ټنه ډېر رومي بانجڼ...

کندهار په ۶ میاشتو کې تر ۶ زره ټنه ډېر رومي بانجڼ صادر کړي

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، افغانستان په دې کال کې تر دې دمه له کندهاره ۶ زره ۳۶۸ ټنه سره بانجڼ صادر کړي دي.

د وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې تر ټولو ډېر رومي بانجڼ یې پاکستان ته صادر کړي دي.

د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کندهار د رومي بانجڼو د صادراتو اندازه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲.۹۴ سلنه زیاته ده.

پر دې سربېره کندهار سږ کال ۲۳ زره ټنه انګور، ۷ زره ټنه انځر او ۹ زره ټنه پیاز  او ۶۱ کیلو زعفران بهر ته صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر د لارو د بندېدو او د ګمرکي تعرفې د زیاتېدو په شمول د مالونو په صادراتو کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...