جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحامدکرزي په کابل کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې

حامدکرزي په کابل کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې

تاند ( پنجشنبه، د عقرب ۳مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه غندلې ده.

حامد کرزي نن پنجشنبه په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې دا پېښه یو تروریستي عمل بللی دی.

پرون چهارشنبه ماسپښین مهال په کابل کې د سینما پامیر په ګڼه ګوڼه کې د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. کرزیه دا خوشي خوشي ناوړه تبلیغات مه کوه. کله چاودنه شوې ده د خلکو په منځ کې ویره خوروې ویره او ډار په خپله یو ترهه ګر عمل دی. نور دي خوښه لکه د جهادونو سردار ته هم غواړې ووزې که څه بلا

  2. په اغلب ګومان دا تروریستي عمل به د نظار شورویانو چې اوس ځان ته « مقایومت پنجشیر » او یا د یاسین ضیا د « آزادۍ جبهې » کړی وي . دوی غواړي د پرونیو طالبانو ځای ونیسي . دوی هم غواړي د تروریزم له لارې د طالبانو په شان واک ته ځانونه ورسوي .
    د واک ترلاسه کولو لپاره یو شمېر کسان کوم جنایت او دنائت نه دی چې کوي یې ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب