شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد بریکس مشرانو له طالبانو وغوښټل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د بریکس مشرانو له طالبانو وغوښټل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

تاند (پنچشنبه، د عقرب ۳مه) د چین، روسیې او د بریکس سازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو له طالبانو وغوښتل چې پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو بندیز پای ته ورسوي.

د بریکس د سرمشریزې په اعلامیه کې ویل شوي:په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: ” موږ د افغانستان په واکمنو [طالبانو] باندې غږ کوو چې په ثانوي او لوړو زده کړو موسسو کې دې د نجونو پر زده کړو بندیز ته بیا کتنه وکړي. موږ د سیمه ییزو پیلټ فورمونو او د افغانستان د ګاونډیوهیوادونو اساسي او موثر رول باندې ټینګار کوو او د افغانستان د مسلې په هوارولو کې د دغو هڅو لکه د سیمه ییزو پیلټ فورمونو او نوښتونو څخه هرکلی کوو”.

هغوی د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ټینګار کړی او په افغانستان کې د مسائلو د سوله‌ییز او عاجل حل غوښتنه کړې ده.

د بریکس د شپاړسمې سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د ښځو، نجونو او د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د حقونو په شمول د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار شوی دي.

د دوی په ګډه اعلامیه کې د یو خپلواک متحد، سوله ییز او د تروریزم او نشه يي توکو څخه پاک افغانستان څخه ملاتړ شوی او د دغه هیواد له خاورې څخه د تروریستي ډلو د کاراخیستلو د مخنیوي لپاره د نورو ملموسو او د تائید وړ اقداماتو غوښتنه شوې ده.

همداراز په افغانستان کې د بېړنیو او بې‌وقفې بشري مرستو پر وړاندې کولو هم ټینګار شوی دی.

د بریکس شپاړسمه غونډه چې د اکتوبر په ۲۲مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوې، تر نن، د اکتوبر څلرویشتمې پورې دوام کوي او په هغې کې د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون لري.

په دې سرمشریزه کې د غړو هېوادونو، لکه روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران مشران هم ګډون لري.

د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې تاسیس شوی چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي دي.

روسیه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د بریکس د سازمان نوبتي مشري په غاړه لري، چې ددې کال ترپایه به پای ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب