شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد قطر ځانګړي استازي د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له استازي سره...

د قطر ځانګړي استازي د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له استازي سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د افغانستان په چارو کې د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په دوحه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنري له استازي عارفات جمال سره په کتنه کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا د لارو چارو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

په بیان کې زیاته شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې مخکې اعلان کړی و چې په روان میلادي کال کې یې ۴۸ زرو او ۳۰۰ راستنېدونکو افغانانو ته مرسته کړې ده.

قطر له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان واکمن شول، د دې هېواد په چارو کې د یو مهم لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي او په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره یې د مرستو او خبرو اترو په اسانولو کې مهم رول لوبولی دی.

تر دې مخکې، د قطر مستشار «مردیف القشوتي» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي و: دوحه په جګړه ځپلو هېوادونو کې د پراختیا په برخه کې کافي تجربه لري او په دې تړاو به له افغانستان سره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب