جمعه, نوومبر 1, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال...

ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د کډوالو نړیوال سازمان په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د سږ کال له جولای څخه تر سپتمبر پورې ۹۷۳ زره افغانان له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا شمېرې له ایران او پاکستان سره د افغانستان د پولو د تګ راتګ په ۱۱ لارو کې د راټولو شویو معلوماتو پراساس چمتو شوي دي.

ملګرو ملتونو څو ځلې په افغانستان کې د بشري بحران او د خوړو د ناامنۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت افغانان اړ کړي چې د کار موندلو لپاره نورو هیوادونو ته کډه وکړي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویاند «عبدالمطلب حقاني» تېر کال په دسمبر میاشت کې ویلي و چې په تېر نژدې یو کال کې له ۸۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي یا بیرته راوستل شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي و: «موږ تل له کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي او نړیوال قوانین په پام کې ونیسي؛ افغان کډوال تل پرته له دې چې دې هېوادونو ته زیان ورسوي، هلته ژوند کړی دی.»

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا ۴ کلونو کې کابوږ ۸ میلیونه افغانان ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا ایران ته کډوال شوي دي.

ایران ته د میلیویونو افغانانو د مهاجرېدو له کبله دغه هیواد پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه ۲ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راولېږي.

کابو هره ورځ سلګونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته راستنول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب