تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د مرستندویانو غونډه نن (پنجشنبې) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب پیل شوه.
په دې غونډه کې کورنۍ او نړیوالې ادارې او د هېوادونو سیاسي استازي له افغانستان سره، چې له سخت بشری بحران سره مخامخ دی، د مرستو په اړه خبرې کوي.
دوی له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو سره د بشری مرستو د دوام په برخه کې یې پر خپلو ژمنو بیا ټینګار وکړ.
ګډونوالو د څارنې پر میکانیزمونو بیاکتنه وکړه او د مرستو په رسولو کې یې د شفافیت پر اړتیا ټینګار وکړ.
دوی دا هم وویل چې افغانستان د مرستندویه سازمانونو او هیوادونو د ستراتیژۍ په مرکز کې دی.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې «دا د ټولو شریکانو مسوولیت دی چې داسې شرایط رامینځته کړي چې په هغه کې افغانان د کارموندنې چې له کبله یې افغانان په نورو د اتکا پر ځای او د نړیوالو له مرستو پرته ژوند برابر کړي.»
په دې ناسته کې د هغو ننګونو په اړه هم خبرې وشوې چې د طالبانو د نویو محدودیتونو له امله د “امربالمعروف او نهي عن املنکر ” قانون په چوکاټ کې رامنځته شوي. دغه قانون سخت محدودیتونه وضع کوي، په ځانګړې توګه پر ښځو. د دې قانون له مخې ښځې نه شي کولی له نارینه سرپرست پرته له کور څخه ووځي، او د هغوی غږ په عامه ځایونو کې عورت ګڼل کېږي.