جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+د فرید مزدک ۲۰ اعترافونه | غازي اکبر

د فرید مزدک ۲۰ اعترافونه | غازي اکبر

فرید مزدک د پرچم ډلې د کارمل ګروپ یو مهم غړی دی، او د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان د کودتا د اصلي طراحانو یو مخکښ و. نوموړی د شوروي اشغال په جریان کې او ترې وروسته د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یو مطرح شخصیت او د تعصب، کینې او کرکې خپرولو یو بنسټګر و او اوس هم د دغو ذهرو خپرولو ته دوام ورکوي.

نوموړي د آمو تلویزیون له سمیع مهدي سره، چې د مزدک په شان د یو بل ړوند متعصب او ټولنیز ناروغ ډاکتر محی الدین مهدي زوی او روزل شوی شاګرد دی، په خپله مرکه کې په ډېرو مهمو جنایتونو اعترافونه وکړل:

  • د مزدک دا اعتراف تر ټولو ډېر جالب و چې دوی یوازې د نورو په وړاندې د کینې، عقدې او دښمنۍ په روحیه روزل شوي وو. رښتیا استعمار څه کانې کوي. ۱۳۰۰ عقده یي، ناروغ او رټلي وروزي او لسګونه میلیوني ملتونه پرې اسیر کړي.
  • مزدک په ښکاره وویل چې د دوی ډله د شوروي د ګټو لپاره هر اقدام ته تیاره وه.
  • مزدک وویل چې د ثور کودتا، د شوروي له مدار څخه د سردار داود د لېرې والي په خاطر د شوروي په امر شوې وه. پلان دا و چې د ټول ګوند له خوا کودتا وشي، خو حفیظ الله امین په خپل سر د ځان لپاره وکړه. په دې خبره کې مهم ټکی دا دی چې روسانو غوښتل د پرچم په نوم د خپلو نورو پټو جاسوسانو له خوا کودتا وکړي، او د واک په محور کې کارمل او پرچم راولي، خو آمین پرې وار مخکې کړ. د ثور تر بدلون وروسته لیکنو کې دا خبره یاده شوې وه او تره کي امین ته ویلي و چې که اخوانیانو، شعله یانو یا پرچم په داوود کودتا کوله او یا داوود پر خلقیانو برید کاوه، نو باید خلقیان پرې ورمخکې شي او د داوود نظام چپه کړي. دلته معلومیږي، چې پرچم د شوروي حمایې ته په تمه وو، که نه، دوی په پوځ کې د کودتا کولو کافي ځواک نه درلود.
  • د خیبر مرګ چې له خپل زوی غرزي لایق سره د سلیمان لایق په مرکه کې څرګند شوی دی، چې د کارمل او شورويانو په قومانده د نور احمد نور له خوا تر سره شوی دی. ځکه خیبر د پرچم په څانګه کې د نظامي برخې مسؤول وو. د خلق او پرچم د څانګو تر حزبي وحدت وروسته خیبر له تره کي سره نږدې شوی و، او نسبتاً معتدل
    میراحمد خیبر

    افکار یې لرل. نو کارمل د شوروي په قومانده له منځه یووړ، چې له یوې خوا د پرچم په څانګه کې خپل حریف له مخې لېرې کړي، او له بل لوري کودتا ته زمینه جوړه کړي. مزدک په دې مرکه کې واضح وویل چې داود خان نور د شوروي لوري ته راګرځېدو ته تیار نه وو، او ځکه شوروي غوښتل له منځه یې یوسي او یوه بهانه یې پکار وه. د خیبر د وژلو په باب مزدک بیا بیا وویل چې هر چا چې وژلی وي، خو د شوروي پلان یې رامخې ته کړ. د سردار داود د منځه وړلو لپاره د شوروي پلان، شوروي ته د کارمل تر ټولو زیات نږدې والی او د سلیمان لایق خبرې چې د مزدک له خبرو سره یو ځای شي، څرګندیږي چې خیبر د شوروي په قومانده د کارمل او او نوراحمد نور له خوا وژل شوی دی.

  • د مزدک له خوا د تره کي او کارمل د شخصیت او علمیت مقایسه ډېره ساده وه. تره کي پنځوس کتابونه لیکلي دي، د ویښو زلمیانو له موسسینو څخه وو، د باختر اژانس مشر او په امریکا کې د افغانستان مطبوعاتي اتشه پاتې شوی وو. په مقابل کې کارمل د یو جنرال نازولی او تنبل زوی وو، چې ټول عمر به نشه وو او یوه رساله یې هم نه ده لیکلي. پلار یې پخپله بیا بیا ویلي دي چې زما لیونی کافر او جاسوس دی، باور پرې مه کوئ.
  • مزدک د خلقیانو په تشدد له حده زیات ټینګار کاوه، خو دا یې په ډېر جرآت ومنله چې د دوی د واک پر مهال د استخباراتو، وژنو او شکنجو د ادارې (خاد) بودجه او پرسونل ۱۰۰۰ چنده زیات شو، او خاد د دولت تر ټولو واکمنه او پیاوړې اداره وه. نو که د خلقیانو په تشدد کې اوه زره کسان وژل شوي وي، چې هغه هم په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي، د پرچم د مزدورۍ او د دوی د بادار د اشغال پر مهال یو نیم میلیون افغانان وژل شوي، درې میلیونه ټپي شوي، یو میلیون معلول شوي، او درې میلیونه مهاجر شوي دي. او د اتیا فیصده کلیو ورانول او هیواد د ۵۰۰ بیلیونه ډالرو تاوان هم د اشغال او پرچم واکۍ پر مهال تر سره شوی دی. مزدک په پوره خونسردۍ دا مني چې د جنګ سطحه پراخه شوه نو وژنه او تباهي هم ورسره پراخه شوه!!!
  • مزدک دا اعتراف هم وکړ چې هند ته د نجیب له خوا د لیږلو یې ډډه وکړه او نجیب یې تېر ایسته. ده په دغه موده کې د نظام او افغانستان پر ضد کودتا رهبري کوله.
  • د کارملي ګروپ پرچمیانو او قوماندان مسعود له خوا د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان کودتا مزدک په ویاړ سره ومنله چې محمود بریالي (او ده) رهبري کوله، او دوستم، مومن، فتاح او پرچمي جنرالان پکې فعال وو، کابل ته د مسعود د ملیشو تر ننوتلو لا وختي د دوستم ملیشو هوايي ډګر او ګارنیزون نیولي وو. څو ورځې مخکې د مسعود د وژلو د تلین په ورځ دوستم هم په همدغسې صراحت ومنله چې ده او د ده ملیشو د مسعود تر راتګ پخوا هم مزار او شبرغان نیولي وو، هم د کابل هوایي ‌ډګر، هم ګارنیزون، بالاحصار او هم نورې سیمې. له دې څرګندیږي چې سولې ته د افغانانو وروستۍ هیلې دې ډلګۍ په هغه وخت نهلیې کړې چې د یو مقتدر رژیم مشر ډاکتر نجیب الله او د جمعیت او نظار شورا پرته د مجاهدینو ټولو ډلو او د هغو تر ټولو لوی ګوند یعنې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دغه طرح منلې وه. مسعود هم د مزدک او دوستم په شان په پوره دا مسؤولیت په ډېر جرآت پخوا منلی دی چې د ملګرو ملتونو د طرحې بري ته فقط یوه ورځ!!! پاتې وه، چې دوی (پرچم او نظار شورا) پرې کودتا وکړه. په دې کې د ډاکتر نجیب اشتباه او خوش باوري هم له پامه نه شي غورځول کیدای چې ټول کلیدي نظامي پوستونه یې د کارمل کودتاچي ډلې ته ورکړي وو: نبي عظیمي د دفاع وزات لومړی مرستیال (په عمل کې وزیر) او د ګارنیزون قوماندان، اصف دلاور لوی درستیز، سید اعظم سعید د خاص ګارډ قوماندان، بابه جان د ملي امنیت د ضربتي قواوو قوماندان، فتاح د هوايي او مدافع هوایي عمومي قوماندان، رووف بیګي د اورګان قوماندان، اکرم، علومي او افضل لودین د قول اردوګانو قوماندانان او نور دېر زیات قوماندانان. په بدل کې کې زیاتره خلقيان او د جمعه اڅک په شان پرچمي پښتانه له کلیدي پوستونو لېرې کړې وو. البته دا هم د پوښتنې وړ ده چې ډاکتر نجیب څنګه د دومره لویې شبکې په دام کې لویدلی وو، ځکه دوستم په یوه بله مرکه کې ویلي چې دوی له ۱۳۶۷ کاله راپدې خوا دا تصمیم نیولی وو، چې د نجیب په وجود کې د دوی د خوښې وړ سوله نه کیږي او د هغه د له منځه وړلو پلان یې جوړ کړی وو.
  • د مزدک له خوا د کارمل تاجک ګڼل د ده د خپل ګروپ یو بل شرمناک ماهیت څرګند کړ، چې خپل نوم، هویت او شناخت یې تل بدلوه. کارمل یو کشمیری دی، چې ځان یې په تذکره کې پښتون او ورور یې محمد بریالي ځان تاجیک لیکلی دی. که څه هم کشمیري توب عیب نه دی، او له کشمیر او نورو سیمو ډېر راغلي مهاجر اوس د دې هیواد وفادار زامن دي، چې د کارمل پلار له دغې ډلې یو وطن دوست او پرهېزګاره جنرال وو، خو ستونزه په جعل و تحریف کې ده، چې د مزدک د استاد کارمل زیاتره ملګري پرې روزل شوي وو.
  • مزدک په ویاړ سره وویل چې په کوم سهار چې پر ګران هیواد د روسانو له یرغل خبر شو، د خوشالۍ یو ژور احساس ورته پیدا شو. دې ډلې ته د خپلو زر تنو ملګرو ژوند او له مزدورۍ او ذلته ډک واک، د ۱۵ میلیونه خلکو تر ژوند او د هیواد تر خپلواکۍ او عزت په مراتبو مهم وو. د دې زبونې ډلې یو بل غړي واحد طاقت هم په همدغسې ویاړ یو ځل ویلي وو، چې د روسانو راتګ خو موږ ته آب حیات شو.
  • مزدک افغانستان د روسانو د نفوذ ساحه او د دې اتل هیواد پر سرنوشت یې د دغه یرغلګر هر ډول لوبې او ظلم دومره عادي وګاڼه لکه لکه د روسانو پلرنی حق. داسې انسان چې د حریت،غرور او خودۍ یوه ذره هم نلري، څنګه د باعزته تاجیکو د مشرۍ او حق غوښتنې دعوه کوي، چې د میرمسجدي خان، میربچه خان او هوفیاني په شان غازیان پکې تیر شوي دي.
  • د سی آی د غړي په توګه پر حفیظ الله امین له الزام څخه په اسانه راوګرځې او وی ویل چې نه داسې هیڅ ثبوت نشته، په داسې حال کې دوی او بادارانو یې دا بهانه کوله چې آمین له امریکا سره لاس یو کړی وو، نو ځکه شوروي پر افغانستان یرغل وکړ. البته خبریال چې هم تر ده په تعصب کې کم نه وو، خو تر مزدک لږ هوښیار او دپلومات وو، د سټیف کول له قوله وویل چې حفیظ الله آمین له امریکایانو سره د مذاکرې پر مهال هغوی ته بد رد ویل او ګویا ښکنځلې یې ورته کولې او بس. د ځوان متعصب هدف د امین د هوښیارتیا تر سوال لاندې راوستل وو. حال دا چې په ایران کې د خمیني د رافضي اسلامي انقلاب وروسته، د امریکا له سفارت څخه په چور شوو او بیا خپرو شوو اسناد کې واضح د امریکا سفیر بیا بیا د خپل هیواد مشرانو ته پیغامونه لیږلې دي چې آمین غواړي امریکا ترې یوازې اخلاقي ملاتړ وکړي چې همدا کار د شوروي د یرغل مخه نیولی شي. سفیر دا هم لیکلي دي، چې آمین به ویل چې له شوروي او امریکا دواړو سره متوازنې اړیکي غواړي، او پدې باور وو چې لکه څومره چې افغانستان شوروي ته اړتیا لري، شوروي یې هم افغانستان ته لري. پرچم او د دوی غبرګوني ستم ملي ډلو لا پخوا د امریکا د سفیر د تښتولو او وژلو له لارې افغانستان ته د غرب سره د دوستۍ ټولې لارې تړلې وې. اوس به شوروي مشران او کارملي پرچمیان خپلو وجدانونو ته څه وایي چې ولې یې یو هیواد دومره په وحشت وران کړ؟ ځکه د پر آمین د امریکا د جاسوس تور که څه هم هیچا نه مانه، خو اوس یې پخپله دوی ردوي.
  • د ژبې، سمت او قوم په نوم له اشخاصو او د هغوی له ټاکلو دفاع او پرې ویاړ، خو د خپل آمر له خوا د یو کس په مقررۍ د انفجار تر حده خفه کېدل یې د حیرانتیا خبره وه. مزدک چې په کومه چوکۍ ناست وو، د دې لپاره وو چې ټول هیواد ته خدمت وکړي که د یوه قوم له نومه خپلو شخصي ملګرو ته؟
  • د خپل ګوند په مارکسستي ـ لیننستي عقیده ښکاره اعتراف چې اوسني پرچمیان ترې زیاتره ځان لېرې کول غواړي، د مزدک بل جرآت وو. د کارمل تر برطرفۍ وروسته یوه ورځ یو دوست کیسه کوله چې کارمل ورته په میکرویانو پاکر کې د مخامخ کېدو پر مهال ویلي وو، چې ګویا کمونست نه، بلکې نشنل دموکرات وو. هغه شخص ورته ویلي وو چې دیرش کاله چې دې پر لینن درودونه ویلي دي، هغه به څنګه شي؟ د کارمل ځواب دا وو چې هغه یې سیاست کاوه. مزدک هم وایي چې کارمل تر لینن زیات له نهرو څخه اغیزمن وو، نو دا به چا ویل چې لینین رهنما، لینین خلاق، لینن رهبر، لینین رفیق او ….؟
  • په پای کې مزدک د افغانستان نوم، تاریخ او هویت ټول رد کړل او ویې ویل چې دا جغرافیه په هغه صورت دوام کولی شي، چې ګاونډیان پرې توافق ولري او ټول قومونه پرې هم توافق ولري. بیا یې دا اخطار ورکړ چې که نور قومونه له دې جغرافیې ځي، نو له خپلو خاورو سره ځي. د تجزیې بدیل یې وړاندې کړ خو په ژور درد یې وویل چې پدې صورت کې د هندوکش د جنوب تاجیکان پاتې کیږي، چې هغه یوه فاجعه ده. مزدک صاحب پدې نه پوهیږي چې د هندوکش د شمال تاجکان او نور قومونه هم له فاجعې سره مخ کېږي، هلته تر تاجیکانو ترک تباران زیات دي، او دا خو د تاجېکو هیوادوالو متل دی چې قهر افغان، رحم ازبیک، که څه هم پښتانه دا متل نه لري. نه د افغانستان شریف تاجیکان، نه هزاره ګان، نه ترک تباران او نه نور قومونه تر افغانستان بل هیواد ښه ګڼي. هیڅوک نه له افغانستانه ځي او نه یې څوک ایستلای شي، یوازې د پرچم د کارملي ګروپ شریر رواني ناروغان او د نظار شورا جانیان دغه خبره هغه وخت کوي، چې بادار یې مات شي، وتښتي او دوی هم ورپسې ورک شي.
  • مزدک د پرچمیانو سره د خلقیانو تشدد په ډېر مبالغه امیز ډول تکرار کړ، خو دا یې ونه ویل چې د ثور تر بدلون وروسته ډېر ژر کارمل د نظام پر ضد د کودتاګانو اقدامونه وکړل او ناکام شول. البته د شوروي له ویرې د خلقیانو دا اقدام چې کودتاچیان یې د اعدام پر ځای سفارتونو ته ولېږل، په تاریخ کې یوه استثنا وه، ځکه هیڅ رژیم کودتاچیانو ته له مرګ پرته بل امتیاز نه دی ورکړی. د غریب سړي همدا سست ګوذار! د خلقیانو د ماتې یو مهم عامل شو.
  • د تڼي، کشتمند، حسن شرق او نورو سره د نجیب الله په تشدد او بې ادبۍ یې تبصره وکړه، خو دا یې ونه ویل چې له دوی سره یې ولې تر هغه وخته ډېره ښه یارانه وپالله، چې نظام او هیواد د شروفساد بدترینې او شریرترینې ډلې ته ورکړ؟
  • مزدک د ۱۹۹۲ تر فاجعې وروسته د خپلې ډلې د غړو په جنایاتو او وروسته تر امریکايي اشغال لاندې د هیوادوالو په وژلو، د کورونو په تلاشي کولو، په سپو د ښځو د داړلو، نارینه وو وژلو او بندي کولو، چور و چپاول. شخصي زندانونو جوړولو او نورو زرګونو جنایتونو تبصره ونه کړه.
  • مزدک یوه بل اعتراف دا وکړ چې فرین او جنرال خان آغا ورته زنګ واهه چې جمهور رییس میدان ته ننوتل غواړي او الوتکه هم ورته ولاړه ده، څه وکړو؟ د دغو دوه جنرالانو آمر خو یعقوبي وو، خو مزدک ته تلیفون یې بې له دې چې مزدک د دغې کودتا مشر وو، څه معنی لري؟
  • مزدک دا مرکه د نجیب الله د وژل کېدو د کلیزې په ورځو کې ځکه وکړه چې سکتاریستو اشخاصو او ډلو ته وښايي چې څنګه یې د دوی د ګټو په خاطر د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان او یو لوی هیواد کودتا وکړه.

مزدک باید دغسې مرکې زیاتې کړي، تر څو یې د عقدې او جنون له امله د زړه ټولې خبرې راووزي، چې ملت خپل مجرمین په سمه معنی وپیژني. که څه هم ملت ډېر مظلوم او ټپي دی، او مزدک، یاران او بادران یې لېرې دی، خو خدای عادل، قوي او تل قایم دی، له مزدک، د ده له یارانو، بادرانو او نورو وطن پلورونکو سره به سخت حساب وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب