تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۲ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په پاکستان غږ کړی چې د افغان سوداګرو لپاره په ځانګړې توګه د دوبي د میوو او سبزیجاتو د سوداګرۍ په موسم کې خنډونه رامنځته نه کړي.
ستانکزي په لوګر ولایت کې د سوداګرو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان ته د سوداګرۍ او ترانزیت لارو تړل د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي.
له همدې امله موږ له هغوی څخه غواړو چې په افغانستان کې د میوو او سبزیجاتو د موسم په لړ کې خپلې پولې خلاصې وساتي ترڅو میوې او سبزیجات د دوی خلکو او ولایتونو او د هغوی له لارې هندوستان او نورو هیوادونو ته ورسیږي.”
ستانکزي په عین حال کېوویل، «افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا تر منځ یوه ترانزیتی لاره ده. موږ متقابل اقدام هم کولی شو . موږ کولی شو خپلې پولې وتړو او د دوی لپاره ستونزې رامنځته کړو. خو موږ نه غواړو چې په پاکستان کې خپلو مسلمانانو وروڼو ته ستونزې رامنځته کړو.”
دا لومړی ځل دی چې یو طالب چارواکی د اسلام اباد د سوداګریزو خنډونو په غبرګون کې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د ترانزیت د لارې د تړلو اشاره کوي.
د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي چې دوی هڅه کوي د صادراتو په لاره کې خنډونه لیرې کړي ځکه چې اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېدا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.
د میوو او سبزیجاتو په موسم کې افغان سوداګرو ته د سوداګریزو لارو تړل، د پاکستان له خوا د ګمرکونو تعرفې لوړول او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو تړونونو نه پلي کول د دې لامل شوي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس سلنه راټیټ شي.
پاکستان نه یوازې اوس، بلکې له لسیزو راهیسي هغه مهال چې دغه هیواد ته د افغانستان د مېوو د صادراتو وخت وي، ترانزیتي لارې په یوه او بله پلمه بندوي او افغان سوداګرو ته زیان اړوي.