Homeخبرونهد مهاجرت نړیواله اداره: په سپټمبر کې له ایرانه ۲۳۹ زره افغانان...

د مهاجرت نړیواله اداره: په سپټمبر کې له ایرانه ۲۳۹ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي

تاند (پنجشنبه، د میران ۱۲ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د سپتمبر په میاشت کې ترټولو لوی شمیر افغان اتباع له ایران څخه راستانه شوي چې شمېر یې ۲ لکه ۳۰ زرو ته رسیږي.

د دې ادارې پر اساس، دا د بیرته راستنیدونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی ښيي. تر دې وړاندې په مې میاشت کې تر ټولو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي وو خو د سپټمبر په میاشت کې د راستنو شویو شمېر د مې د میاشتې تر راستنېدونکو هم ډېر دی.

د سږ کال په مې میاشت کې یولکو ۹۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

د IOM د راپور له مخې، د سپتمبر په میاشت کې د ټولو راستنوشویو کسانو څخه، ۴۳ سلنه ایستل شوي، په داسې حال کې چې ۵۰ سلنه په خپله خوښه بیرته راستانه شوي دي.

دغه راپور، چې د سپتمبر د ۲۲مې او ۲۸مې ترمنځ یې د افغان اتباعو د تګ راتګ ثبت کړی، د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ یې په تفصیل تشریح کړی دی.

له ایران څخه افغانستان ته د راستانه شویو کسانو شمېر اوسمهال د هغو افغانانو په پرتله ۷۵ سلنه لوړ دی چې له افغانستان څخه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...