پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهکرن ډیکر ته د افغانستان لپاره دامریکا د بهرنۍ پالیسۍ مسوولیت وسپارل...

کرن ډیکر ته د افغانستان لپاره دامریکا د بهرنۍ پالیسۍ مسوولیت وسپارل شو

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د بهرنۍ پالیسۍ د پرمختګ مسووله معرفي شوه.

میرمن ډیکر نن (پنجشنبې) د افغان رسنیو له مدیرانو سره په یوه غونډه کې خپل لومړیتوبونه څرګند کړل.

میرمن ډیکر وویل چې د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو پالیسي به د ځانګړي استازي ټام ویست له تبدیلېدو سره بدله نه شی.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وویل چې د افغانستان اړوند مسلې حاضردمه د متحدو ایالتونو د سفارت د شارژدافېرې کرن ډیکر، د افغان ښځو لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړې استازې رینا امیري او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکي مارک پومرشیم له لوري اداره کیږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ له دریو کلونو وروسته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ دفتر سرپرست وګومارل شو.

اغلې ډیکر وویل:«له ما څخه وغوښتل شول چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي مسؤلیتونه په غاړه واخلم.»

دې همداراز وویل:«دا زما لوی مسؤلیت دی چې د هغو افغانانو غږ شم چې د بیان له حق څخه بې برخې شوي دي.»

هغې دا هم وویل چې متحده ایالات به د طالبانو له ادارې سره په عملي او اصولي ډول تعامل ته دوام ورکړي.

دې د ټام ویسټ درې کلن ماموریت وستایه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بشري بحران حل د لویدیځ یوه لاسته راوړنه ده.

میرمن ډیکر زیاته کړه، د جمهوریت له سقوط راهیسې، متحدو ایالتونو له افغانستان سره ۲،۳ میلیارده ډالره بشري مرستې کړي دي.

مېرمن ډیکر دا هم وویل چې د دوحې د درېیم کنفرانس د اقتصادي او مخدره توکو د دوو ډلو د کار پایلې به ژر د ملګرو ملتونو له خوا وارزول شي، او راتلونکې لویه ناسته به بیا په دوحه کې جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب