پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهایراني سوداګر وایي افغاني غالیو د ایراني غالیو بازار خراب کړی

ایراني سوداګر وایي افغاني غالیو د ایراني غالیو بازار خراب کړی

تاند ( پنج شنبه د میزان ۱۲مه) ایراني سوداګر شکایت کوي، چې افغاني غالیو د ایراني غالیو بازار خراب کړی دی.

د مهر خبري سرچینو په یوه خبر کې د ایران د غالۍ اوبدلو، هنرونو او لاسي صنایعونو خونې د کمېسیون په غونډه کې د دې کمېسیون د مشر مرتضی حاجي آقامیري له قوله لیکلي، چې دا کمیسیون غواړي ایران ته د افغان غالیو د قاچاق د مخنیوي لپاره حل لار ومومي.

حاجي آقامیري ويلي، افغان غالیو د ایراني غالیو بازار زیانمن کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پخوا به قاچاقي غالۍ پټې پلورل کېدې؛ خو په وینا یې اوس په بازار کې ښکاره پلورل کېږي.

د ایران د غالیو تولیدوونکیو او صادروونکیو ټولنې مرستیال حامد چمن‌روخ هم ویلي، چې دوی د غالیو د قاچاق په اړه له پیله تر مشهده د هغو د رسېدو په اړه بشپړ معلومات لري.

هغه زياته کړې، چې دا سوداګریز کالي د تايباد له پولې او د پاخه سړکونو له لارو ايران ته داخلېږي.

افغاني غالۍ د ښه کیفیت له امله په سیمه کې ښه نوم او ځای لري، خو سوداګر یې وایي که نړیوال بازار ته زمینه برابره شي ښايي په لنډ وخت کې افغانۍ غالي نړیوال نوم هم خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب