Homeخبرونهزاخارووا: د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې لومړیتوب له طالبانو سره د...

زاخارووا: د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې لومړیتوب له طالبانو سره د تعامل پراختیا ده

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۲ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل، د مسکو فارمټ د مشورتي ناستې لومړیتوب به د افغانستان د سولې پر بهیر بحث او د سیمې او کابل تر منځ په سیاسي، اقتصادي، تروریزم او مخدرو موادو پر ضد د مبارزې په برخو کې د عملي تعامل پراختیا وي.

هغې پرون (چهارشنبې) په مسکو کې وویل، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د دې غونډې ځانګړی میلمه دی او د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره به وویني.

د اغلې زاخارووا په وینا په دې غونډه کې به د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون وکړي.

هغې زیاته کړه چې داغونډه به چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیرهم پکې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرانیزي او له ښاغلي متقي سره به هم خبرې وکړي.

 که څه هم د دې غونډې هیڅ یوه برخوال هیواد لکه د نورې نړۍ په څیر د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی خو اړیکي یې ورسره ټینګې کړې دي.

متقي پرون د یوه پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ چې سبا (جمعه) د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې ګډون وکړي.

د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د تیر کال په اکتوبر کې د تاتارستان په کازان کې جوړه شوې وه، چې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو او همدارنګه د طالبانو استازو پکې ګډون کړی وو.

د مسکو فارمټ  د افغانستان پر مسلو د بحث لپاره په ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...