پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+د ادب او فرهنګ له مخکښ، تاند او هڅاند استازي علم ګل...

د ادب او فرهنګ له مخکښ، تاند او هڅاند استازي علم ګل سحر سره مرکه

مرکوال: انجنير عبدالقادر مسعود

د پوهې، فرهنګ، شعر او پښتو ادب په ډګر کې ښاغلی علم ګل سحر، هغه فرهنګپال، تکړه ویناوال، پېژندل شوی او هڅاند لیکوال دی چې نه یوازې د منظومو نښیرونو (اثارو) په تړاو یې بلکې د منثورو نښیرونو (اثارو) په اړه یې هم د خپل غښتلي قلم او هنري ځواک له لارې نه ستړیکیدونکي او تلپاتې هلې ځلې تر سره کړې دي. د سحر صاحب په شعرونو، کیسو او داستانونو کې د پام وړ ادبي او هنري نوښتونه او ارزښتونه نغښتې دي.

ښاغلی ډاکتر عبدالغفور لیوال هغه پیاوړی ادیب، نوښتګر څیړونکی، پوهیال او فرهنګپال، وتلی او تکړه لیکوال او شاعر دی، چې د پښتو ژبې او ادب د علمي او ادبي زېرمې د زیاتولو په خاطر یې د پام وړ او اوچت ګامونه پورته کړې دي. ده په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي علم ګل سحر په تړاو داسې کښلې دي:

« ښاغلی علم‌ګل سحر د یوې فرهنګي – ادبي تجربې خاوند شاعر او لیکوال دی، چې یو شمېر څېړنیزې هڅې یې هم د پاموړ دي. د ښاغلي سحر د نوې دورې غزلیزه او ازاده شاعري د معاصر پښتو شعر یوه خورا ښکلي او له نوښتونو ډکه برخه ده، چې په شاعرۍ کې د هغه د لومړیو تجربو ( په ۱۳۶۰ کلونو)  څخه تر ۱۳۹۰ کلونو پورې یو څرګند ارتقايي هنري مزل څرګندوي. تر دې ورهاخوا یو مهم کار چې ښاغلي سحر را پیل کړی و، د افغانستان د ۱۳۷۰ مې ناورین‌ځپلې لسیزې ورځنۍ ترخې خاطرې او د سترګو لیدلي يادښتونه وو، چې د کابل د جګړو او جنایتونو تر ټولو دقیقه، مستنده او په ادبي پیرایه کښل شوې تاریخچه یې بللی شو. ښاغلي سحر د خپلو دغو یادښتونو د راټولولو په اړه له ما سره غږېدلی و، څو برخې یې دلته او هلته خپرې شوې هم دي او ما لوستي دي. زه فکر کوم د افغانستان د معاصر تاریخ دغه دقیق مستند تاریخ د خورا ډېر تاریخي او فرهنګي ارزښت خاوند یادښتونه دي. هیله ده، چې ژر داسې موقع مساعده شي، چې زموږ حساس لیکوال دغه یادښتونه د خپلو نورو لیکنو ترڅنګ بشپړې او چاپ کړي. زه په خورا ترخو کلونو کې د سحر صاحب د فرهنګي مجالسو ملګری پاتې شوی یم، د جنګ ځپلي کابل ډېرې خړې کوڅې مو په مزلونو ستړې کړې دي او پر فرهنګ، تاریخ، ادبیاتو او شعر سره غږېدلي یو. د ښاغلي سحر ژوند دې له خوږو او وریښمینو شېبو ډک وي! »

ښاغلي علم ګل سحر د خپلو نښیرونو (اثارو)، کړنو او کارنامو له لارې د پښتو ژبې او ادب ډېوې تل روښانه او ځلانده ساتلې دي او د خپلې ملي ژبې د پرمختیا او پراختیا لپاره یې بې ساري خدمتونه تر سره کړې دي. ښاغلی سحر صاحب هغه عزتمن، زیارکښ او تکړه لیکوال، شاعر او داستان لیکونکی دی، چې د ده په لیکنو، شعرونو، کیسو او داستانونو کې وطني، ملي او پښتني احساس او ارمان، له هیواد او هیوادوالو سره ژوره منیه له ورایه ښکاري.

ښاغلی افضل ټکور هغه تکړه او مخکښ شاعر او لیکوال دی چې د خپلو ادبي نښیرونو (اثارو) له لارې یې د پښتو ادب ستوري روښانه او ځلانده ساتلی دي. دی په خپله یوه لیکنه کې د سحر صاحب په تړاو داسې وايي:

« زه له نژدې څلویښت کلونو راهیسې ښاغلی علم ګل سحر له نژدې نه پیژنم هغه چې ما څومره لیدلی او لوستلی دی نو د هغه په زړه  کې ما د ملګرتوب د ادب او فرهنګ سره مینه خپل هیواد او خلکو سره مینه په ټوپونو لیدلې ده.

د جمهوریت په وروستیو شلو کلونو کې ښاغلی سحر ډیر زیات کارکړی او ډیر تلپاتي اثار یې خپلې خوږې ژبې ته ډالۍ کړې دي. هغه نظم کم او هنری نثر یې زیات لیکلی دی او هم  په دې برخه کې ډیر برلاسی ښکاري د ګران سحر صاحب  په اړه ما ته هاغه د ارواښاد ایوب صابر یو شعر رایاد شي چي وایي:

د صابر وینا که نظم وي که نثر

یو مقام لري په نوي دبستان کې

نو د سحر صاحب منظوم او منثور اثار هم پښتو ادبیاتو په معاصر تاریخ کې همدغسې یو ښه مقام او تلپاتې ځای لري د هغه د نورو ښو او تلپاتې هنري او ادبي پنځونو په پار هغه ته اوږد عمر غواړم.

روغتیا او بری یې ملګری شه

اوس همدومره

***

ما له ښاغلي علم ګل سحر سره مخکې هم د شعر او ادب په تړوا یوه بشپړه مرکه جوړه کړې وه. دا دی اوس غواړم  یو وار بیا د نړۍ والو ادبي مالوماتو او پښتو ادب د کیسو او داستانونو په برخه کې د ده د نښیرونو (اثارو)، کارنامو او کړنو  په اړه د یوې ځانګړې مرکې له لارې د نوموړي علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت خپلو هیواد والو ته، چې د ده په تړاو لا تر اوسه پوره مالومات نه لري ور وپېزنم. دا هم تاسې او ښاغلی علم ګل سحر.

ګران سحر صاحب اجازه راکړئ خپل سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم، او خپلې پوښتنې در سره شریکې کړم.

ګران مسعود صاحب ډېره مننه. زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم، زه ستاسو په خدمت کې یم.

***

مسعود: ګران سحر صاحب که څه هم ستاسې له نوم سره  د یو دروند پښتون، ادبي او فرهنگي سټې په څېر او د یوه تکړه ژورنالیست او د پښتو د خوندورو کیسو او داستاني  آثارو او د يوه خوږ ژبي شاعر په توګه، افغان اولس، په تیره  بیا پښتون ټبر پوره آشنا دي، خو بيا هم که مهرباني وکړئ، د خپل اند و ژوند او فرهنگي ډگر ته مو د راوتلو انګیزې او پیلامې په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.

سحر: مننه قدرمن انجنیر صاحب چې تل مو افغاني ادبیاتو ته خدمت کړی دی په تیره چې له افغان لیکوالو او ادبپوهانو سره تل په زړه پورې مرکې کوئ وروستی کتاب مو (ورک کوه نور) چې له لیکوالو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی او چاپ شوی دی بې له شکه په دې لړ کې یوه ښه زیاتونه ده. ستاسې له نیک نظره مننه کوم ، زه یو عادي افغان یم چې د ښه لیکوال او شاعر دعوه نه شم کولی، که ووایم په تصادفي ډول دې ډګر ته راغلی یم مبالغه به مې نه وي کړې خو د انسان په وجود کې یو څه وي چې وروسته را برسیره کیږي په ایرو کې د پټو سپرغیو مثال ډیر ویل شوی او لږ کلیشه شوی دی زه به تر ځمکه لاندې د پټو زړو یا تخمونو مثال ورکړم چې زړي تر نسبتآ کلکې ځمکې لاندې وي خو کله چې لږ باران پرې وشي او ځمکه نرمه کړي دانې له ځمکې سر راباسي او لوی بوټې یا ونې شي د شعر او بیا داستاني ادبیاتو ډګر ته زما راتګ هم تقریبآ داسې یو مثال لري . په دې برخه کې زه د خپلې سیمې زرمت د سیمه ایزو هنرمندانو هنر او سندرې بې اغیزې نه بولم.

زموږ په سیمه کې به چې کله په کوم کور کې خوښي وه د چا کوژده واده به و یا به د چا په کور کې زوی شوی و نو د خوښۍ محفل به یې جوړاوه، د سیمې خلک به ورتلل او زیاتره به له مازدیګره تر سهاره سندرو ته ناست و، زما یو تره ارواښاد خواځک لالا نومیده، دی ډیر دروند او د جرګو مرکو سړی و او له موسیقي سره یې ډیره مینه لرله، دغه سیمه ایز سازونه یې نه قضا کول یو ټایپ (رادیوکست) به هم ورسره و، سندرې به یې پکې ثبتولې او بیا به یې زیاتره پیتاوي ته اوریدلې، زه به یې هم له ځانه سره بیولم ما به زیاتره ټایپ ورسره ووړ او سندرې به مې ثبتولې په اصطلاح تخنیکي همکار یې وم. هغه وخت د زرمت وتلي هنرمندان معشوق زرمتی، لعلو یا لعل محمد، غلام زرمتی، سلطان او څو تنه نور و، دوی به د ډیرو ښو سندرو تر څنګ چې شپه به ښه پخه شوه نکلونه هم په سندرو ویل یا به یې فولکلوریکې کیسې او نکلونه ویل او د نکل نارې به یې له موسیقي سره ویلې چې واقعآ په زړه پورې وې. پر ما دې سندرو او منظومو کیسو ډیر اغیز کړی و، زیاتره وخت به مې دا سندرې له ځان سره تکرارولې او کله کله به مې نور منظوم کلمات هم ور زیاتول او خپل نوم به مې هم پکې یاداوه چې ګویا دا زما شعر دی. په لومړي ګام کې ویلی شم چې د همدې هنرمندانو سندرو او منظومو کیسو اغیز و دغه راز په ماشومتوب کې مې په کلي او همدارنګه له خپلې ترور قلمې ابۍ څخه ډیر نکلونه اوریدل چې له کیسو سره یې زما مینه زیاته کړه او بل زموږ په کور کې یو زوړ کتاب و چې زما مشر ورور ارواښاد  تازه ګل کوم وخت کور ته راوړی و او ممکن پټ پټ به یې مطالعه کاوه، ځکه هغه وخت به ملاصاحبانو ویل چې دا کتابونه مه لولئ چې سړی خرابوي(کافرکوي) ما به هم کله کله په ویره ویره له نورو پټ دا کتاب لوست خو ډیر نه پرې پوهیدم اوس چې یې را یادوم فکر کوم د پښتونخوا د کوم لیکوال د لنډو کیسو کوم کتاب به و د کتاب دوتڼه شکیدلې وه او نوم یې نه و. دې کتاب هم ممکن زما په ذهن کې د داستان لیکنې زړي شیندلي وي، دا مې د ماشومتوب او تنکۍ ځواني وختونه وو، دغه زړي مې د ذهن په دښته کې همداسې پټ او کنګل پاتې شول تر څو چې یوه ورځ نری نری باران پرې واورید او زما د ذهن ځمکه یې نرمه کړه او دا زړي را وټوکیدل.

دا کیسه په زړه پورې او اوږده ده دلته به لنډ ووایم. 1362 لمریز کال و هغه وخت زما دنده په پکتیکا ولایت کې وه، د ولایت ملکي او پوځي ادارې په دریو کلاوو کې محدودې وې ، ښار او بازار نه و د ولایت ادارو او نورو شاوخوا کلیو چندان توپیر نه درلود د مامورینو د ژوند سطحه هم تر نورو کلیوالو بهتره نه وه. یو ماښام زه او زما نږدې ملګری شهید درمحمد خپلواک چې هغه وخت زما مرستیال هم و، پخپله کوټه کې ناست و، په څراغ کې تیل نه و حیران و چې څه وکړو، دواړو له ژونده شکایت کاوه ، دا شکایت مو سوکه سوکه منظوم کړ، داسې چې خپلواک به یو بیت وایه ما به بل او همداسې مو یو طنزیه شعر بشپړ کړ، خوشحاله شوو لکه دغه شعر مو چې ټولې ستونزې حل کړې وي د مخابراتو مدیریت کوټې ته ورغلو لږ تیل مو ترې را پور کړل څراغ مو بل کړ، کتابچه مو را واخیسته او دا شعر مو پکې ولیکه، په هماغه شپه مو یوه دوه نور شعرونه هم په ګډه ولیکل په راتلونکو څو ورځو کې مو څو نور شعرونه هم ګډ ولیکل فکر مو کاوه اوس نو سم شاعران شوو، کتابچې مو بیلې کړې او شعرونه مو پکې لیکل. د یادولو وړ ده چې هغه وخت د (سپرغۍ) په نوم د صدیق کاوون توفاني د شعرونو یوه ټولګه هم زموږ په جونګړه کې وه چې کله کله به مو لوستله، په دې ډول موږ په اصطلاح شاعران شوو او بیا مې په ۱۳۶۴ کال کې لومړۍ لنډه کیسه ولیکله. او وروسته مې په نورو برخو کې هم خپل قلم وازمایه.

مسعود: اجازه راکړئ، ستاسې نه وپوښتم، چې ولې په ادبي ژانرونو کې د شاعرۍ تر څنګ، لنډې کیسې او ناول کښنې رومان او داستان لیکلو لاره مو هم وټاکله؟

سحر: ماته داسې ښکاریدل چې نه شم کولی یوازې د شعر له لارې خپلې ټولې خبرې خپلو خلکو ته ورسوم او د خپلو پیغامونو د رسولو لپاره مې د شعر چوکاټ تنګ لیده نو ځکه مې داستان لیکلو ته هم مخه کړه له بلې خوا موږ هغه وخت یو ډول حرص هم اخیستې و، زموږ ژبې ته ډیر لږ کار شوی دی چې هرې خواته به مو مخ اړاوه موږ به پخپله ژبه کې ډیر لږ څه لرل فکر مو کاوه موږ به ډیر څه وکولای شو نو هرې خواته مو لاس اچاوه هغه و چې د شعر ، لنډې کیسې او ناول تر څنګ مو طنز، د ماشوم ادبیاتو ، تاریخ او په فولکلور په برخه کې هم تر خپله وسه قلم وچلاوه.

مسعود: زموږ یو شمیر انديال او فرهنګيال پر دې گروهه دي، چې په پښتو کې د شعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه په کار ده وشي. ستاسې پر اند د ولسونو په راویښولو او د ملي ولولو په راپارولو کې شعر ډېر اغیز لري او که نثر؟

سحر: دا چې وایي باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي کره خبره ده زموږ په ژبه کې نثر ته هم لږ کار شوی دی شاعران نام خدای ډیر لرو خو د نثر په برخه کې ډیر لږ کسان کار کوي په دې برخه کې په کمي او کیفي لحاظ وروسته پاتې یو. او داچې د ولسونو په راویښولو او ملي ولولو په را پارولو کې شعر که نثر ډیر اغیز لري عام نظر دادی چې شعر ډیر تاثیر لري خو زه وایم هر یو پخپله برخه کې خپل رول لري، شعرونه خپل ځای لري او نثر خپل. موږ ویلای شو څومره خلک چې زموږ د کمساري لیکوال ارواښاد نصیراحمد احمدي (بغدادي پیر) یا دیویدجونز ناول او د هغه نورو ناولونو راویښ کړي او پوه کړي دي ممکن لږو شعرونو دا اغیز لرلی وي. همداسې نورې کیسې، ناولونه او طنزونه. خو دا د دې معنا نه لري چې موږ د ملي ولولو په را پارولو کې د شعر له نقش څخه انکار وکړو. ټول خپل اغیز لري په دې شرط چې ښه ، په اخلاص او له زړه ولیکل شي.

مسعود: ګران سحر صاحب تاسې داستان او رومان څه ډول را پېژنئ (تعریفوئ)؟ ادب پوهانو لنډ داستان ډول ډول تعریف کړې دي، تاسې کوم تعریف غوره بولئ؟

سحر: تاسې پوهیږئ چې داستان او رومان دواړه د ادبیاتو مهم  ژانرونه دي، چې هر یو خپلې ځانګړتیاوې لري دواړه د پیښو بیانولو لپاره کاریږي. ادبپوهانو په مختلفو وختونو کې په بیلابیلو ډولونو تعریف کړي دي، مسعود صاحب باید ووایم چې د ښوونځي له وخته مې تعریفونه چندان نه خوښیږي دلیل یې شاید زموږ فورمولیته تعریفونه او د ښوونځي په ازموینو کې پر دې تعریفونو ټینګار وي چې موږ به تل ورسره په عذاب وو. خو دلته به د شویو تعریفونو په رڼا کې دا دواړه سره وپیژنو.

داستان یا لنډه کیسه یو لنډ ادبي فورم دی  چې په محدودو کرښو کې یوه یا څو  پېښې بیانوي د مشخصې پېښې یا موضوع په اړه خبرې کوي، زیاتره وخت لږ کرکټرونه لري او په لنډه توګه لوستونکي ته ژور پیغام رسوي.

رومان بیا یو اوږد او پېچلی ادبي ژانر دی چې معمولاً څو کرکترونه لري او د څو فرعي او اصلي پېښو په اړه تفصیلي کیسه بیانوي. په رومان کې ډیر کرکترونه په یوه یا څو پیښو کې لوبیږي دا کیسه ممکن د یوه شخصیت د ژوند له پیله تر پایه وشي او کیسې په ډیر تفصیل سره پکې بیانیږي یعني رومان اوږد، پراخ، ژور او تفصیلي دی.

مسعود: په دې کې شک نشته چې داستان لیکنه یو هنر دی او ليکوال يې د هغه هنرمندان، په دې هڅه کې دي، چې د داستان لیکنې تکنیک، فن، پوهه زده کړي. تاسې د یو تکړه لیکوال په توګه د دې هنر زده کړې کله او چیرته پیل کړئ؟

سحرزموږ د وطن د پوهنتونونو تحصیلي نصاب ډیر پخوانی دی حتی لا اوس هم اوسنیو او آن د یو دوو لسیزو مخکې غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای، د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې ما په دې اړه چندان ډیر څه نه دي زده کړي. په وروستیو وختونو کې په کابل کې رشاد کره کتنه او بیا افغان ادبي بهیر جوړ شول او د دې دواړو ټولنو په اوونیزو غونډو کې په ادبیاتو جدي بحثونه کیدل، په داستانونو او شعرونو کره کتنې کیدلې او هم د ادبیاتو په اړه لکچرونه وړاندې کیدل تر دې لا ډیر مخکې له ۱۳۶۷ کاله راهیسې موږ څو تنو لیکوالو(ارواښاد اسحق ننګیال، کمال الدین مستان، عبدالهادي هادي، نظیف تکل، لعل پاچا ازمون او نورو… ادبي غونډې لرلې . په دې ناستو کې به مو په ادبیاتو جدي بحثونه کول ما ډیر څه همدلته او له نورو مشرانو لیکوالو او استادانو سره په خبرو او بحثونو کې زده کړي دي او هم د مختلفو کتابونو مطالعه.

که مې هیر کړي نه وي فرانسوي شاعر شارل بودلر وایي د شعر لیکلو تخنیک زده کړئ، بیرته یې هیر کړئ او بیا یې ولیکئ یعني که د هرې لیکنې او کیسې په وخت کې یوازې تکنیکونو ته توجه وکړو ممکن د ژبې ښکلا، د نثر خوږوالي او په ټوله کې محتوا ته زیان ورسیږي. که رښتیا ووایم د کیسې په تیوري چندان نه پوهیږم او د کیسې او ناول لیکلو په وخت کې عمومي نورمونه په پام کې نیسم نور مې ټول پام د لیکنې ښکلا ته وي نه پوهیږم چې څومره به پکې بریالی یم.

مسعود: ستاسې له انده د يوه نوښتگرانه لنډ داستان او ناول ځانگړتياوې کومې دي او تاسې له دغه پلوه کومه لاره لېله پسې اخېستې، په بله وينا، د کوم سبک او ښوونځي پليوني ياست او په ټوليز ډول د پښتو داستاني ادب لپاره ریالیزم غوره بولئ که کوم نا ريالېستي ښوونځی، لکه رومانتېسېزم، اېکسپرېشنېزم، اېمپرېشنېزم يا اېکزېستنسيالېزم… ؟ او دک و دلیل یې څه دی؟

سحر: نوښتګر لنډ داستان او ناول له دوديزو داستانونو څخه توپير لري ځکه چې هغوی د داستان د جوړښت، ژبې، کرکټرونو او منځپانګې په اړه نوې لارې او تجربې کاروي. دا ډول آثار د ادبي نوښت او تخلیق لویه برخه جوړوي چې لوستونکي ته نوې، ژورې او فکري تجربې وړاندې کوي.

د پښتو داستاني ادب لپاره د ریالیزم او نورو غیر ریالېستي مکتبونو ترمنځ انتخاب کول یو مهم بحث دی او ډیرو دقیقو څیړنو ته اړتیا لري، ځکه چې دا په دې پورې اړه لري چې کوم ادبي مکتبونه د پښتو ادب له  تاریخي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو سره زیات سمون لري.

ریالیزم د ادبیاتو یو داسې مکتب دی چې د ژوند او ټولنې واقعیتونه په عیني او دقیق ډول وړاندې کوي. په دې مکتب کې لیکوال هڅه کوي د خلکو ژوند، ټولنیز حالتونه، او ورځني ستونزې په واقعیت کې بیان کړي. ریالیزم د خیالي او فوق العاده پېښو پر ځای د عامو خلکو د ژوند اصلي او حقیقي مسایل په کیسه او داستان کې انځوروي.

رومانتیسزم، اېکسپرېشنېزم، اېمپرېشنېزم او اېکزېستنسېالېزم ټول هغه ناریالېستي ادبي مکتبونه دي چې د احساساتو، فردي تجربو، خیالي نړۍ او ذهني انځورونو پر بنسټ ولاړ دي. هر یو له دې مکتبونو ځانګړي مفاهیم او نظریات وړاندې کوي.

تخیلي او مثالي نړۍ: د رومانتیسزم په څېر مکتبونه کولی شي د پښتو ادب ته د خیال او جذابیت یو نوی اړخ ورکړي، چې لوستونکي د ورځني ژوند د ستونزو څخه یو څه لرې کړي او په یو تخیلي نړۍ کې یې بوخت کړي.

زما په اند، ریالیزم د پښتو داستاني ادب لپاره تر ټولو اغېزمن او مناسب مکتب یا ښوونځی دی. د دې دلیل دا دی چې پښتو ادب زیاتره وخت د ټولنیزو، سیاسي او تاریخي حالاتو په واقعیتونو باندې ولاړ دی، او د ریالیزم مکتب کولی شي دا حالتونه په واضح او مؤثر ډول بیان کړي. ریالیزم د پښتنو د ژوند، مبارزو او ستونزو حقیقي انعکاس ورکوي، چې دا یو اړین ادبي فورم دی ترڅو د دوی تجربه، درد او د ژوند مشکلات په هنري بڼه وړاندې شي.

که څه هم غیر ریالېستي مکتبونه د پښتو ادب لپاره فلسفي او تخیلي ارزښتونه وړاندې کولی شي، خو د پښتو ټولنې ځانګړي شرایطو او ستونزو ته په کتو، ریالیزم یو مناسب  فورم دی چې د خلکو واقعي ژوند، ستونزې او ټولنیز وضعیت په اغېزمن ډول وړاندې کړي. بیا هم سړی نه شي کولی لیکوالو ته د کوم ځانګړي ادبي مکتب پیروي توصیه کړي. د وخت په تیریدو او شرایطو په بدلیدو سره د ادبي مکتبونو اغیز هم بدلون مومي.

مسعود: د ډېرو لیکوالو لنډې کیسې، ناولونه، رومانونه او داستانونه نوښتګرانه، هنري او شاعرانه رنګ لري. دک و دلیل یې څه دی؟ او دا راته ووایاست تاسې د دغو ژانرونو په لیکلو کې ځانته بیله لار او ځانګړی سبک لرئ، او که له کوم بل ادبي، هنري ښوونځي او سبک پلویني یاست؟

سحر: له شکه پرته په وروستیو کلونو کې افغان لیکوالو د داستاني ادبیاتو په برخه کې ځیني نوښتونه لرلي دي، په وروستۍ لسیزه کې افغان لیکوالو نوي ناولونه او لنډې کیسې لیکلې دي چې د تیر پر تله کمساري دي، دلیلونه یې زیات دي د ځینو یې یادونه کولای شو. په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ډیرې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه رامنځ ته شول په دغو بهیرونو کې په شعرونو او داستانونو کره کتنې کیدلې، په ادبیاتو جدي بحثونه کیدل او په ډیرو دا ډول غونډو کې د داستاني ادبیاتو په اړه ګټور لکچرونه وړاندې کیدل چې دې زموږ د داستاني ادبیاتو په وده او پراختیا کې ښه رول درلود. زموږ یو شمیر لیکوال نورو هیوادونو ته ولاړل دوی هلته نورې ژبې زده کړې او د نړۍ له ادبیاتو او نویو خپرو شویو اثارو څخه خبر شول او یو شمیر نوي ادبي اثار افغاني ژبو ته راوژباړل شول. زموږ لیکوالو هم هڅه وکړه چې لږ تر لږه په ادبي ډګرونو کې د نړۍ له کاروان سره یو ځای شي. په تیرو دوو لسیزو کې د پخوا په نسبت د کتابونو چاپ ډیر شو، زیات شمیر ناولونه او د لنډو کیسو کتابونه چاپ شول، د داستاني ادبیاتو د هڅونې په موخه ښو اثارو ته ادبي جایزې ورکړل شوې چې دې ټولو زموږ د داستاني ادبیاتو په وده او پرمختګ کې ښه نقش درلود. په دې موده کې ما هم ناولونه او لنډې کیسې ولیکلې (مینه او جګړه) ناول (مینه او وسواس) د لنډو کیسو ټولګه او د (شیطان څراغ) په نوم مې د طنزیه کیسو ټولګه او د ماشوم ادبیاتو په برخه کې مې څو نور اثار چاپ شول، دا چې څومره به پخپلو هڅو کې بریالی وم لوستونکي او کره کتونکي تر ما ښه قضاوت کولای شي.

مسعود: په اولسي او داستاني ادب کې د پښتو کیسو او نکلونو بېلابېل ډولونه شتون لري. دا کیسې او نکلونه له پیل نه تر پایه پورې په نثر، په نظم او په نثر او هم په نظم کې لیکل شوې دي. په دغو کیسو کې ډېرې داسې کیسې وې چې زموږ  د لرغوني ټبر کړه وړه په ګوته کوي او له هغو نه پاتې عشقي، حماسي  او جنګي کیسې شته چې شمېر یې ډېر دی، موږ په دې لړ کې د مومن خان او شیرینو کیسه یادولی شو، چې  د پښتو ادب هغه رښتینې معنوي  پانګه ده چې ډېرو شاعرانو د حکایتي داستان په بڼه او نکلچیانو په دې نوم شعرونه او داستانونه لیکلي دي.ګران سحر صاحب تاسو د پښتو کیسو او نکلونو په تړاو څه لید لرئ او دا راته وویاست د مومن خان او شیرینو کیسه چې زموږ د ولس په شفاهي ادبیاتو کې د پام وړ ځای، پوړۍ اومقام لري، دا کیسه څه وخت، چېرې او د چا له خوا ویل شوې ده؟

سحر: کیسې او نکلونه د شفاهي ادب یوه په زړه پورې او مهمه برخه ده دغه کیسې یو شمیر د مختلفو ملتونو سره ګډې دي او ځینې یوازې زموږ په خاوره او ملت پورې اړه لري. د مومن خان او شیرینو کیسه له هغو کیسو څخه ده چې دلته پیښه شوې ده، دغه کیسه د پښتو شفاهي ادبیاتو له زړو او مشهورو کیسو څخه ده، چې په پښتني کلتور کې ځانګړی مقام او ارزښت لري. د مومن خان او شیرینو کیسه د پښتنو د عشقي، تراژیدي او حماسي داستانونو یوه مهمه نمونه ده، چې له یوه نسله بل نسل ته په شفاهي ډول لیږدول شوې ده.

دا چې دا کیسه چیري او څه وخت پیښه شوې ده لا په دې اړه کره څیړنې نه دي شوې. د کابل او ننګرهار په لاره کې یو ړنګ کلی او ورته نږدې یوه هدیره ده  ډیر خلک په دې نظر دي چې دا کلی چې فکر کوم(ډګري) نومیږي،  د مومن خان دی او هلته موجود څلور قبرونه د مومن خان، شیرینو، ظفرخان او هغې میرمنې بولي چې له دکن یا هندوستان څخه په مومن خان پسې راغلې وه. دا زموږ د ځینو خلکو نظرونه دي چې کومو څیړنو نه دي تایید کړي او تر اوسه په دې باره کې دقیق اسناد نشته، خو ځیني څېړونکي په دې باور دي چې د مومن خان او شیرینو کیسه  په شپاړسمه یا اوولسمه پېړۍ کې د پښتونخوا په جنوبي یا مرکزي سیمو  وزیرستان، بنو، یا د دې سیمو په شاوخوا کې پیښه شوې  ده. د مومن خان او شیرینو کیسه د پښتو شفاهي ادبیاتو په زړه پورې او ارزښتمن میراث دی چې له پیړیو راهیسې یې تر اوسه پورې یې خپل ارزښت ساتلی دی.

مسعود: هغه نکلونه او کیسې چې تر اوسه کومو شاعرانو نظم کړې دي  او له ساز او اواز سره زمزه کیږي  عشقي، جنګي، مذهبي او حماسي رنګ لري  چې د ساري په توګه د مومن خان او شیرینو داستان، د لیلا او مجنون کیسه، د نمرود کیسه، د حضرت علي جنګنامه، د ممتاز شهزاده او بوقلمون کیسه، د نیکه داستان، د امامانو کیسه، د یوسف او زلیخا کیسه  او بې شمېره نورې کیسې په پښتو ژبه نظم شوي دي. تاسې د دغو کیسو د مضمون، موضوع، منځپانګې په تړاو څه لید لرئ او د دغو کیسو او نکلونو موخه، وګړنی، هنري او ادبي، معنوي او رواني ارزښت څه ډول ارزوئ؟

سحر: هغه نکلونه او کیسې چې شاعرانو منظومې کړې دي، د پښتو کلتور او ټولنیز ژوند انځور په ښه او عام فهمه ډول وړاندې کوي او لوستونکو او اوریدونکو ته لا په زړه پورې کیږي، ځینې یې له ساز او آواز سره زمزمه کېږي. ما په ماشومتوب کې د خپلې سیمې له سیمه ایزو هنرمندانو څخه له موسیقي سره د پیغمبرانو او ولیانو او نورې مذهبي او عشقي کیسې اوریدلې دي چې تر اوسه مې هیرې نه دي او په اصطلاح هماغه خوند یې لا زما په ذهن کې پاتې دی غواړم هر وخت یې واورم خو هغه کیسې او سندرې زیاتره په پخوانیو کستونو یا فیتو کې ثبت شوې او زیاتره یې نوي سیستم ته نه دي اړول شوې نو ورکې شوې دي. (د زرمت سندرې) په نوم په فیسبوک کې یوې پاڼې ځینې دغه کیسې ثبت او شریکې کړې دي چې زه یې تل اورم.

دا نکلونه او کیسې د پښتو ادب، فولکلور او زموږ د خلکو د ټولنیز ژوند یو په زړه پورې برخه ده چې د مختلفو موضوعاتو په اړه ښه پیغامونه لري. نه یوازې د تفریح او خوند لپاره مهمې دي، بلکې زیاتره یې د پند او اخلاقي روزنې لپاره هم مهمې او په زړه پورې دي.

مسعود: زموږ په اولسي او شفاهي ادب کې ځینې داسې نکلونه هم زموږ په اولس کې شته چې ځای او اولس یې په رښتینې توګه نشو ټاکلی لکه د ګلو او صنوبر کیسه، د حاتم طایې کیسه او نورې… سحر صاحب تاسو د دغو کیسو د وګړني، ادبي او معنوي ارزښت په تړاو څه لید لرئ؟

سحر: زموږ د شفاهي ادب نکلونه او کیسې او همدا کیسې چې تاسې یې یادونه وکړه د افغاني ټولنې په معنوی ژوند کې ډېر ارزښتناک ځای لري.  دا نکلونه او کیسې د خلکو تر منځ په پېړیو پېړیو کې له یوه نسله بل نسل ته په شفاهي ډول رسیدلې دي، چې دا د دې کیسو ارزښت ښیي د بیلګې په توګه حاتم طایي کیسه چې تاسې یاده کړه د سخاوت، مهرباني او انسانیت یوه بېلګه ده چې په خلکو کې د یوه خیرغوښتونکی او سخي شخصیت په توګه یادېږي. همدارنګه، د صنوبر نکل د مینې او وفادارۍ په اړه زموږ د ټولنې د احساساتو ښکارندوی دی. یوه لنډۍ ده وایي:

څوک چې له یاره وفا غواړي

ماته کیسه د صنوبر را یاده شینه

همداسې نورې زیاتره کیسې د خلکو د عقایدو، ارزښتونو او ذهنیتونو منعکس کوونکې او د ټولنیزو اخلاقو او انساني ارزښتونو د پالنې لپاره مهمې ښوونیزې وسیلې دي. دا کیسې ساده او روانې وي زموږ د ژبې او کلتور په غني کولو مهم رول لري.

مسعود: د پښتو په وګړني  ادب (نثراو نظم) کې ډېرې داسې بېلګې او نمونې شته چې د تېرې زمانې کړه وړه ، دودونه او رواجونه، انګېرنې او روایتونه موږ ته په ګوته کوي چې موږ په دې لړ کې د نکلونو نارې، چاربیتې، بدلې، بګتۍ ،لوبې، داستانونه او کیسې (پلکوریک نثر او نظم)، د مروتو کسرونه، ازاد اولسي شعرونه، د آتڼ نارې، د ښادۍ بدلې د میندو سندرې، د هوتکو نارې، د کاکړو نارې او نورې یادولی شو.که چېرې د یادشوي وګړني ادب هره بېلګه وڅېړو نو ارومرو پکې یو ډول  کیسه تر سترګو کیږي. تاسې ملي نکلونه او اولسي نارې څه ډول ارزوئ او د دغو ملي نکولونو او اولسي نارو سایکلوژیک او رواني حالت، اروایي، معنوی، ادبي او ولسي ارزښت څرنګه څېړئ؟

سحر: نکلونه او ولسي نارې او کیسه ایزې سندرې نه یوازې د ادبي او هنري اړخه ډېر ارزښت لري، بلکې د سایکولوژیک، اروایي، معنوي او ټولنیزو اړخونو له مخې هم ډېرې ارزښتناکې دي. د خلکو په رواني روغتیا او ذهني پیاوړتیا کې د پام وړ ونډه لري.

 د دغو نکلونو له لارې د یووالي، وفادارۍ، نیکي او ټولنیزو اخلاقو روحیه په خلکو کې تقویه کېږي او زموږ راتلونکي نسلونه له خپلو ملي ارزښتونو او تاریخي ویاړونو څخه خبروي. د دې نکلونو او نارو له لارې، خلک هغه رواني ستونزې چې په خپلو ورځنیو چارو کې ورسره مخ دي، څرګندولی شي.  د دې ولسي نارو له لارې هم خلک خپل دردونه، خوښۍ، مینه او د ژوند تجربې په داسې طریقه بیانوي چې د اورېدونکو په روان باندې مثبت اغېز کوي. د ښځو سندرې، لکه د مېندو سندرې، د ماشومانو په روزنه او د مینې په څرګندولو کې د میندو د احساساتو بیانوونکې دي، او دا سندرې په ماشومانو کې یو ډول امنیت او خوندیتوب رامنځته کوي.

ملي نکلونه او ولسي نارې د پښتو ادب د شفاهي برخې مهم اړخ دی. دا نکلونه د تخیل له اړخه خورا غني دي. دوی ساده او عام فهمه ژبه کاروي، خو په دې کې هنري ارزښتونه هم ډېر پیاوړي دي. د نکلونو نارې او نورې ولسي سندرې او نارې د خلکو ترمنځ د یوه ګډ ادبي میراث په توګه د کلونو په اوږدو کې ژوندی پاتې شوي دي، چې د خلکو د ټولنیزو اړیکو، دودونو او کلتور څرګندوی دي.

له بده مرغه باید ووایم چې زموږ زیاتره دغه فولکلوریکې سندرې او نارې د ورک کیدو او له منځه تلو په حالت کې دي ، ډیره برخه یې را ټولې شوې نه دي او په کتابي بڼه چاپ شوې نه دي، ځینې خو یې یو مخ هیرې دي د بیلګې لپاره د (مستوبلې) یادونه کولای شو چې هیڅ کار نه دی ورته شوی دا د اتڼ هغه نارې دي چې د ماشوم د زیږیدو په مناسبت به د کلي نارینه و ویلې او خوشحالې به یې څرګندوله دا نارې د پکتیا، پکتیکا، غزني او زابل ولایتونو په ځینو سیمو کې رواج وې چې اوس د هیریدو له خطر سره مخ دي. په وروستیو کلونو کې کاکړۍ غاړو ته څه نا څه کار وشو یو شمیر یې را ټولې او چاپ شوې خو لا ډیر کار ته اړتیا ده نورې چې تاسې یې یادونه وکړه لکه د مروتو کسرونه، د آتڼ نارې، د ښادۍ بدلې د میندو سندرې، د هوتکو نارې¸، دغه راز د نکلونو نارې، د ودونو سندرې لکه کنځاکۍ، د ماشومانو د لوبو سندرې او ډیرې نورې زیاتره د هیریدو او ورک کیدو له خطر سره مخ دي، هیله ده زموږ ځوان لیکوال دغې مهمې ملي دندې ته توجه وکړي او دا نکلونه، نارې او سندرې را ټولې کړي.

مسعود: مهرباني وکړئ د لویدیزو ادبي او هنري مکتبونو، لکه ريالېزم، جادویی ریالیسم او رومانتیزم په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ، او دا راته ووایاست کومو نامتو افغاني په تېره بیا پښتني لیکوالو خپل اثار د دغو مکتبونو په رڼا کې کښلي دي او  تاسې د دغو مکتبونو اغیز پر خپلو آثارو څه ډول څېړئ؟

سحر: ادبي مکتبونه په بېلابېلو وختونو کې د ټولنیزو، سیاسي، او حتی اقتصادي شرایطو په اساس منځته راغلي دي او هر یو یې خپل فکري او ټولنیز عوامل  او خپلې ځانګړې موخې یې لرلې.

مثلآ د ریالېزم مکتب اصلي موخه یا هدف دا و چې د ژوند واقعیتونه پخپله اصلي بڼه او تر ډیره په غیر خیالي بڼه وړاندې کړي. د ریالیزم د مکتب پیروان ټولنیزې ستونزې او د خلکو ورځني ژوند، او د ټولنې اقتصادي او ټولنیز وضعیت په رښتیني ډول بیانوي.

له دې وروسته د جادویی ریالیزم ادبي مکتب منځته راغی په جادویي ریالیزم کې واقعیت او خیال په داسې ډول سره ګډېږي چې ترمنځ یې د بیلوالي کرښې نه احساسیږي یا ډیرې لږې څرګندیږي.

 په رومانتیزم کې طبیعت ته ځانګړی ارزښت ورکول کېږي، د دې مکتب پلویان هڅه کوي چې د ژوند ښکلا، مینه، او فردي احساسات په یوه خیالي او جذابه بڼه وړاندې کړي.

د افغاني ادبیاتو په بیلابیلو برخو کې د دې ادبي مکتبونو اغیزې لیدل کیږي تر اوسه پورې په دې برخه بشپړه او کره څیړنه نه ده شوې نه هم ما په دې اړه کومه دقیقه مطالعه او څیړنه کړې ده ممکن تیروتنه وشي او بیا دا خبرې د نورو لپاره د معلوماتو سرچینه وګڼل شي خو بیا هم ویلای شو زموږ پر ادبیاتو د نورو مکتبونو په نسبت د ریالیزم اغیز زیات دی په دې برخه کې د استاد سعدالدین شپون، نورمحمد تره کي، سلیمان لایق، استاد محمدصدیق پسرلي، نصیر احمد احمدي او ډیرو نورو داستان لیکونکو نومونه یادولی شو. او ویلای شو که څه هم جادویي ریالیزم په افغان ادبیاتو کې په پراخه کچه نه دی رامنځته شوی، خو د ځینې معاصرو افغان لیکوالو په اثارو کې یې  اغېز لیدلای شو چې په خپلو اثارو کې یې د واقعیتونو او خیالي پیښو یو ترکیب وړاندې کړی دی زه د استاد اسد آسمایي، عبیدالله محک، ډاکتر محب زغم، عتیق رحیمي او انور وفاسمندر د ځینو اثارو یادونه کولی شم. همداسې  افغان لیکوالو د رومانتیزم د ادبي مکتب له ځانګړتیاوو څخه الهام اخیستی، او په خپلو اثارو کې یې طبیعت، احساسات، عشق، او فردي ازادي ستایلي. ځیني لیکوال داسې هم دي چې د یوه اثر له لیکلو مخکې ځان ته لاره ټاکي او بیا خپل اثر د یوه ځانګړي ادبي مکتب د نورمونو پر اساس لیکي. زه خپله د خپلو اثارو په باره کې نه شم ویلی کیدای شي پرې د ریالیزم د ادبي مکتب اغیز ډیر وي او په ځینو برخو کې په ناخود اګاه ډول له نورو ادبي مکتبونو څخه اغیزمن شوی یم.

مسعود: یو شمېر لیکوال په خپلو نا پېيلو پنځونو، داستانونو، ناولونو په تېره تکل او گپ و شپ کې خورا خوږه، او له طنز و کنايې ډکه ژبه او ځانګړی قلم کاروي. ستاسې بر اند د دې لامل څه دی؟ آیا تاسې هم په خپلو داستاني اثارو کې له طنز او کنایې څخه ډکه ژبه کارولې ده او که نه؟

سحر: زموږ دغه لیکوال چې په خپلو لیکنو کې طنز، کنایه، او ستاسې په خبره خوږه ژبه کاروي، ډېر ځانګړي ادبي وړتیاوې لري. دوی د ژبې له ښکلا، مختلفو سیمه ایزو کلماتو او ادبي صنعتونو سره ژوره بلدتیا لري، داسې لیکوالان د ټولنې نیمګړتیاوې، ناخوالې او ستونزې په ډېر هنر سره په طنزي ژبه بیانوي. ځینې لیکوال لکه استاد شپون ، منان ملګری، کاتب پاڅون، هارون یوسفي، او عبدالنافع همت په طبیعي ډول له خندا او طنز سره نږدې اړیکه لري او په ورځني ژوند او له ملګرو او دوستانو سره په ناسته ولاړه او مجلسونو کې هم ښې ټوکې کوي او خوږ مجلس یې کاوه یا کوي. دا او ځینې نور محترم لیکوال کولی شي خپلې خبرې په طنزي بڼه وړاندې کړي ځکه چې دا د دوی د شخصیت او کړو وړو ځانګړنه هم ده او په لیکونو کې یې دا طنزیه ژبه ډیره طبعي، اغیزناکه اوښکلې راځي. دا ډول نوښتګر لیکوال پر ژبه حاکم او د ژور ټولنېز درک  وړتیا لري، چې کولی شي په خپلو پنځونو کې خوږه او له طنز ډکه ژبه وکاروي، او دغه مهارتونه یې لیکنې ځانګړې او د لوستونکو لپاره په زړه پورې کوي.

وایي بنده پخپل وس پړ دی ما هم تر خپله وسه هڅه کړې ده داسې څرکونه زما په چاپ شوي ناول او کیسو کې څرګندیږي او هم مې ځینې طنزیه کیسې لیکلې دي چې په کتابي بڼه چاپ شوې دي.

مسعود: مهرباني وکړئ د داستان د ډولونو په اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ، او دا راته وویاست چې په بهرني او زموږ په هیواد کې لومړني رومانونه او داستانونه کومو پېژندل شویو لیکوالو کښلي دي؟

سحر: د داستان د منځپانګې، موضوع، او سبک له مخې بېلابېل شکلونه لري. لکه عشقي، حماسي، مذهبي، خیالي، تاریخي، جنایي یا پولیسي، هیجاني، اخلاقي تدریسي، طنزي، علمي تخییلي، اخلاقي او نور….

او لکه څنګه چې پوهیږئ په بهرنیو ادبیاتو کې هماغه د سروانتس مشهور ناول دون کیشوت لومړنی ناول بلل شوی دی.

او د افغانستان په پښتو او دري ادبیاتو کې لومړني ناولونه د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې راڅرګند شول، چې په لومړیو کې له بهرنیو ژبو څخه ناولونه زموږ دواړو ژبو ته راوژباړل شول او بیا افغاني ناولونه او داستانونه هم ولیکل شول معلومات وایي  چې علامه عبدالحی حبیبي په پښتو ژبه میرزا عطا محمد فیضاني په دری ژبه کې د ناول لیکنې مخکښان ګڼل کېږي او که یوازې په پښتو ژبه کې ووایو نو لومړنی ناول د استاد سیدراحت زاخیلی دی چې د( ماه رخ )) ناول دی.

مسعود: تاسې کلیوالي او ښاري کیسې او مدرن او سنتي داستانونه یو تر بله څه ډول پرتله کوئ او توپیر یې په څه کې وینئ؟ د یو مدرن داستان د لیکلو لپاره د افسانې د لیکنو په دود باید کومې لارې او نظریې په کار واچول شي؟

سحر: دا کیدای شي زیاتره د موضوعاتو له مخې سره بیلې کړو په کلیوالي کیسو کې د کلیوالو سیمو ژوند، دودونه، کلتور او ټولنیز جوړښتونه بیانیږي. معمولا د طبیعت، بزګرۍ، کلتوري روایتونو، او د کلیوالو ترمنځ اړیکو په اړه خبرې کېږي. د دې کیسو پېښې اکثر په کلیوالي چاپېریال کې ترسره کېږي، او موضوعات یې هم هماغه کلیوالي موضوعات دي.

ښاري کیسې بیا د ښارونو ژوند بیانوي. په دې کیسو کې د ښاري ژوند ښېګڼې او ستونزې، د ښار د خلکو ورځنۍ چارې، د پرمختګ او ټکنالوژۍ اغېزې، او ټولنیز اختلافات راځي.

د توپیرونو په اړه یې ویلای شو چې کلیوالي کیسې په عمومي ډول ساده، دودیزې، او د عنعنوي ټولنو ځانګړتیاوې لري، خو ښاري کیسې عصري، پېچلې او د انفرادي او ټولنیزو فشارونو په اړه وي. د کلیوالو کیسو ژبه اکثراً ساده او عنعنوي ده، په داسې حال کې چې ښاري کیسې د پېچلو او عصري موضوعاتو له امله ژبني او فلسفي رنګونه هم خپلوي.

سنتي داستانونه اکثره وختونه له شفاهي ادب څخه سرچینه اخلي. دا کیسې په ساده او مستقیمه بڼه بیان شوي وي او د خلکو دودیز باورونه او کلتوري روایتونه پکې انځور شوي وي. په سنتي داستانونو کې عموماً خیالي نړۍ، اخلاقي ښوونې، د خلکو دودونه او مذهبي روایتونه ځای لري.

مدرن داستانونه د عصري ادب یو نوی پړاو دی چې له سنتي فورمونو څخه خپلواک دی. دا کیسې اکثر وختونه د روایت په بڼه کې تغیرات لري.

مدرن داستانونه اکثراً په کرکټرونو او د دوی په داخلي رواني او احساساتي حالتونو باندې تمرکز کوي. او د یوې واحدې پایلې یا اخلاقي نتیجې پرځای، پیچلي مفاهیم وړاندې کوي. په دې ډول کیسو کې د کرکټرونو پیچلتیا، احساسات، او ذهني جوړښتونه په ژوره توګه څېړل کېږي. د پېښو د وخت او ترتیب په لحاظ آزاد وي. کیدای شي کیسه په ترتیب سره  بیان نه شي، بلکې مختلف وختونه او زاویې یو بل سره ګډ شوي وي. او د پیښې په بیانولو کې له نویو او مختلفو میتودونو څخه ګټه واخیستل شي.

په دې ډول کیسو کې زیاتره دا معمول ده چې کیسه په نامکمل او غیر مشخص پای سره پای ته ورسېږي. او لیکوال د لوستونکو ذهنیت ته د پایلې پرېکړه پرېږدي.

په دې ډول کیسو کې ژبه معمولا شاعرانه، نوې او غیرمتعارفه وي. د کرکټرونو رواني حالات زیاتره په شاعرانه ډول انځوروي. دا داستانونه  پېچلي او د رواني او ژورو فلسفي مفاهیمو د انځورولو هڅه کوي.

مسعود: ستاسې له انده لنډه کیسه او ناول او بيا دا دواړه له نورو ناپېيلو(منثورو) ځېلونو رومانونه، (طنز، تکل، نندارمې يانمایشنامې، فیلمنامې…)، اسطورې، او حماسې د کیسې له لیکنې سره د میتود له پلوه څه توپیر او کومې ځانګړتیاوې لري؟

سحر: لنډه کیسه او ناول، لکه نور منثور ادبي ژانرونه (رومانونه، طنز، تکل، نمایشنامې …)، د کیسې له لیکنې سره ډېر ورته والی لري، خو د هر یو ژانر ځانګړتیاوې، جوړښت او میتود توپیر لري.

لکه څنګه مو چې د مخه وویل لنډه کیسه په خپل جوړښت کې محدوده ده او هڅه کوي چې په لږه موده کې یوه پېښه، شخصیت یا موضوع روښانه کړي. معمولا یو ځانګړی پیغام لري  پیچلي پېښې او زیات شمېر کرکټرونه نه لري

لنډوالی یې د دې لامل کېږي چې لیکوال اړ وي چې یوازې مهمې پېښې او کرکټرونه ځای کړي. د کیسې پیل، منځ او پای واضح او تر ناول لنډ وي.

ناول د موضوع په لحاظ ژور او مفصل وي او د ډېرو کرکټرونو، پېښو او پیچلتیاوو درلودونکی دی. ناولونه اوږده وي او کیسه په ډاګه کولای شي چې د کرکټرونو، زمان، مکان، او ټولنیزو حالاتو په ژور وضاحت تمرکز وکړي.

ناولونه د ګڼو کرکټرونو او څو اړخیزو کیسو په لرلو سره پیچلتیاوې لري

وخت او فضا په ژوره توګه  پکې څېړل کېږي، او کیسه د کرکټرونو د پرمختګ لپاره زیاته موده اخلي.

طنز په کیسه کې د طنز او مزاح په کارولو سره ټولنیزې ستونزې او کمزورۍ په نښه کوي. دا ژانر هڅه کوي چې د مسخرو، کنایې او ریشخند له لارې پېغام وړاندې کړي. لیکوال د طنز له لارې ټولنیز، سیاسي یا اخلاقي پیغام وړاندې کوي.

تکل یو ډول ادبي لیکنه ده چې شخصي تجربې، افکار، او مشاهدات بیانوي. په تکل کې د لیکوال شخصي ژوند او احساسات روښانه کېږي.

ننداره یا نمایشنامه یو ادبي ژانر دی چې د نندارې لپاره لیکل کېږي او ډراماتیک جوړښت لري او د کرکټرونو ترمنځ د مکالمو له لارې کیسه وړاندې کېږي.

اسطورې د پخوانیو افسانوي کیسو او روایتونو ټولګه ده چې له خیالي کرکټرونو او پیښو څخه ډکې وي. د اسطورو جوړښت په خیالي او افسانوي توکو ولاړ وي. حماسې هغه اوږدې کیسې دي چې د اتلانو، جګړو او لویو کارنامو په اړه خبرې کوي.

لنډه کیسه او ناول په خپل جوړښت کې له نورو ادبي ژانرونو څخه بېل دي، ځکه چې دواړه د یوې اوږدې یا لنډې کیسې په توګه جوړېږي. هر ژانر خپل ځانګړی میتود، ژبه، او موضوعات لري چې د لیکلو پر مهال یې باید په پام کې ونیول شي.

مسعود: تاسې په داستاني ادبیاتو کې مهمې سټې، د پاموړ څېرې، سترې پېښې او د پېښو ارزول او ټولنیز بدلونونه څه ډول څېړئ، او دا راته ووایاست ایا زموږ په ټولنه کې ادیبانو او لیکوالو په خپلو ادبي اثارو کې زموږ ټولنیز شرایط انځور کړي دي او که نه؟

سحر: په پښتو او نورو سیمه ییزو ادبیاتو کې، ادیبانو او لیکوالو د خپلو اثارو له لارې د ټولنیزو شرایطو انځورونه وړاندې کړي دي.

افغان لیکوالان د خپلو شخصي تجربو، ټولنیزو تعاملاتو، او د خپل وخت د ستونزو په اړه لیکنې کوي. دې سره یې د ټولنیزو او کلتوري شرایطو د انځورولو لپاره وسیلې پیدا کړي دي.

په پښتو ادبیاتو کې تاریخي او فرهنګي ارزښتونه زیات ځای لري. لیکوالان د خپلو اثارو له لارې د پښتني کلتور او تاریخ د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د داستاني ادبیاتو سټې، څېرې، او پېښې د کیسې د تحلیل یوه مهمه برخه ده، چې د ټولنیزو بدلونونو، کلتوري ارزښتونو، او تاریخي حالاتو د څېړلو لپاره مهمه وسیله ده. په پښتو ادبیاتو کې، لیکوالو د ټولنیزو شرایطو انځورولو په برخه کې زیات کار کړی دی، چې د ټولنې د وضعیت او بدلونونو په پوهېدو کې مرسته کوي.

مسعود: ستاسې پر اند داستان لیکونکي څه وکړي، ترڅو د هغه مينه وال( مخاطب) يې په چټکۍ سره داستان ته ورننوځي او هغه تر پایه ولولي؟

سحر: زما په نظر په لومړي ګام کې  د کیسې قوي او ښه پیل د لوستونکي توجه جلبوي.

په کیسه کې لوبیدونکي کرکترونه باید جالب، پیچلي او د هغوی رواني حالات د احساس وړ وي.

 د ژبې ښکلا ته پاملرنه  او د کیسې د نثر خوږوالی دغه راز د پیښې د ځای، وخت، او حالت تفصیل په داسې ډول وړاندې کړئ چې لوستونکی له کیسې سره یو ځای سفر وکړي او ځان په پیښه کې شریک احساس کړي. د پېښې یا پیښو لړۍ باید داسې روانه وساتل شي چې لوستونکی یې د پایلو په اړه وړاندوینه و نه کړي او لوستونکی تل له نوو او ناپېژندل شوو واقعیتونو سره مخ شي.

په کیسه کې باید داسې ټکرونه رامنځته شي چې لوستونکی یې د هواري لپاره دلچسپي ولري خو دا ټکرونه باید تصادفي او غیر طبعي نه وي. په کیسه کې تلوسه له پیله تر پایه وساتل شي.

که په لنډو یې ووایو د داستان لیکونکي لپاره مهمه ده چې د کیسې پیل، شخصیتونه، پېښې، ژبه، او شخړې او ټکرونه داسې وکاروي چې لوستونکي په چټکۍ سره کیسې ته ورننوځي او هغه تر پایه ولولي.

مسعود: تاسې هغه داستاني آثار، چې د خیال، رویا او عیني موضوعاتو، پرته لیکل شوي وي څه ډول ارزوې؟

سحر: دا ډول آثار زیاتره  د ریالیزم یا واقعیت‌پالنې په چوکاټ کې راځي. دا داستانونه په خاص ډول پر هغو موضوعاتو تمرکز کوي چې له واقعي ژوند سره ژورې اړیکې لري، پرته له دې چې په خیال یا غیر واقعي عناصرو تکیه وکړي. داسې لیکنې د ورځني ژوند ریښتینې پېښې او حالتونه بیانوي، لکه ټولنیز، اقتصادي او اخلاقي موضوعات. کرکټرونه یې عموماً د عادي خلکو له منځه وي، د هغوی د ژوند ستونزې، احساسات او چلندونه په ریښتیني بڼه انځوروی، د دې ډول آثارو ژبه عموماً ساده، خو روښانه او جدي وي، پرته له اغراق او پیچلتیا. دا آثار د ټولنې ناخوالې، نابرابرۍ او ستونزې ښکاره کوي او د لوستونکو لپاره د ژوند ریښتیني اړخونه وړاندې کوي او د هغو پېښو او حالتونو په اړه یې ژور فکر او پوهاوی ته هڅوي چې په ټولنه کې یې تجربه کوي.

مسعود: تاسې په خپلو داستاني آثارو او لیکنو کې له خپل پلرني ټاټوبي سره خپل ځانګړې اړیکې ساتلي دي او که هغه سوژې مو په کارولي دي چې د سفر او کډوالۍ پر مهال مو په خیال کې راغلي دي؟ او دا راته وویاست آیا د جلاوطنۍ، کډوالۍ درد ستونزو او ناخوالو ستاسې پر لیکنو او داستاني آثارو باندې کوم جوت اغیز لرلی او که نه؟

سحر: زما په اثارو کې لکه د بل هر افغان لیکوال زیاتره د خپل وطن موضوعات ډیر دي نږدې ټولې سوژې مې د ګران وطن افغانستان د خلکو له ژوند څخه را اخیستې دي. د جلاوطني درد طبعآ سخت وي او په شعرونو او داستانونو کې  ځان څرګندوي رحمان بابا فرمایي:

دا دستور دی چې له درده زګیروی خیږي

ګنی څه و د رحمان له شاعريه

له وطنه د لیرې والي دردونه عادي دردونه دي څومره چې د سړي په ژوند تاثیر لري همدومره یې په اثارو کې هم ځان را ښکاروي خو موږ چې هر ځای یو روحآ په وطن کې یو خوبونه مو د وطن وي شعرونه مو د وطن وي او دردونه مو د وطن وي.

مسعود: زموږ یو شمیر پنځوونکي او لیکوال په بیلابیلو دورو کې د مجبوریتونو له مخې له هیواد نه بهر په ایران، پاکستان، اروپا او امریکا کې کډوال شوي دي، پرته له یو شمیر شمیرلي کسانو، نور خپل هیواد ته نه دي تللي.تاسې دغه لامل څه ډول ارزوئ؟

سحر: په تیره تقریبآ نیمه پیړۍ کې زیات شمیر افغانان کډوالي ته مجبور شوي له دې جملې څخه زموږ زیات شمیر لیکوال او شاعران هم د خپل وطن پریښودو ته اړ شول دا که له یوې خوا زموږ د وطن لپاره نه جبیره کیدونکی زیان لري له بلې خوا یې ځینې ګټې هم لرلې دي زموږ لیکوالو په بهر کې نورې ژبې زده کړې او د نړۍ له ادبیاتو سره اشنا شول داچې یو شمیر یې خپل وطن ته بیرته را ستانه نه شول ډیر علتونه لري یو دا چې دوی اوس په بهر کې د ځان لپاره ژوند جوړ کړی دی څوک دندې او کارونه لري اولادونه یې مختلفو ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي بل خوا د افغانستان بې ثباتي چې یو وخت یو ډول حکومت وي او د بیان ازادي وي خو بل وخت بیا بل نظام او چا ته د خپل نظر څرګندولو ازادي نه وي زموږ وطنوال چې ګاونډیو او نسبتآ وروسته پاتې هیوادونو ته مهاجر شوي دي زیاتره یې بیرته نه دي راغلي لیکوال او شاعران مو زیاتره اروپایي هیوادونو ، امریکا، کاناډا او استرالیا ته مهاجر شوي دي چې د ژوند سطحه لوړه او د روغتیا او زده کړو امکانات زیات او ښه دي.

دا چې څوک وطن ته راغلي او یا نه دي را ستانه شوي د هر چا خپله پریکړه ده او د درناوي وړ ده که راشي د وطن په ګټه به وي خو زه ورته یو وړاندیز لرم زموږ لیکوال که په هر هیواد کې دي که د هغو هیوادونو کتابونه زموږ ژبو ته را وژباړي ډیر لوی خدمت به یې کړی وي زه هیله لرم هر بهر میشتی لیکوال دا ملي دنده هیره نه کړي.

مسعود: د یوه داستان او ناول په رامنځته کیدو کې د یوه هیواد بیلابیلې پدیدې لکه جګړه، بیوزلي، او کډوالي او داسې نور… څه اغیز لري؟ تاسې په څپلو آثارو کې جګړه او د جګړې ضد دریځ څه ډول انځور کړی دی؟

سحر: دا پدیدې چې تاسو یې یادونه وکړه د انسانانو په ژوند ژور اغېز لري. لیکوال هم د ټولنې د نورو وګړو په څیر او آن زیات له جګړې، بیوزلي، او مهاجرت څخه متاثر کیږي  نو په دې موضوعاتو داستانونه لیکي.

 جګړه، بېوزلي، کډوالي، سیاسي ناورینونه او نور ټولنیز بدلونونه هغه پدیدې دي چې د یوه داستان او ناول په رامنځته کېدو کې ژور اغېز لري. دا پدیدې نه یوازې د کیسې موضوع او پېښو جوړښت ټاکي، بلکې د شخصیتونو په وده، د کیسې په فضا او ټولنیز پیغام کې هم مهم رول لوبوي. د داستاني ادبیاتو لیکوالان له دې پدیدو څخه ګټه اخلي ترڅو د ټولنې ریښتیني ستونزې او تجربې انځور کړي او لوستونکو ته د ژوند موجود واقعیتونه او پیچلتیاوې وړاندې کړي.

له نږدې نیمې پیړۍ را هیسې د افغان لیکوالو په کیسو او ناولونو کې جګړه او د جګړې له امله رامنځته شوې ستونزې لکه مهاجرت، فقر او سیاسي بې ثباتی ځانګړی ځای لري له هغې جملې څخه زما په اثارو کې هم جګړه او د جګړې ضد موضوعات ډیر دي زما ناول (مینه او جګړه) د افغانستان د جګړې او ‌ډیره برخه یئ د کابل د تنظیمي جګړو په اړه لیکل شوی دی. زما زیاتره لنډې کیسې او آن طنزونه د جګړې په اړه او د مرګپال فکر پر ضد دي.

مسعود: د ځینو لیکوالو پر اند د یوه هیواد ادبیات هغه وخت وده او پرمختګ کوي، چې له سیاست څخه بیل او یا په بله ژبه له هغه څخه واټن ولري، که چیرې دا خبره پر ځای وبولو، د نړۍ ډیرو سترو لیکوالو سیاسي اندیښنې درلودې لکه (کوندرا، داستایوفسکي، چخوف) او داسې یو شمیر نورو، چې ټولو یې سیاسي لرلید درلود، تاسې د یو لیکوال، رو ښاندي او فرهنگي سټې په توګه په دې اړه څه لید لرئ؟

سحر: په دې اړه مختلف لیدلوري شته چې زیاتره له ادبي مکتبونو څخه سرچینه اخلي یو شمیر لیکوال او منتقدین باور لري چې ادبیات هغه وخت ښه وده کوي چې له سیاست څخه لیرې وي او ادبیات باید له هر ډول سیاسي اغېزو او ایډیالوژیکو محدودیتونو څخه ازاد وي ترڅو خلاقیت وده وکړي. که ادبیات له سیاست سره وتړل شي، کیدای شي لیکوال  تر سیاسي فشارونو او ځینو بندیزونو لاندې لیکلو ته اړ شي، چې د ادبي اثارو کیفیت او بېطرفي ته زیان رسوي.

خو ځیني نور لیکوال او ادبپوهان بیا باور لري چې ادبیات او سیاست نه شي جلا کېدای، او برعکس، سیاسي لیدلوری او ټولنیز شعور کولی شي ادبیاتو ته ژوروالی او لا ارزښت ورکړي.

 ادبیات له ټولنیزو او سیاسي حقیقتونو څخه راپورته کېږي. لکه څنګه چې همدې لویو لیکوالو چې تاسې یې یادونه وکړه او ډیرو نورو په خپلو اثارو کې د انسانانو په ژوند کې د سیاسي ستونزو، ټولنیزو فشارونو او اخلاقي مسایلو په اړه لیکنې کړې دي. د دوی سیاسي لیدلوري د هغوی په اثارو کې څرګند دي.

ادبیات په تېرو وختونو کې ډېر ځله د سیاسي او ټولنیز بدلون لپاره وسیله ګرځېدلي دي. لوی لیکوالان لکه داستایوفسکي او چخوف د خپلو سیاسي او ټولنیزو اندیښنو له لارې د خپلو اثارو په واسطه ټولنې ته د نوي فکر، پوهاوي او بدلون بلنه ورکړې ده.

 ډېری وخت، ادبیات هغه وخت خپل ټولنیز ارزښت تر لاسه کوي کله چې سیاسي مسایل او د فرد ازادي تر بحث لاندې راولي. مثلاً د کوندرا په اثارو کې د دیکتاتوري رژیمونو په مقابل کې د فرد مقاومت او ازادي غوښتنه مطرح کېږي. داستایوفسکي هم په خپلو اثارو کې د انسان رواني او فلسفي کړاوونه چې د سیاسي او ټولنیزو فشارونو له امله راولاړېږي، انځوروي.

 ستر لیکوالان اکثرآ د عمومي انساني تجربو له لارې د سیاست اغېزې بیانوي. دوی د سیاست په اړه ښکاره خبرې نه کوي، بلکې سیاست د انساني ژوند په ترڅ کې ښيي. مثلاً، چیخوف په خپلو ډرامو او لنډو کیسو کې سیاسي او ټولنیزې ستونزې په خورا هنري انداز او دقت سره وړاندې کړې دي، پرته له دې چې سیاست په مستقیم ډول محور وګرځوي.

ادبیات او سیاست هم تړاو لرلی شي او هم بېل کېدلی شي، او دا په دې پورې اړه لري چې لیکوال څومره خلاقیت، پوهه او د موضوعاتو وړاندې کولو وړتیا لري.

مسعود: د داستاني آثارو په لیکنه کې سیاست او مذهب، سياسي او مذهبي لاملونه يا فکتورونه د یوه داستان پر منځپانگه، موضوع او مضمون څه اغیز لري؟

سحر: په داستاني آثارو کې سیاست او مذهب دواړه مهم او اغېزناک دي چې د یوه داستان پر منځپانګه، موضوع، او مضمون ژوره اغېزه لري. دا دواړه فکتورونه د بشري تجربو او ټولنیزو جوړښتونو پر اساس ولاړ دي او په تاریخي، کلتوري، او ټولنیزو بدلونونو کې  جوړونکی رول لري، ځکه چې ډېری وختونه لیکوالان له سیاسي او مذهبي مسائلو څخه الهام اخلي. مثلاً، سیاسي بدلونونه، جګړې، انقلابونه، ټولنیزې نابرابري، او ظلمونه هغه موضوعات دي چې د سیاست له امله په داستاني آثارو کې منعکسېږي. په همدې ډول، مذهبي باورونه، روحانیت، عقیدې، او اخلاقي اصول هم د داستان موضوعاتو لپاره الهام بخښونکي کېدای شي.

داستاني آثار اکثره د هغو ټولنیزو او کلتوري شرایطو عکس العمل وي چې لیکوال ورسره مخ دی. سیاسي بدلونونه لکه د استعمار مخالفت، دیموکراتیک حرکتونه، یا د ټولنیز عدالت غوښتنې کمپاینونه، د لیکوال په فکر او نثر کې راڅرګندېږي.

عرفاني ادب هم د مذهبي تحریکونو او تصوف له لارې رامنځته شوی.

په ټوله کې، سیاست او مذهب د داستاني آثارو پر جوړښت او منځپانګه ژوره اغېزه لري، او دا دوه عوامل د لیکوالانو لپاره د الهام او فکر کولو سرچینې وي چې د هغو له لارې خپلې تجربې او نظریات لوستونکو ته وړاندې کوي.

مسعود: له سانسور پرته یوه آزاده او دیموکراتیک تشيال( فضا)، د داستاني آثارو په لیکنو کې د یو لیکوال په هڅونه او لمسونه کې څومره رول او نقش لري؟

سحر: د داستاني آثارو په لیکلو کې یوه آزاده او دیموکراتیکه فضا د لیکوال په هڅونه کې لوی او مهم رول لري. په داسې یوه فضا کې لیکوالانو ته د فکر او بیان آزادي ورکول کېږي، چې هغوی ته د نوو او نوښتګرو نظریاتو، مفاهیمو، او موضوعاتو د څرګندولو زمینه برابریږي او لیکوالان له هر ډول محدودیت پرته خپلو افکارو او تخلیق ته وده ورکوي. د سانسور نشتوالی هغوی ته اجازه ورکوي چې خپلې اصلي او ریښتینې تجربې، احساسات، او نظریات په خورا اخلاص او صادقانه ډول څرګند کړي.

په سانسور لرونکو ټولنو کې لیکوالان مجبور دي چې له سیاسي، مذهبي، یا ټولنیزو ننګونو او شخړو څخه لرې پاتې شي او ډیر څه یې چې په زړه کې وي نالیکلي پریږدي.

 په آزاده او پرانیستې ټولنه کې، لیکوالان کولای شي هغه موضوعات، مسائل او مفکورې وپلټي چې په سانسور شویو ټولنو کې له خطر سره مخامخ دي. دا موضوعات کېدای شي سیاسي فساد، اجتماعي نابرابري، بشري حقونه، د جنسیت او نژاد موضوعات، د منل شویو نظرونو نقادانه ارزونه، او نور مسایل شا مل وي. په دې ډول چاپېریال کې لیکوالان کولی شي د ټولنې یا نړۍ پیچلې او متنازع مسئلې وڅېړي او خپل پېغام خلکو ته ورسوي.

په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې لیکوالان دا فرصت لري چې د ټولنیز او سیاسي بدلونونو لپاره په ازاد ډول خپل نظرونه وړاندې کړي. دوی کولی شي پر واکمنو نیوکې وکړي، د ټولنې نابرابرۍ، ظلم او فساد ته ګوته ونیسي، او د اصلاحاتو او عدالت لپاره لیکنې وکړي.

په یوه آزاد فضا کې، لیکوالان د بېلابېلو فکري او سیاسي لیدلورو په اړه لیکل کولای شي، چې دا د ادبیاتو په تنوع او بډاینه کې مرسته کوي. بېلابېل سیاسي، مذهبي، او فلسفي نظرونه د دې فرصت ورکوي چې ادبي نړۍ ډېره پراخه او رنګینه شي، او لوستونکي له مختلفو مفکورو او کلتوري تجربو سره آشنا شي.

آزاده فضا د انتقادي فکر وده هڅوي، چې په ادبیاتو کې ډیر مهم دی.

په داسې یوه فضا کې لیکوالان نه یوازې د خپل زړه خبرې کوي، بلکې لوستونکو ته د آزادو او بې سانسوره خبرو اوریدلو او په اړه یې د فکر کولو فرصت هم برابروي. د بیان آزادي د دې سبب کېږي چې لیکوالان خپل داستانونه او پیغامونه په اغېزمنه توګه وړاندې کړي، چې دا د ادبياتو او ټولنې دواړو لپاره ګټور وي.

مسعود: ستاسې داستاني آثار د هیواد د ننه او بهر د رادیواوتلویزون له لارې خپاره شوې دي او کره کتنې ورباندې شوې ده او که نه؟ که هغه خپاره شوې دي، تاسې په خپلو وروستیو داستاني لیکنو او هنري کارونو کې يې د هغه اغیز څه ډول څیړئ؟

سحر: هو زما ځینې اثار شعرونه، کیسې او طنزونه د افغانستان د رادیوګانو ، تلویزیونونو او نړیوالو راډیوګانو لکه بی بي سي، ازادي او اشنا راډیو ټلویزیون له لارې خپاره شوي دي او کره کتنې ته هم وړاندې شوي دي. طبعي ده چې د اثارو خپریدل د لیکوال په هڅونه کې ډیر رول لري او کره کتنه لیکوال ته د هغه د اثارو نیمګړتیاوې ډیرې ښې په ګوته کوي او لیکوال د هغو په رڼا کې خپل اثار اصلاح کوي زما په اثارو یې ډیر ښه اغیز درلود. هغو نیمګړتیاوو ته چې زه هیڅ متوجه نه وم د کره کتنې به پایله کې ورته متوجه شوی یم او بیا مې د نورو لیکنو په وخت کې ورته پام کړی دی.

مسعود: ادبي کره کتنه څه ډول ارزوئ، او کله داسې هم پیښه شوې چې تاسې پر خپلو آثارو او یا د نورو لیکوالو پر اثارو کره کتنه ترسره کړې وي؟

سحر: ادبي کره کتنه د ادبي آثارو د تحلیل، ارزونې، او تفسیر پروسه ده چې د یو اثر ادبي ارزښت، منځپانګه، تخنیکونه، او موضوعاتو ته ژور نظر کوي. کره کتنه نه یوازې د اثر ښکلا او تخلیقي اړخونه شنې، بلکې د لیکوال فکر، د هغه ټولنیز او سیاسي چاپېریال، او په ټولنه او ادب باندې یې اغېزې هم څېړي.

کره کتنه د ادبي آثارو د ارزښت او اهمیت په ښه پوهېدو کې مرسته کوي. دا نه یوازې د لوستونکو لپاره د ادبي اثر د معنا او پېغام درک کولو زمینه برابروي، بلکې لیکوالانو ته هم د ځان اصلاح او پرمختګ موقع ورکوي. د کره کتنې پروسه د ادبیاتو د ودې او پراختیا لپاره بنسټیز اهمیت لري، ځکه چې دا د ادب په اړه ژور فکر، علمي ارزونې، او پوښتنې راپورته کوي، او لیکوالان هڅوي چې په خپلو کارونو کې نوښت او ژورتیا ته وده ورکړي.

له تیرو دوو لسیزو را هیسې په افغاني ادبیاتو کې کره کتنه تر پخوا زیاته او تر یو څه حده معیاري شوې ده د ادبي ټولنو په غونډو او مختلفو ادبي بهیرونو کې په ادبي اثارو منظمې کره کتنې شوې دي او همداسې یو شمیر ادبپوهانو او کره کتونکو په داستاني ټولګو او ناولو کره کتنې لیکلې دي. ما هم  په ادبي غونډو کې په کره کتنو سربیره په یو شمیر کیسو او ناولونو نقدونه لیکلي دي، د دې تر څنګ مې پر یو شمیر افغاني فلمونو هم نقدونه کړی دي.

مسعود: په یوه ټولنه کې چې د گروهو(عقایدو) او فرهنګ سانسور وي، ستاسې پر اند پر شاعر، لیکوال او داستان لیکونکي څه نقش و اغیز درلودای شي، څه ډول مبارزه ورته په کار ده ؟

سحر: په هغه ټولنه کې چې سانسور موجود وي، شاعر، لیکوال او داستان‌ لیکونکي له جدي محدودیتونو سره مخ کېږي. سانسور د دوی د بیان ازادي محدودوي، خو دوی کولی شي پخپلو لیکنو کې له کنایې، طنز، استعارو، او سمبولیزم  څخه کار واخلي ترڅو خپلې نظریې ټولنې ته ورسوي. د ښکاره انتقاد پر ځای د پېچلو ادبي ژانرونو او سبکونو له لارې حقایق بیان کړي، او د خپلو لیکنو له لارې د لوستونکو په پوهاوي او فکري بدلون کې رول ولوبوي. هغوی باید د خلاقیت له لارې له سانسور سره مقابله وکړي، او خپل پیغامونه په داسې بڼه وړاندې کړي چې د سانسور په تیارو کې هم اغېزمن وي. نن چې زموږ په ټولنه کې سانسور حاکم دی زیاتره لیکوال نه شي کولای خپل نظرونه په واضیح ډول پخپلو لیکنو کې څرګند کړي خو بیا هم وینو چې ځینې لیکوال او شاعران له کنایې او سمبولیزم څخه په ګټې اخیستنې ځینې لیکنې کوي او خپل نظر په یو شکل څرګندوي په ځینو مشاعرو کې لیدل کیږي چې یو شمیر شاعران پخپلو طنزیه شعرونو کې په واکمن حالت نیوکې کوي.

مسعود: یو شمیر ادیبانو، شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو او نوښتګرانه کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالو منظوم او منثور اثار ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو اثارو ژباړه او یا زموږ د اثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز ښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟

سحر: افغاني ژبو ته د بهرنیو اثارو ژباړه او هم برعکس ډیره مهمه مسله ده چې باید موږ ټول ورته ډیره پاملرنه وکړو له نیکه مرغه په وروستیو کلونو کې زموږ ژبو ته یو شمیر بهرني اثار را ژباړل شوي دي په دې لړ کې ما هم یو شمیر طنزیه کیسې را ژباړلې دي، خو دا بسنه نه کوي لازمه ده موږ د ژباړې یو ملي مرکز ولرو چې له لارې یې هم خورې ورې ژباړې همغږې شې یعني داسې به نه وي چې یو اثر څو کسان او څو څو ځله وژباړل شي او بل به د ژباړې بهیر منظم او ګړندی شي. موږ په جرمني کې د (پل کلتوري ټولنې) په چوکاټ کې د ژباړې مرکز جوړ کړی دی هڅه کوو یو شمیر جرمني اثار پښتو او دري ته وژباړو او هم افغاني اثار جرمني ژبې ته وژباړو. حقیقت دادی چې زموږ په ژبو کې زیات اثار نشته موږ باید ډیر بهرني اثار خپلو ژبو ته را وژباړو دا زموږ د ادبیاتو په پراختیا او پرمختیا کې ډیر مهم رول لري یو خوا زموږ په ژبه کې مختلف اثار زیاتیږي او له بلې خوا زموږ وطنوال له بهرنیو اثار او ادبیاتو سره اشنا کیږي نو په کار ده د بهرنیو کتابونو ترجمې ته زیاته پاملرنه وشی.

مسعود: د هنر، ادب او داستان لیکنو په برخو کې د نړۍ خورا نامتو او پېژندل شوي لیکوال څوک دي، چې د خپله ځانه یې عالي، په زړه پورې او تلپاتي شاهکارونه او آثار تر شا پریښي دي. هیله ده، په دې برخه کې رڼا واچوئ او د دوی نومونه او اثار راته په ګوته کړئ؟

سحر: د داستان لیکنې په برخه کې ګڼ شمېر لیکوالان شته چې په خپلو غوره او تلپاتې اثارو سره یې نړیوال شهرت ګټلی دی دا لیکوالان د مختلفو ژانرونو، موضوعاتو، او فکري او ادبي مکتبونو استازیتوب کوي.  له دې ډلې څخه د ځینو مشهورو لیکوالو او د هغوی د اثارو یادونه کولی شو.

د انګلیسي ژبې تر ټولو مشهورلیکوال او شاعر ویلیام شکسپیر چې مشهور اثار یې هملټ او رومیو او ژولیت دي مشهور روسي لیکوال  لیو تولستوی مشهور آثار یې جګړه او سوله او انا کارنینا بل نامتو روسي لیکوال  داستایفسکي  دی چې مشهور آثار یې قمار باز، د کارامازوف وروڼه، جرم او سزا، بیچاره ګان او تر ځمکې لاندې یاداشتونه دي. ماکسیم ګورکي بل مشهور روسی لیکوال دی چې مهم اثار یې مور، زما پوهنځي  او نور  امریکایي لیکوال ارنست هیمنګوې  مهم اثار زوړ سړی او سیند ، د جګړې په وخت کې مینه.

 ایرلنډی لیکوال جېمز جوېیس مشهور آثار اولیس ، ډوبلینیان او د یوه ځوان هنرمند انځور.  ګابریل ګارسیا مارکز  کولمبیایي لیکوال چې  سل کاله یوازیتوب او د طاعون په وخت کې مینه یې لیکلي دي،  انګلیسي لیکوال جورج اورول  مشهور آثار یې ۱۹۸۴ ، د حیواناتو فارم  او د کشیش لور دي.

چکي لیکوال کافکا چې مسخه ، محاکمه او نور اثار یې مشهور دي.

بله انګلیسي لیکواله ویرجینیا وولف ده چې مشهور آثار یې میرمن دالووي، د فانوس په لور دي.

فرانسوي لیکوال بالزاک مشهور آثار یې زنبق دره، انساني کومیډي، دیرش کلنه ښځه او اوژني ګراند دي، دغه راز روسي لیکوال انتون چیخوف چې تلپاتې لنډې کیسې او ډرامې یې لیکلي دي همداسې نور ډیر لیکوال دي چې نړیوال ارزښت لرونکي اثار یې پنځولي دي.

مسعود: همدا راز موږ افغاني لیکوال لرو چې زیات رومانونه یې کښلي دي لکه: د هیواد د پیاوړي لیکوال ښاغلي داکتر ببرک ارغند د (لبخند شیطان)،( ۱۱۴۳) پاڼې، (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود)، (۵۰۰) پاڼې، (کفتر بازان)، (۵۰۰) پاڼې، ستر او لوی رومانونه د خوږ ژبي لیکوال ښاغلي داکتر صاحب اکرم عثمان  د (کوچهء ما) تاریخي رومان او داسې نور رومانونه لکه: (ښایستو)، (و، نه و یو شپون و) د پوه او مخکښ لیکوال ښاغلي سعدالدین شپون په قلم، (په کور یو لیونی)، د  قدر وړ او ښه لیکوال ښاغلي محمد انور وفا سمندر لیکنه، (مینه او جګړه) ستاسې په زړه پورې اثر او نور… لرو. تاسې څه فکر کوئ زموږ په هیواد کې رومان لیکنه به د سیمې له هیوادونو په تیره بیا زموږ د هم ژبو هیوادونو سره سیالي او رقابت وکړای شي او که نه؟

سحر: په افغانستان کې د رومان لیکنې تاریخ او د لیکوالانو د تخلیقي هڅو په رڼا کې کولای شو ووایو چې افغان لیکوالو د پام وړ آثار رامنځته کړي او د سیمې د هېوادونو سره د سیالۍ وړ آثار وړاندې کړي دي.

لکه څنګه چې تاسې د ځینو مخکښو افغان لیکوالانو لکه ډاکټر ببرک ارغند، ډاکټر اکرم عثمان، استاد سعدالدین شپون، او محمد انور وفا سمندر یادونه وکړه، دې او نورو افغان لیکوالو لکه استاد پسرلي، عبیدالله محک، اکبرکرګر، استاد اسدالله غضنفر، نصیر احمد احمدي، سیامک هروی، ایمل پسرلي ، محب زغم،  اجمل پسرلي، صفیه حلیم،  مصطفی سالک ، عارفه عمرلور، وږمه سبا عامر، توباندا ساپۍ….د خپلو تخلیقي او فکري وړتیاوو له مخې خورا مهم آثار لیکلي دي.

د افغانستان ځانګړو شرایطو لکه جګړې، انقلابونه، او مهاجرتونو هم د لیکوالو لپاره د لیکلو ګڼ موضوعات رامنځته کړي دي.

د دې لپاره چې افغان داستاني ادبیات د سیمې په کچه او نړیواله کچه سیالي وکړي، یو له مهمو عواملو څخه نړیوال بازار ته لاره موندل دي. که افغان رومانونه وژباړل شي او په نړیواله کچه خپاره شي، نو د دې امکان شته چې دا آثار نړیواله پېژندنه ترلاسه کړي. لکه څنګه چې ځینې ایراني او هندي لیکوالان نړیوال شهرت ته رسېدلي، افغان لیکوالان هم کولای شي د خپل ادب غږ نړیوالو ته ورسوي. موږ ډیر داسې اثار لرو چې د سیمې او نړۍ له ادبیاتو سره سیالي کولی شي که دغه آثار په سمه توګه نړیوالو ته معرفي شي او د ژبې له محدودیتونو راووځي، نو ډېر امکان شته چې افغان رومان لیکوالان د سیمې په کچه سیالي وکړي او د نړیوالو لیکوالانو ترڅنګ ودرېږي.

مسعود: موږ غښتلي او پیاوړي لیکوال لرو لکه غوث خیبري، ارواښاد امین افغان پور، اکبرکرګر، عبدالروف قتیل خوږیاني، راحت زاخیلي، او نور… چې د ټولو یادونه ډیر وخت نیسي، خو لکه څرنګه چې ښایي د هغو اثارو په خپراوي او پیژندنه کې د پام وړ کار نه دی شوی. تاسې یې دک و دلیل په څه کې وینئ؟ دولتي چارواکي تل د نشت په اړه خبرې کوي خو هغه څه چې شته د هغو په باب چوپه خوله دي.

سحر: نه یوازې دا قدرمن لیکوالان چې تاسې یې یادونه کړې ده نه دي ستایل شوي او اثار یې خلکو ته ښه نه دي ورپیژندل شوي زموږ نور زیات شمیر لیکوال هم نه دي یاد شوي د همدغو او ځینو نورو محترمو لیکوالو ځینې اثار حتی چاپ شوي نه دي او یا تر ډیرو خلکو پورې نه دي رسیدلي. زموږ یو شمیر لیکوال چې وفات شوي دي ځیني اثار یې چاپ شوي نه دي او ضایع شوي دي دلیل یې ښایي دا وي چې یو خو دولتي ادارې خپل کارونه پخپل وخت او په ښه توګه سر ته نه رسوي او بل موږ داسې خلک یو چې ډیرو مهمو مسایلو ته توجه نه کوو ، په دولتي ادارو حساب باید ونه شي خو زموږ کلتوري ټولنې باید دې ته ډیره توجه وکړي.

مسعود: ستاسې له انده زموږ د هیواد د هنر، ادب او فرهنګ د پراختیا او پرمختګ په لاره کې کومې ستونزې او خنډونه پراته دي. آیا زموږ لیکوال، رسنوال( ژورنالیستان) او د ډلیزو رسنیو کارکوونکي کولای شي د دغو ستونزو او خنډونو پر وړاندې مبارزه وکړي؟ مهرباني وکړئ په دې اړه خپل لید را سره شریک کړئ؟

سحر: په اوسنیو شرایطو کې زموږ د هنر او فرهنګ په لاره کې ډیرې ستونزې شته تر ټولو مهم خنډونه د بیان ازادي نه شتون او اوسني بندیزونه دي چې له امله یې د هنر او فرهنګ په ځینو ډګرونو کې حتی هیڅ کار نه شي کیدلای وروستي بندیزونه خو زموږ د هیواد نیمایی نفوس یعنی میرمنې په دې برخه کې له کار و فعالیته محروموي چې بې له شکه زموږ د هنر او فرهنګ ودې او پراختیا ته ډیر زیان اړوي دا حالت افغان لیکوال او هنرمندان مایوسه کوي دغه راز د مالي سرچینو او ملاتړ نه شتون په دې لاره کې بله ستونزه ده  په اوس وخت کې نه دولتي اړوند ارګانونه نه هم بهرني بنسټونه همکاري کوي زموږ موجودې کلتوري ټولنې یو شمیر د نویو بدلونونو په پایله کې منحل شوې او یو شمیر لیکوال او د دغو ټولنو مسوولین او چلوونکي بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول. د هنر او ادب په برخه کې د معیاري زده کړو کوم سیستم نشته د ژبو او ادبیاتو ، ژورنالیزم او ښکلو هنرونو پوهنځي چې زموږ په ډیرو پوهنتونونو کې شته تحصیلي نصاب یې ډیر زوړ دی او نه شي کولای نوي کادرونه د عصر له غوښتنو سره سم وروزي.

زموږ لیکوال او رسنوال د دغو خنډونو او ستونزو د هواري لپاره باید همیشنۍ او نه ستړې کیدونکې مبارزه وکړي اوس د انترنت زمانه ده د هر چا غږ تر نورو په اساني سره رسیدلی شي  زموږ یو شمیر لیکوال په بهر کې دي او موجود بندیزونه پرې اغیز نه لري دوی کولای شي هر ډول لیکنې وکړي او تر لوستونکو یې ورسوي همدارنګه کولای شي په دولتي اړوندو ارګانونو فشار راوړي چې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي د ځینو هنري او فرهنګي بنسټونو مرستي جلب شي او د پوهنتونونو او فرهنګي بنسټونو د چارو او درسي نصاب د اصلاح لپاره هلي ځلې وکړي دغه راز فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه باید د هنر او فرهنګ د پرمختیا او پراختیا لپاره تر پخوا زیات کار او فعالیت وکړي.

مسعود: تاسې د یو تکړه شاعر، کيسه ليکوال، داستان ليکونکي او آزمایلي ژورنالیست او رسنوال په توګه زموږ د هیواد د ځوان نسل لیکوال پښت ته د شعر و شاعرۍ او داستان لیکنې په برخه کې کومې سلا مشورې ورکولای شئ او وړاندیزونه مو ورته څه دي؟

سحر: ځیني خبرې شته چې کولی شو د خپلو تجربو له مخې یې له ځوانو لیکوالو سره شریکې کړو زما په نظر تر ټولو لومړی مهمه ده چې زموږ ځوان او مبتدي لیکوال مطالعې ته ډیره پاملرنه وکړي، مطالعه د ادبي مهارتونو اساس دی. ځوان لیکوالان باید په پراخه کچه مطالعه وکړي. دا مطالعه باید یوازې د پښتو یا خپل ملي ادب پورې محدوده نه وي، بلکې د نړۍ له بیلابیلو ادبي آثارو، افکارو، او فرهنګونو څخه هم د ګټې اخیستنې هڅه وشي. لوستل د لیکوال ذهن پراخوي، د بیان طریقه پیاوړې کوي، او د نویو لیدلورو لپاره الهام بښي.

زموږ ځوان لیکوالان باید د خپل هېواد، کلتور، او تاریخ ژور درک او پوهه ولري. خپل کلتوري ارزښتونه، ژبني ټکي، دودونه او د خپلې ټولنې ارزښتونه باید په خپلو لیکنو کې ځای کړي.

هره ورځ لیکل او د لیکو تمرین له مبتدي لیکوالو سره ډیره مرسته کوي دا د لیکوال مهارتونه لا پیاوړي کوي. ځیني ځوان لیکوال کله کله له ما پوښتي چې نو څه ولیکو داسې څه نشته چې موږ یې هره ورځ ولیکو، زه ورته وایم اول خو موضوعات بیخي ډیر دي چې باید ولیکل شي که فرضآ هیڅ څه مو په ذهن کې نه در ګرځي ورځنۍ خاطرې ولیکئ دا خاطرې ممکن نن تاسې ته بې اهمیته وي خو د وخت په تیریدو سره ارزښتمنې کیږي،  لیکوالان باید خپل افکار په منظمه توګه په کاغذ ولیکي. لیکنه باید په لومړیو کې یوازې د نظر څرګندولو لپاره وي، او وروسته باید پر خپل کار بیا کتنه وشي او اصلاحات راوستل شي.

بل دا چې ځوان لیکوالان باید له خپلو همزولو او تجربې لرونکو استادانو سره مشوره وکړي او خپل آثار د نقد او ارزونې لپاره وړاندې کړي.

نن سبا زموږ د هیواد په هره سیمه کې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه شته ځوان لیکوالان باید په دې ادبي غونډو کې فعاله برخه واخي.

د داستان لیکنې یوه مهمه برخه د کرکټر جوړونه ده. کرکټرونه باید ژوندي او واقعي انځور شي، نه یوازې په فزیکي بڼه، بلکې په رواني، احساساتي، او اخلاقي لحاظ هم باید ژور انځور شي.

زموږ ځوان لیکوالان باید په لیکنو کې د ژبې  ښکلا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې خپله ژبه روښانه، روانه او اغېزمنه کړي.

د افغانستان ځوان نسل لیکوالان د تخلیقي، ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د لویو ادبي آثارو لیکلو ښه وړتیا لري. که دوی خپلې مطالعې ته پراختیا ورکړي، په ژبه کې نوښتونه وکړي، او د خپل کلتور او تاریخي شالید ژور درک ولري، کولای شي چې مهم ادبي آثار وړاندې کړي.

مسعود: ګران سحر صاحب ستاسې ټولې لیکنې او ادبي آثار د خورا ستاینې او مننې وړ دي، خو هغه آثار، چې مينه والو، لوستونکو او اوریدونکو منلي وي او ډیر یې خوښ کړي وي، راته په ګوته کړئ؟

سحر: مننه ما تر اوسه پورې په دې ډیر فکر نه دی کړی، لیکنې مې کړې دي، فکر مې پرې کړی دی، بیا بیا مې اصلاح کړې دي او چې چاپ شوې دي اتي مې لوستونکو ته ور پرې ایښې دي چې قضاوت پرې وکړي هومره چې زه پرې خبر شوی یم چا مې یو نیم شعر خوښ کړی چا کیسه چا ناول خو که د کتابونو باره کې ووایم( مینه او جګړه ) چې چاپ شو لوستونکو ډیر خوښ کړ او په لږه موده کې ختم شو چې اوس یې زه هم نه لرم. (زه یم تږی، ته اوبه ) زما د شعرونو وروستۍ ټولګه او (د کابل لویه تراژیدي) په نوم زما د ورځنیو یاداشتونو او خاطرو کتاب دی چې د کابل د تنظیمي جګړې پکې مستند شوې دي او ( د ارګ نن او پرون) کتابونه ځینو لوستونکو خوښ کړي دي. ممکن یو نیم بل هم وي خو زه سم پرې خبر نه یم.

مسعود: په پای کې که راباندې داهم ولوروئ چې د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې راسره شريکې کړئ، لابه مو منندوی شم؟

سحر: ښایي د هر لیکوال لپاره خوږه خاطره د هغه د اثارو یا هم لومړني اثر یا لیکنې چاپ وي زما لپاره هم همداسې، کله مې چې لومړنی شعر د غزني په سنایي ورځپاڼه کې چاپ شو او بیا مې لومړنۍ شعري ټولګه (د لمر جنازه) چاپ شوه.

تیرې دوه لسیزې په افغانستان کې د فرهنګي فعالیتونو د عروج کلونه و د افغانستان په پلازمینه او ولایتونو کې ډیرې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه را منځته شول په کابل کې رشاد کره کتنې او افغان ادبي بهیر منظمې اوونیزې غونډې لرلې چې زیات شمیر ځوان لیکوال او شاعران یې وروزل خو په دې منځ کې افغان میرمنې بې برخې وې هغوی به کله کله دې غونډو ته راغلې خو راحت به نه وې ډیرو دغو خویندو چې علاقه یې لرله دا چانس نه درلود چې له موجودو امکاناتو څخه ګټه واخلي چې دا د ټولو لپاره یوه ناکامي وه له نیکه مرغه د بې ریا فرهنګي خدمتګار ډاکترصاحب خوشحال روهي اوڅو خویندو په همکاري مو (میرمن کلتوري ټولنیز بهیر) جوړ کړ او ډیرې افغان شاعرې او لیکوالې خویندې مو تنظیم او وروزلې چې دا مو په فرهنګي ژوند کې ښه خاطره او کامیابي وه.

او ترخه خاطره نه پوهیږم څه ووایم فرهنګي ژوند ټول خوږ وي یوه خاطره به ووایم چې ترخه نه ده خو یوه ناکامي وه هغه دا وه چې یو وخت فکر کوم ۱۳۶۳ کال و زموږ د شاعری د پیل وختونه وو موږ په پکتیکا ولایت کې و او هغه وخت کابل ته و چکر لپاره راغلي و ( افغانستان راډیو) د (ولولې) په نوم ادبي خپرونې پسرلنۍ مشاعره اعلان کړې وه دا مشاعره د حمزه بابا په دې بیت جوړه شوې وه.

چې پسرلی په موسیدو ښکاري

ښکلې ځواني په ویښیدو ښکاري

ما او درمحمد خپلواک هم دې مشاعرې ته شعرونه ولیکل خپلواک صاحب دغه قافیه او ردیف مراعات کړي و خو ما پسرلی ستایلی و نور مې د مشاعرې بیت په پام کې نه و نیولی خو فکر مې کاوه چې د خپلواک تر شعر به زما شعر ډیر ښه وي. له مشاعرې مخکې ما او خپلواک ارواښاد نصرالله حافظ ته خپل شعرونه ولوستل. حافظ صاحب د خپلواک صاحب شعر خوښ کړ ماته یې په تمسخر وویل دا دې څه لیکلي دي؟ ویل دا لکه په اتڼ کې چې نور په یوه خوا اوړي او منظم اتڼ کوي خو ته په بله خوا اوړې ملګري خپلواک خو لا همالته راباندې وخندل. زه ډیر مایوسه شوم. هغه وخت زما لپاره ډیره ترخه خاطره وه  اوس یې چې را یادوم او محترم حافظ صاحب مې را یادیږي ماته ترخه نه بلکې خوږه خاطره ښکاري د حافظ صاحب او خپلواک صاحب یادونه دې تل وي.

په درنښت، پښتنی او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب