پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاوچا په ژمي کې د افغانانو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیون...

اوچا په ژمي کې د افغانانو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د خورا اړو افغانانو د اړتیا لپاره د ۶۰۳ میلیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه.

اوچا د افغانستان ۱۷۱ ولسوالۍ د لوړ لومړیتوب لرونکي او ۲۷۷ ولسوالۍ په منځنۍ کچه مرستو ته محتاجې سیمې بللي دي.

 دا اداره ټینګار کوي چې۱۰۴ میلیون ډالره تر ژمي مخکې په فوري ډول پکار دي چې د ژمي تر رارسیدو وړاندې هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې په ژمي کې د مرستو رسول ورته ګرانه دي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. خو د اړتیاوو له زیاتېدو سره سره، د مرستو د کمېدو په اړه جدي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اړتیا وړ بودجې یوازې په سلو کې څه کم ۲۵ یې ترلاسه کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې ځینې کتونکي وايي چې نړیوالې مرستندویې موسسې د مرستو د پام وړ برخه په لوړو معاشونو او امتیازونو لګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب