چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کي؛ د امن په هکله تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کي؛ د امن په هکله تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

 (لومړې برخه)

   د تاریخ له نظره د نړیوالو حقوقو د قواعدو او تعاملاتو مخینه لرغونې یونان ته رسیږي. دغو حقوقو د تکامل مختلف پړاوونه شا ته بریښې دې؛ وروستنی تکاملي بهیر يي له نولسمې پیړۍ سره سمون خوري؛ چې د نړیوالو حقوقو د معاصرې زمانې په نامه یادیږي، د دغه پړاو یوه لویه ځانگړتیا دا ده چي د نړیوالو تعاملاتو تر څنگ؛ نړیوال معاهدات د دې حقوقو د اصلي سرچینې په توگه پیژندل کیږي او د سلسله مراتبو له مخې، د نړیوالو حقوقو د لومړني مصدر په توگه پیژندل کیږي.

   په نولسمه پیړۍ کې د صنعتي انقلاب او د استعماري قوتونو د عظمت غوښتونکو او رقابتي اقداماتو په پایله کې گڼ شمیر وړې او لویې جگړې شوي؛ چې د هرې جگړې او ‌منازعې په پای کې د سولې تړونونه او معاهدات لاسلیک کیږي چې د امن د تړونونو په نامه سره شهرت لري.

   دا ټکی هم د یادونې وړ دی چې اکثر دغه تړونونه په نابرابره توگه د زرورو هیوادونو له خوا پر ماتي خوړولو او یا بې وزلوهیوادونو‌ باندي تحمیل شوي دي.

     په دې لیکنه کې په لنډو کې دا معاهدات در پیژنو.

  ۱ – بدا جوز معاهده (Treaty of Badajoz): دغه معاهده د ۱۸۰۱ کال د اپریل په میاشت؛ هغه وخت د فرانسي او پرتگال تر منځ لاسلیک شوه؛ کله چې ناپیلون بناپارت د فرانسي واکمن د اسپانیانو په مرسته د پرتگال بندورنه قبضه کړل، د پرتگال پاچا د ناپیلون دا اقدام و نه مانه او فرانسویانو دغه معاهده د پرتگال د بهرنیو چارو په وزیر باندي په زوره لاسلیک کړه. د دې معاهدي مفاد دا ؤ:

 –  د فرانسې او ‌پرتگال ترمنځ د امن له پاره پرتگال به خپل ټول بندرونه له معاوضې پرته د فرانسویانو په واک کې ورکوي. او فرانسه به په خپله خوښه که چیري وغواړي معاوضه؛ به ورکوي؛

 – په پرتگالي بندرونو کې به انگریزانو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي؛

 – پرتگال به د دریو کالونو په اوږدو کې ۹ میلیونه فرانکه فرانسې ته تاوان ورکوي؛

 – پرتگال به اسپانيا ته OLIVENZA سیمه ورکوي او خپل پوځونه به له دغه هیواد څخه باسي او همداشان به په برازیل کې به هغه برخه چې د پرتگال حصه ده، فرانسې ته حواله کوي؛

 – د دې جگړي په پایله کې به شل زره پرتگالي پوځیان او بزگران؛ فرانسې او اسپانیا ته د کرهنیزو چارو له پاره استول کیږي.

  د یادونې وړ ده چې د ناپیلون له مرگ څخه وروسته پرتگالیانو دغه تړون عملي نه کړ؛ بلکې د جگړو په زور یي خپل استعمار د هند، مکسیکو، ارجنتاین او جرمني په لور وغځاوه.

 ۲- د نانجینگ تړون (Treaty of Nonking): دغه تړون د تریاکو له لومړۍ جگړې څخه وروسته د چین او بریتانیا له خوا په ۱۸۴۲ کال لاسلیک شو؛ چې په حقیقت کې د برتانیا د استعمار قوت یې په آسیا کي ثابتاوه.

 د دغه تړون له مخې انگریزانو دا امتیاز تر لاسه کړ چې د چین له ټولو بندرونو څخه په سوداگریزو موخو گټه واخلي او برسیره پر دې د هانگ کانگ جزیره به د۹۹کالونو له پاره د برتانیا په ملکیت کې وي.

  د هانگ کانگ سیمه بیا وروسته په ۱۹۹۷ کا بیرته د چین د قلمرو جز شوه، چې اوس د چین د خلکو د جمهوریت د خاورې یوه برخه ده.

 ۳ – د گودالیوپ هیالگو تړون (Treaty of Guadalupe Hidalgo): د ا د امن یو نا برابر تړون دی چې د امریکا او‌ مکسیکو ترمتځ د تگزاس د سیمې د لاسته راوړو په سر له ۱۸۴۶ څخه تر ۱۸۴۸ کاله د جگړې په پای کې د دواړو هیوادو تر منځ لاسلیک شو چې په پایله کې یې مکسیکو خپله نیمه خاوره له لاسه ورکړه.

 د دغه تړون لوی ټکې دا ول:

 – مکسیکو به د ریو گریندي دریاب او جنوب ختیځې سیمې چې له تگزاس سره پولې لري؛ امریکا ته سپاري؛

– کلیفورنیا او نیو مکسیکو سیټي به امریکا ته سپارل کیږي؛

–  په بحرالکاهل کې څوارلس سوه کیلومتره مربع د مکسیکو حدود او جزایر امریکا ته سپارل کیږي او په عوض کې به یې امریکا ۱٫۵ میلیونه دالر مکسیکو ته ورکوي؛

– د امریکا د وگړو د تاوان له پاره مکسیکو ومنله چې دا تاوان به پرې کوي.

بیا وروسته په ۱۹۱۲ کې مکسکو سیټي؛ بیرته مکسیکو ته ورکړل شوه.

                                      نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب