چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهله احمد مسعود سره اختلاف، د ط ضد مقاومت مهمه غونډه لغوه...

له احمد مسعود سره اختلاف، د ط ضد مقاومت مهمه غونډه لغوه شوه

تاند:(دوشنبه، د ثور نولسمه) راپورونه وايي، چې د اتريش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو پر ضد د افغان سیاستوالو يوه مهمه غونډه له دې کبله لغوه شوې، چې ځينو ګډونوالو یې د احمد مسعود له مشرۍ سره  مخالفت درلود.

 د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې وه، د مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱ مې د اترېش په پلازمېنې ویانا کې د محمد یونس قانوني په مشرۍ د طالبانو مخالفو سیاستوالو یوه لویه ناسته وشي خو معلومات ښیي د دې ناستې ‏د جوړېدو تصمیم هغه مهال لغوه شو چې محمدیونس قانوني او څو تنو نورو د جبهې د مشر په توګه د احمد مسعود له منلو سره مخالفت وکړ.

‏د دغو معلوماتو پر بنسټ استاد سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، احمدضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، رحمت الله نبیل، تادین خان، فضل احمد معنوي، احمدولي مسعود او احمد مسعود هغه کسان وو چې په دې ناسته کې، چې د محمد یونس قانوني په ابتکار جوړیده، د ګډون بلنه منلې وه.

‏په ویانا کې د دې ناستې د جوړولو زمینه په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري او د یونس قانوني ورور چې د سفیرې مرستیال دی، برابره کړې وه.

د دې غونډې او لغوه کیدو د راپورونو په اړه یې یادو کسانو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود لومړنی کس و، چې په خپله مشرۍ یې د طالبانو خلاف د مقاومت د ملي جبهې په نوم وسله واله ډله په پنجشير ولايت کې اعلان کړه.

دې ډلې پنجشېر ته د طالبانو د ننوتلو د مخنيوي لپاره جګړه کوله، خو له دواړو لوريو څخه تر درنو تلفاتو وروسته طالبان د پنجشېر په نیولو بریالي شول.

په پنجشير او ځينو نورو ولايتونو کې اوس هره ورځ د طالبانو خلاف د شاوخوا لسو وسله والو جبهو تر چتر لاندې د وسله والو فعالیتونو ادعاوې کیږي، خو طالبان یې د ټولو موجویت ردوي او د خپلو وسله والو مخالفانو د ځپلو ګواښ کوي.

د طالبانو تر څنګ د دوی وسله والې مخالفې ډلې هم ګڼ منتقدان لري او ډېر ځله بې طرفه شنونکي د دواړو لوريو په افراطي ذهنيت، بهرنيو هېوادونو ته په وفادارۍ او خلکو ته په اړولو زیانونو کې د توپير د کموالي خبره کوي.

3 COMMENTS

  1. دالاندې یادشوي کسان هریو : استاد سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق، احمدضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، رحمت الله نبیل، تادین خان، فضل احمد معنوي، احمدولي مسعود او احمد مسعود هغه کسان وو چې په تېرو شلو کلونو کې په مستقیم ډول د دولت واکمنان او لوبغاړي ول . دوی هریو جنګي او جرمي سابقه لري. هغوی د پردیو خصوصا پنجاب او آخندي ایران جاسوسان ، جنګسالاران ، غاصبان ، فاسقان او د ملت د سرمایی غله دي . ایکاش دوی له ټالبان نه یو څه متفاوت او خپل هېواد او ولس ته صادق وای . همدوی ول چې د افغانستان د ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني په مقابل کې راپورته شول . مرکزي دولت یې ضعیف او بې اعتباره کړ . د جمهوریت د سقوط په شپو کې پنجاب ته پناه یووړه او له هغه ځایه تاجکستان ، ایران ، ترکیې او اروپایی هېوادونو ته وتښتېدل .
    تاسو د پنجشیرانو د پیغمبراو د افغانستان ملي خایین، له روسانو سره پروتوکولي ، د معدنونو غله قبر وګورئ چې څومره مجلل جوړ شویدي . په دغو غصب او غلاشویو دالرو به څو فابریکې ، څوښوونځي او څو روغتونونه آباد شوي ول ؟
    د یونس غیر قانوني ټوله کورنۍ ديپلوماتان شول او د خپلې مزې چړچې کوي .

  2. واحدی صاحب، السلام علیکم بالکل سم وایی. استاد سیاف خو په هر تریتب سپین ږیر ی ده، شاید شمال ټلوالی او لنډغرو غولولی وی او ممکن حاضر نشی او سمبولیک یی نوم راغلی خو دا نور لکه کریم خلیلي، محمد محقق، احمدضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، رحمت الله نبیل، تادین خان، فضل احمد معنوي، احمدولي مسعود او احمد مسعود دا ټول قاتل، فاسق، خاین، متعصب او فاسد خلک دی. یونس قاونونی چی وزیر داخله او وزیر داخله و تاسی یی در یاد کړی چی څومره غلاوی او فجایع ی ترسره کړی. د ډاکتر نجیب الله له سقوط وروسته یی دکورنیو جګړو په ترڅ کی څومره فجایع وکړل او خلیلی او مقق خو هم پیژنی ، خو زه دی رحمت الله نبیل احمق ته هم حیران یم سی دا څنګه ورسره ده؟؟؟

  3. امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه د ګډو همکاريو هوکړه وکړه
    https://taand.net/?p=208412
    متقي: بريتانوي استازي د وسله وال مخالفت د نه ملاتړ ډاډ راکړ
    https://taand.net/?p=207772
    یعقوب مجاهد: د پاکستان بریدونه مو د ملي مصالحو لپاره برداشت کړل
    https://taand.net/?p=207854
    د پرزول شوي جمهوري نظام استازي له پاکستان څخه نړیوالو ته شکایت وکړ
    https://taand.net/?p=207523
    يونيسف د پاکستان بمبارۍ کې د ۲۰ افغان ماشومانو مړينه تاييد کړه
    نبیل: ISI د پاکستانيانو د شکنجې لپاره عمران خان صدراعظم ټاکلی
    https://taand.net/?p=200230
    ایراني رسنيو دوستم د داعش پروژې په ملاتړ تورن کړی
    https://taand.net/?p=207574
    د دوستم په مشرۍ د « قطعه ګرګ» په نوم چريکي ډلې د ط خلاف جنګ اعلان کړ
    https://taand.net/?p=208483
    د ISI مشر احمد مسعود، دوستم، عطا او محقق سره لیدلي
    https://taand.net/?p=204753
    تاند: ( يکشنبه ، د دلوې څلور ویشتمه)‏ ‏د اينډيډیټ فارسي رسنۍ په يوه تازه راپور کې راغلي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو رييس جنرال نديم احمد انجم ترکېې ته تللی او هلته يې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلې ځینو مشرانو سره لیدلي دي.

    ويل شوي، چې نوموړي په انقره کې له مارشال عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور او حاجي محمد محقق سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خپل نظرونه سره شريک کړي دي.

    سرچینې دا هم ويلي، چې د پاکستاني استخباراتو مشر له دې لیدنې مخکې د سیمې په یوه هېواد کې د طالبانو خلاف د مقاومت د يوې بلې ډلې مشر احمد مسعود سره هم ليدلي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

    دغو کسانو د دغو ادعا شويو لیدنو په اړه څه نه دي ويلي.

    که څه هم انډیپنډنت فارسي معتبره خپرونه نه ده او مخکې یې هم ځینې راپورونه ناسم ثابت شوي خو دې ته په کتو چې د پخوانۍ شمال ټلوالې مشرانو د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې هم له پاکستان سره نيږدې اړيکې لرلې، دا اختمال شته چې د آی ایس آی مشر یې د لیدو لپاره ترکیې ته تللی وي.

    د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني یوه نيوکه پر دغو ډلو دا وه، چې له طالبانو سره د سولې بهير کې د جمهوريت له واحد صف سره ودريږي، خو يادو ډلو د پاکستان او نورو طالب پلوو هېوادونو په منځګړتوب له طالبانو سره مستقیم مذاکرت ترسره کول.

    د ځینو شنونکو په باور، د جمهوري نظام د سقوط یو اصلي دلیل له نظام سره د همدغو جنګسالارانو نه دريدل او د جمهوري نظام د لیکې کمزوري کول وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب