یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهیعقوب مجاهد: د پاکستان بریدونه مو د ملي مصالحو لپاره برداشت کړل

یعقوب مجاهد: د پاکستان بریدونه مو د ملي مصالحو لپاره برداشت کړل

تاند:( یکشنبه، د ثور څلورمه) د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د خپل پلار او د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د نهم تلین په مناسبت په لومړي ځل یوې جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.

هغه د افغانستان د ملي ټلويزيون په تالار کې جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې په افغانستان کې «د اشغال خاتمه او د بشپړ شرعي نظام جوړیدل» يې د پلار ارمان او اصلي هدف و.

مجاهد وویل، اوس چې دې هدف ته رسېدلي یوو، نو د نظام ساتنه زموږ د ټولو ګډ مسوولیت او دنده ده.

نوموړي، د خپل پلار په تېر ژوند هم خبري وکړي او ویې ویل چې ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان د «اشغال» په وخت کې خپل ټول عمر په افغانستان کې تېر کړ او هیڅ کوم بهرني هېواد ته نه دی تللی.

د مجاهد په وینا، د پلار د دې کار موخه يې دا وه چې د بهرنیو هېوادونو او استخباراتو تر تاثیر لاندې رانشي، او خپلواک پاتې شي.

نوموړي وویل، چې ملا محمد عمر مجاهد داسې مهال د افغانستان واکمن شو چې دلته د هېواد د تجزيې لپاره په ټول توان سره هڅې روانې وي؛ خو نوموړي په خپل کلک عزم د تجزيې دغه شوم پلان شنډ کړ.

ملا یعقوب هغه ګونګوسې رد کړې چې ګواکې پلار یې له هېواد نه بهر وفات شوی دی.

ده وویل، چې پلار يې د امریکا تر برید وروسته د ژوند پاتې ۱۳ کاله د زابل په سیورې ولسوالۍ کې تېر کړي او همالته وفات شوی دی.

مولوي محمد یعقوب مجاهد پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته هم اشاره وکړه او په وینا يې دغه پېښه يې د هېواد د ملي مصالحو له کبله برداشت کړې او که چيرې بیا تکراریږي؛ نو ښايي برداشت نه شي.

نوموړي په هېواد کې د وروستیو چاودنو او نا امنیو په اړه هم خبرداری ورکړ چې عاملین به يې خپلو موخو ته ونه رسيږي او له پښو به وغورځول شي.

د پاکستان له لوري د افغانستان د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته دا لومړی ځل دی، چې ملا یعقوب مجاهد په یوه غونډه کې څرګندېږي او د پاکستان په اړه د « برداشت» خبرې کوي.

هغه مخکې د پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو خلاف توند خبرداري ورکړي وو او طالب مبلغينو له دې کبله د نوموړي ډېره ستاېنه کوله.

د طالبانو د دفاع وزیر په نننۍ وينا یو شمېر افغانانو نیوکې کړي او ويلي، چې هغه لږ تر لږه دغه بریدونه ونه غندل، قربانیانو ته یې تسلیت ونه وايه او دا یې روښانه نه کړه، چې پاکستان سره په دې اړه څوک غږيدلي کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب