یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لار بېرته پرانیستل شوه

د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لار بېرته پرانیستل شوه

تاند(دوشنبه، د ثور ۴مه) د ایران د دوغارون بندر اداره وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوقارون- اسلام کلا لاره له بندېدو یوه ورځ وروسته نن بېرته پرانیستل شوه.

په دوقارون کې د ایران د بندري ادارې ویندوی سیدروح الله لطیفي د خپل هیواد مهر خبري اژانس ته په مرکه کې وویل چې څو ساعته مخکې بندر پرانیستل شو او د تجارتي مال لومړی کانتینر افغانستان ته په نورمال ډول واوښته.

ده په عین حال کې وویل، سره له دې چې دوقارون بندر پرانیستل شوی، پکار ده چې سوداګر افغانستان ته د مال تر لیږلو مخکې د دوقارون ګمرک له عمومي ریاست سره همږغي وکړي.

پرون د ایران پوله ساتو او افغان طالب پوله ساتو د هرات د اسلام کلا او د ایران د دوقارون ترمنځ نښته وکړه او ورپسې ایران خپل کمرکونه او لار بند کړل.

د راپورونو پر اساس،  د هرات ولایت په اسلام کلا کې طالبانو له ایران سره په پوله کې یو سړک پخاوه چې د ایراني ساتونکو له مخالفت سره مخامخ شول.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پرون په یوه بیان کې تایید کړه چې افغان لوري بې له دې چې له ایراني خوا سره مخکې تر مخکې همږغي وکړي د اسلام کلا- دوغارون په سیمه کې غوښتل چې سړک جوړ کړي.

قُمي ادعا کړې چې دا سړک د دوو هیوادونو ترمنځ د پولې سرغړونه وه او له همدې کبله ایراني پوله ساتو د هغه مخه ونیوله.

په اسلام کلا بندر کې د افغانستان د طالبانو مرستیال کمیشنر مولوي همایون همت بیا وايي چې د ایراني ځواکونو یو پوځي موټر د افغانستان خاورې ته راواوښت او ځايي افغان ځواکونو ونیوه.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی قُمی دا هم ویلي و چې دا مسله یې د طالبانو له کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره مطرح کړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې د سړک د جوړولو کار باید ودرول شي او دا مسله دې د ګډ سرحدي کمیسیون په وسیله هواره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب