Homeخبرونهنبیل: ISI د پاکستانيانو د شکنجې لپاره عمران خان صدراعظم ټاکلی

نبیل: ISI د پاکستانيانو د شکنجې لپاره عمران خان صدراعظم ټاکلی

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل د پاکستان استخباراتي اداره آی ايس آی د پاکستانيانو په شکنجه کولو تورنه کړې او ويلي، چې دغه اداره په مختلفو بڼو دا کار تر سره کوي.

نبیل دا څرګندونې په خپله ټويټر پاڼه کې د پاکستان د مالیې د پخواني وزير اسحق دار د هغو نيوکو له ريټويټ کولو سره کړي، چې د پاکستان د مخ په زوال اقتصاد په اړه يې کړي.

اسحاق دار ویلي، چې د عمران خان حکومت د پاکستان د اقتصادي نظام د پاشلتيا سبب شوی.

دار، دغه راز ویلي چې په پاکستان کې د عمران خان د حکومت ناسمو تګلارو د بې کارۍ، فقر او نورو ستونزو کچه زياته او داخلي تولیدات یې خورا کم کړي.

رحمت الله نبیل بیا ویلي، چې عمران خان د پاکستاني استخباراتو لخوا په دې خاطر صدراعظم شوی، چې پاکستانيان شکنجه کړي.

نبیل له پاکستاني سياست جوړونکو غوښتي، چې په سیمه کې د ترهګریزو مداخلو پر ځای پر خپلو کورنيو ستونزو تمرکز وکړي.

پاکستان په وروستيو کې د نړیوالو پورونو او د دغو پورونو د سود د زياتوالي، په افغانستان کې د ولسمشر غني د حکومت پر مهال د اقتصادي مارکيټ د خرابېدو او نورو ستونزو له کبله سختو اقتصادي صدمو سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...