پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد پرزول شوي جمهوري نظام استازي له پاکستان څخه نړیوالو ته شکایت...

د پرزول شوي جمهوري نظام استازي له پاکستان څخه نړیوالو ته شکایت وکړ

تاند:( دوشنبه، د حمل ۳۰ مه) ‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د استازيتوب سرپرست نصير احمد فایق په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو څخه دغه نړیوال سازمان ته شکایت کړی دی.

فایق زياتوي:« په کونړ او خوست ولایتونو کې د خلکو پر کورونو د پاکستان هوايي بریدونه، د افغانستان پر حریم څرګند تېری دی.»

نوموړي ټینګار کړی، چې په رسمي توګه یې امنیت شورا ته شکایت کړی او د دغه ډول کړنو د چټک درېدو او د ملګرو ملتونو د قانون پر بنسټ ورته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.

پاکستاني الوتکو څو شپې مخکې په خوست او کونړ ولايتونو کې د بمبارۍ پر مهال لسګونه وزيرستاني کډوال او د کونړ اوسیدونکي ووژل.

د طالبانو لوړ پوړو چارواکو لږ تر لږه تر اوسه د دې بمباریو د تلفاتو ارقام هم نه دي رسنیز کړي.

له دې کبله د طالبانو د حکومت چارواکي د خلکو سختو نيوکو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب