تاند:( دوشنبه، د حمل ۳۰ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې د ازبکستان پر ترمذ راکټي بریدونه رد کړل.
دغه وزارت ويلي، چې په خواله رسنیو کې په دې اړه خپرې شوې اوازې په کلکه ردوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان او ازبکستان پر پوله وضعیت عادي دی.
مخکې د داعش ډلې خراسان څانګې د یاد شوي برید ادعا کړې او مسووليت پر غاړه اخيستی و.
ازبکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.