Homeخبرونهکابل: ۲ روغتونونو ته له نننیو چاودنو ۳۳ مړي او ټپيان ور...

کابل: ۲ روغتونونو ته له نننیو چاودنو ۳۳ مړي او ټپيان ور وړل شوي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۳۰ مه) سره له دې، چې د طالبانو امنيتي چارواکو په کابل کې د نننیو چاودنو د وژل شويو شمېر ۶ تنه ښودلی، خو په جناح او ايمرجنسي روغتونونو کې سرچينو د دې چاودنو له کبله يوازې دوی ته د ۲۲ وژل شویو کسانو د جسدونو او ټپیانو د وړلو خبر ورکړی.

په دې کسانو کې د وژل شويو او ټپي شویو شمېر او شهرت په کره توګه نه دی په ډاګه شوی.

د ايمرجنسي روغتون سرچینو ویلي، چې په قربانیانو کې له ۱۶ څخه تر ۱۹ کلونو پورې عمر لرونکي کسان هم شامل دي.

 د طالبانو له لوري په کابل امنیه قومندانۍ کې ټاکل شوي ویاند خالد ځدراڼ په نننيو چاودنو کې د ۶ تنو وژل کيدل او د ۱۱ تنو ټپي کیدل تایید کړي دي.

د راپورونو له مخې، يوه چاودنه د دشت برچي سيمې په ممتاز تعليمي مرکز او عبدالرحيم شهید لېسه کې شوي دي.

نن په کابل کې د ایران يوه پخواني سفير طالبان د افغان اهل تشيعو په امنیت ساتلو کې په پاتې راتلو او بې مسوولیتۍ تورن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...