Homeخبرونهد شیعه علماوو شورا د جګړې د پلانونو مخالفت وکړ

د شیعه علماوو شورا د جګړې د پلانونو مخالفت وکړ

تاند:( دوشنبه، د حمل ۳۰ مه) د افغانستان د شیعه علماوو شورا نن په یوه اعلامیه کې د جګړې هڅولو د هڅو مخالفت وکړ.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې نن وویل، چې د هرې جګړې پیل او دوام په هېواد کې د مېشتو خلکو په خير نه دی.

یادې شورا پر ټولو افغانانو، په خاص ډول شیعه ګانو غږ وکړ، چې په حقیقي او مجازي فضا دواړو کې د جګړې غوښتلو له شعارونو سره ملګري نه شي.

د شیعه علماوو شورا په دې اعلاميه کې دغه راز له رسنيو غوښتي، چې د جګړې د مخنيوي لپاره پیغامونه خپاره او د بدو پېښو مخه ونيسي.

د شیعه علماوو شورا په دې اعلاميه کې همدا شان، له ایران او پاکستان سره د اړیکو ترینګلتیا کې په يو ډول د دغو هېوادونو څنګ نیولی او له طالب چارواکو یې غوښتي څو له دغو هېوادونو سره د اړيکو ښه کیدو ته هڅې وکړي.

د دې شورا په اعلامیه کې له ګاونډيو هېوادونو سره ترينګلې اړيکې هېواد ته « خطرناکې» ګڼل شوي.

دغه راز په طالبانو غږ شوی، چې په عملي ډول د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو لپاره هڅې وکړي.

په وروستيو کې د طالبانو خلاف د جګړې هڅې او عملي ګامونه په زیاتیدو ښکاري.

د هزاره ګانو ځينې مشران له دې کبله، چې په لومړي ځل په کابل ښار کې په رڼا ورځ ۴ طالبان د کابل په لویدیزه او هزاره مېشته سيمه کې ۴ طالبان ووژل شول، په تبلیغیدونکې جګړه کې د دوی د قرباني کيدو نه وېرېږي.

څو ورځې مخکې د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستيال او تر ټولو لوړپوړي هزاره طالب مقام عبدالطيف نظري د طالبانو خلاف جنګي ډلو ته خبرداری ورکړ، چې د ده په وينا په هزاره ګانو کې ځای نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...