سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کابل په یوه ښوونځي کې چاودنې ۶ تنه وژلي او ۱۱...

د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنې ۶ تنه وژلي او ۱۱ ژوبل دي

تعقیبي راپور

د کابل په لوېدیځ په یوه ښوونځي کې د نن ورځې په چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په عبدالرحیم شهید ښوونځي کې چاودنې لږترلږه ۶ تنه وژلي او ۱۱ نور ژوبل کړي دي.

 ځدارڼ وویل چې دا د مرګ ژوبلو لومړنۍ شمېرې دی او کېدای شي تلفات تر دې واوړي.

د ځدراڼ په وینا چاودنه د انګلیسي ژبې د زده کړې په یوه مرکز کې شوې خو ده په دې اړه څه ونه ویل چې ایا چاودنه د اېښودل شوي بم په نتیجه کې وه او که د چاودېدونکو موادو له کبله.

راپورونه وايي چې دوې نورې چاودنې هم شوي دي خو د کابل د پولیسو ویندوی د نورو چاودنو او په هغو کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې چاودنې ډېرې کمې شوې دي.

په کابل کې چاودنې، د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۳۰ مه) د کابل ښار په لویدیزه هزاره مېشته سیمو کې نن پر دوو تعلیمي مرکزونو چاودنې شوي.

د راپورونو له مخې، يوه چاودنه د دشت برچي سيمې په ممتاز تعليمي مرکز او عبدالرحيم شهید لېسه کې شوي دي.

سرچينو د ‌درېيمې چاودنې خبر هم ورکړی، خو نور جزییات یې نه دي څرګند شوي.

د درېیمې چاودنې په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي.

د‌ طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ګومان کېږي، چې د چاودنو مسوولیت به داعش ډله پر غاړه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب