سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهترکیې له نژدې ۱۰ افغانانو خپل هیواد ته د ستنېدو سندونه په...

ترکیې له نژدې ۱۰ افغانانو خپل هیواد ته د ستنېدو سندونه په زور اخیستي

تاند(سې شنبه، د حمل ۳۰مه) د ترکیې د ازمیر د مدافع وکیلانو ټولنه وايي چې د د غه هیواد حکومت له نژدې ۱۰۰ تنه افغان کډوالو په زوره لاسلیکونه اخیستي چې ګواکي په خپله خوښه افغانستان ته ځي او د هغوی د جبري ستنولو پروسه یې هم پیل کړې ده.

دې ټولنې د دې غیرقانوني عمل د ترسره کوونکو خلاف شکایت درج کړی دی.

د ازمیر د مدافع وکیلانو ټولنه وايي، له دغو افغان کډوالو سره د اخراج په مرکز کې (له ترکیې څخه د ایستلو) ناوړه چلند ناوړه چلند شوی او حتي وهل – ټکول شوي دي خو وروسته له دې چې دې ټولنې شکایت ثبت کړ، له کډوالو سره چلند بدل شو.

د ترکیې د میزوپوتامیا خبري اژانس د راپور له مخې، د ازمیر د مدافع وکیلانو ټولنې اعلان وکړ چې په دې اړه یې معلومات د اپریل په ۱۷ مه ترلاسه کړل چې نژدې ۱۰۰ افغان کډوال او پناه غوښتونکي شکنجه شوي، بد سلوک ورسره شوی او مجبوره کړای شوي چې په خپله خوښه خپل هیواد ته د ستنېدو سندونه لاسلیک کړي.

د ازمیر د مدافع وکیلانو ټولنه وايي، له دغو افغانانو په زوره د ګوتو نښې اخیستل شوي څو ثابته کړي چې هغوی په خپله غوښتل چې افغانستان ته لاړ شي.

د ازمیر د مدافع وکیلانو ټولنې یوې غړې عایشې کایماک د اپریل په ۱۸ مه د اخراج په مرکز کې له ځینو بهرنیو اتباعو سره وکتل. په دې مرکز کې افغان کډوالو ورته ویلي چې چارواکو دوی ته ویلي، هر هغه څوک چې پاسپورت نه لري افغانستان ته استول کېږي.

دې تایید کړه چې ورته څرګنده شوه چې له ډېرو کډوالو په زوره د ګوتو نښې او لاسلیکونه اخیستل شوي چې ګواکي غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د ازمیر د مدافع وکیلانو ټولنې ویلي چې دوی غوښتنه کوي چې دا لړۍ باید سمدستي ودرول شي او دوی حاضر دي چې د کډوالو قانوني دفاع وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب