Homeخبرونهد داعش خراسان څانګې پر ازبکستان د بریدونو مسوولیت ومانه

د داعش خراسان څانګې پر ازبکستان د بریدونو مسوولیت ومانه

تاند:( دوشنبه، د حمل ۳۰ مه) د داعش ډلې خراسان پر ازبکستان د افغانستان له خاورې څخه د توغندیو د برید مسوولیت اخیستی.

دغې ډلې ويلي، چې ياد شوي بریدونه یې له ۱۰۷ ميلي توغندیو څخه په استفادې د ازبکستان د ځواکونو پر ضد کړي دي.

معلومه نه ده، چې دغه ادعا شوي بریدونه ځاني زيانونه هم لري او کنه؟

تر اوسه د دې بریدونو په اړه د ازبکستان چارواکو او د افغانستان طالب چارواکو څه نه دي ويلي.

مخکې د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو په شان د ازبکستان او منځنۍ اسيا د ډېرو هېوادونو چارواکو د افغانستان له خاورې دوی ته د ګواښونو انديښنه ښودلې وه.

طالب چارواکو بيا په دې اړه اندیښنې رد کړې او د افغانستان له خاورې چا ته د زيان نه اوښتو ډاډ ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...