سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د طالبانو یو مهم استخباراتي چارواکی ووژل شو

په ننګرهار کې د طالبانو یو مهم استخباراتي چارواکی ووژل شو

تاند(سې شنبه، د حمل ۳۰ مه) په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مرستیال رييس مفتي حزب الله فیصل شېبه وړاندې په جلال اباد کې د یاد ریاست د قراول مخې ته ووژل شو.

باوري سرچینو تاند ته وویل چې مفتي حزب الله په یوه ریکشا کې سپور و چې د نامعلومو وسیله والو له لوري پرې ډزې وشوې.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په ننګرهار کې داعش ډله فعاله ده.

که څه هم طالبان وايي چې په ننګرهار کې یې داعش ډله ځپلې خو هر څه موده وروسته له ننګرهار څخه د وسله والو نښتو خبرونه ورکول کېږي.

مفتي حزب الله فیصل اصلاً د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی و او اوس په اکمالاتي بېس کې اوسېده.

دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، لږترلږه په ننګرهار کې د دوی تر ټولو جګپوړی او مهم چارواکی دی چې وژل کېږي.

طالبانو تراوسه پرې د مفتي فیصل د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب