یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+ږیره؛ شرعي امر که کلتور؟

ږیره؛ شرعي امر که کلتور؟

لیکنه: ابو قاسم ځواک

ږیره چې په عربي کي ورته لحیه وايي او د افغانستان د خلکو په شمول يې د نړۍ يو شمېر نور قومونه نن هم لري او پخوا يې هم در لودې. له تاريخ او رواياتو ښکاري چې د رسول الله او اصحابو په زمانه کي د مدينې(یثرب) اوسېدونکو، یهودو او مکيانو هم ږیرې در لودې.

پوښتنه دا ده چې په اسلام کې ږیره شرعي امر دی او که دا د عربي کلتور يوه برخه وه چې نن هم يو شمېر قومونه لا دا کلتور ژوندی ساتي؟ په دې اړه مختلف اندونه شته چې يو شمېر خلکو ته يې د نفي او اثبات پرېکړه ګرانه کړېده.ځکه هر لوری روايات وړاندي کوي او د رواياتو پر کره کتنه، سم يې له سقیمه جلا کول او د مجموعي روایاتو تر کتنې وروسته استنباط کولو يې ځانونه تېر کړي دي. رښتيا هم اصلي ستونزه له رواياتو راولاړه شوې چې د ږيرې په اړه د حدیثو کتابونو مختلف احادیث روايت کړي. له دې امله نو د پوهانو ترمنځ هم د ږيرې د شرعيتوب او کلتوريتوب په اړه ژور اختلافات را پيدا شول.

د مسلمانانو زیات شمېر کسان نن هم په دې فکر دي چې ږیره پرېښودل يو شرعي امر دی او هر مسلمان يې بايد پر ځای کړي. د دې ډلې ترمنځ بیا پر دې اختلاف شته چې ږيره به څومره وي؟ حد يې ټاکل شوی دی که نه؟ د ږيرې سپينول او یا په رنګ وهل هم اختلافي ټکی دی چې ايا دواړه له شريعت سره سم دي که يو يې؟ خو له دې هر څه سره يوه بله ډله مسلمانان په دې اند دي چې ږيره اصلن له شريعت سره اړه نه لري او دا د عربي کلتور برخه وه چې د رسول الله ص په شان ابو جهل هم ږیره لرله.

د لومړۍ ډلې دلایل هم روايات دي او د دوېمې فرقې دا هم؛ خو توپير دا دی چې لومړۍ ډلې له دې پرته چې د موضوع په اړه راغلي روايات ټول سره يو ځای کړي، مسلې ته شرعي جنبه ور کړې ده،  دوېمې ډلې د مسلې په اړه راغلي روايات ټول سره يو ځای کړي او بیا يې د هغو په رڼا کي پرېکړه  کړې، چي ږیره لرل یا نه لرل، له دين او شريعت سره کار نه لري؛ بلکي دا د انسان اختیاري مسله ده چې څنګه يې کلتور وي، هغه ډول دې وکړي.

له حقایقو د خبرتيا لپاره د ږیرې په اړه راغلي روايات لومړی ټول دلته رانقلوم او بیا وروسته بحث پر کوم:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ، وَأَوْفُوا اللِّحَى».(۱)

ژباړه: ابن عمر رض  له رسول الله روايت کړی چي ویل يې: د مشرکينو مخالفت وکړئ برېت کوچني کړئ او ږیرې پرېږدئ.

دې پاسني روايت ته ورته روايات له ابو هریره او ابو امامه رض امام احمد او له جابر رضی الله عنه څخه ابن ابي شیبه نقل کړي دي. د رواياتو تر منځ يې لفظي تغایر شته. په ځينو کي خالفوا المشرکين راغلي، په نورو کي یهود یاد شوي او په بل روايت کي بیا مجوس ذکر شوي دي. 

د برېتو په اړه امر په بېلا بېلو الفاظو راغلی، لکه دا:احفوا، قصوا، جزوا، خذوا، انهکوا اوحفّوا. همداراز د ږیرې د ایله کولو امر هم په ډول- ډول الفاظ شوی دی، لکه:اعفوا، وفِّروا،أَرخُوا، ارجو او أَوفوا. د برېتو په اړه جلا جلا الفاظ همدا امر کوي چي واړه يې کړئ او د ږيرې په اړه د پرېښودلو امر کوي.

په هر حال دا اختلاف يې پر خپل ځای، روایت ته په کتو د ږیرې ایله کول او د برېتو ډېر کوچني کول شرعي امر ښکاري، خو بل لور ته بیا داسي روايت هم شته:

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” عَشْرٌ مِنَ الْفِطْرَةِ: قَصُّ الشَّارِبِ، وَإِعْفَاءُ اللِّحْيَةِ.(2)

ژباړه: عائشې رض ویل چي رسول الله ص وویل: لس شیان فطري دي: د برېتو کمول، د ږیرې ایله کول او….

له دې روايت څخه بیا ښکاري چې ږیره لویول شرعي امر نه، بلکي د انسان فطرت دی، نو که فطرت شي؛ بیا د انسان اختیاري شی دی چې غټول او کوچني کول يې د هغه خپل اختیار دی او هيڅ پابندي ور باندي نه شته.

په لومړي روايت کي امر وشو چې د مشرکينو مخالفت وکړئ، ږیرې غټې او برېت واړه کړئ، خو د بخاري او مسلم په دې لاندې روايت کې دي چې د بدر د غزا په ورځ ابن مسعود رض ابو جهل ته ورغی، روايت زياتوي:

فَأَخَذَ بِلِحْيَتِهِ، فَقَالَ: آنْتَ أَبُو جَهْلٍ؟(۳)

ژباړه: نو تر ږيره يې ونیوی، ورته وې ویل: ته ابو جهل يې؟

له دې روايته په ډاګه کېږي چې مشرکينو هم ږيرې در لودې؛ که د مشرکينو ږیرې وې او دومره هم غټې وې چې ان بل سړي تر نیولای شوای، نو بیا دا پاسنی امر څنګه ور سره لګېږي؟

د یهودو او نصاراوو په اړه هم راغلي چې هغوی ږیرې نه لري، تاسو ږیرې پرېږدئ، روايات دادي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: ” أَعْفُوا اللِّحَى، وَخُذُواالشَّوَارِبَ، وَغَيِّرُوا شَيْبَكُمْ، وَلَا تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ وَالنَّصَارَى “(۴)

ژباړه: ابو هریره رض له رسول الله ص روايت کړی چي ویل يې: ږیرې ایله کړئ، برېت کوچني کړئ، سپينوالی بدل کړئ او له يهودو او نصاراوو سره ارادي مشابهت  مه کوئ.

د بخاري په تاريخ کبیر کې دي:

«أَعْفُو لِحَاكُمْ وَلَا تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ»(5)

ژباړه:ږیرې پرېږدئ او له یهودو سره تشابه مه کوئ.

له دې رواياتو ښکاري چې یهودو ږیرې نه در لودې، خو بل لور ته بیا نور روايات د دې خلاف راغلي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى لَا يَصْبُغُونَ، فَخَالِفُوهُمْ»(۶)

ژباړه: ابو هریره رض له رسول الله ص روايت کړی چي ویل يې: بېشکه یهود او نصارا ږیرې نه رنګوي، نو تاسو يې مخالفت وکړئ.

دا روايت د پخوانيو رواياتو خلاف خبره کوي، دا وايي چې ږیرې لري، البته رنګوي يې نه، تاسو يې مخالفت وکړئ او مخکني روايت ویل چې ږیرې نه لري، نو تاسو يې ایله کړئ چې د یهودو او نصاراوو مخالفت وشي.

اوس به د دې ټکر په اړه کوم دريځ خپلوو؟

له دې هر يوه ر وايت څخه يو مذهب او فکري مکتب پيدا شوی دی. څوک ږيرې سرې کوي، څوک يې سپينوالی مني، څوک يې توروالی روا بولي، څوک لنډې ږیرې شرعي ګڼي او څوک بیا اوږدې ږیرې له شريعت سره سمې بولي. لوړ يوه روايت د ږیرې له سپينوالي منعه وکړه او بل بیا امر وکړ چې ږیري رنګ کړئ، خو د مسلم په (۲۱۰۲) کې يې له سپينوالي او توروالي دواړو منعه کړې او د رنګ امر يې کړی دی.(۷)

د احنافو مذهب دا دی چې ږيره شرعي جنبه لري، سپينوالی و توروالی يې روا دی او رنګول يې سنت ګڼي، تر يوه موټ غټه ږيره کوچنۍ کوي او د سلفيانو په شان يې فرض هم نه بولي؛ خو موکد سنت ورته ښکاري، د برېتو په اړه يې هم بحث کړی دی چې څومره اندازه ایله کول یا اخیستل يې سنت دي؟ خرېیل يې بدعت دي او داسې نور. د مشکات شارح ملا علي قاري په مرقات کې تر (۴۴۲۱) حدیث لاندې بحث پر کړی دی.(۸)

د حدیثو په کتابونو کې له ابن عمر، عمر او ابو هریره رض څخه اثار نقل شوي، چې تر موټ وتلې ږيره يې کوچنۍ کوله او يو کمزوری روايت تر مذي له رسول الله ص هم نقل کړی چې ږيره يې کوچنۍ کوله. احنافو همدې اثارو ته په کتو ویلي چې بايد کوچنۍ شي. د امام مالک مذهب همدا دی چې ږيره کوچنۍ کوي.(۹) مالکيان دا هم وايي چې ښځې ته د چل لپاره د ږیرې تورول ناروا دي، د ږيرې سره کول روا دي او که د دښمن د ډار لپاره ږيره توره شي؛ نو پرا نه لري.(۱۰)

د شافعي رح تګلاره دا ده چې ږيره پرېښودل ښه دي البته واجب يې نه بولي(۱۱)، شوافع په تورو نکوريځو د ږيرې تورول جائز نه بولي او سره کول يې بیا روا ګڼي(۱۲). 

ظاهريان او سلفيان يې ایله کول فرض بولي، کوچني کول يې سخته ګنا ګڼي، ډېری يې سپينه ږيره هم نه پرېږدي؛ بلکې رنګ ور کوي یعنې سره کوي يې او څوک يې توروي هم. حنابله وايي: د ږيرې خرېيل حرام دي، کوچني کول او ایله کول يې دواړه روا دي، د سپينو ويښتانو کښل نه دي روا. 

د مذاهب ترمنځ يوه ټکی پوره اتفاقي دی چې ږيره بايد پرېښودله شي او دا شرعي عمل ګڼي؛ خو له دې پرته، نو په هر شي کي اختلاف دی. څونه ږيره؟ سپينه، توره او که سره؟ واجب، فرض، سنت موکد او که غیر موکد سنت ده؟ د ایله کولو شرعي جنبه يې د یهودو، عیسويانو او مجوسو اختلاف دی او که راسن د شريعت حکم دی؟ رسول الله ص ږيره سره کوله او که نه؟ دواړه روايات شته.

که رواياتو ته پام وکړو، هر يو د بل تر څنګ کښېږدو او له ځان سره ښه په سړه سينه فکر پر وکړو، نو زه خپله دې پایلې ته رسېږم چې د امر روايات يې يو هم نه دې صحیح. يو خو يې تر خپل منځ ټکرونه شته او که فرضن يو صحیح هم شي؛ نو شرعي امر نه، بلکې سیاسي او کلتوري جنبه لري؛ ځکه هغه مهال د مسلمانانو له یهودو، مکیانو او ایرانیانو سره سیاسي مخالفتونه وو او له ځينو سره يې جګړې هم وکړې، په عیني حال کې عربي کلتور هم و، له دې امله نو په خلکو کې د سیاسي شعور د بیدارولو او له خپل دښمن سره د مخالفت هغه مهال همدا لار وه چې په ډېرو کړو وړو کي يې د خپل دښمن مخالفت کاوه. ګواکې دا شرعي امر نه؛ بلکې سیاسي امر دی چې اوس يې لزوميت نه شته؛ ځکه حدیث خپله موږ ته وايي چې ږیره اصلن فطري شی دی، که د امر روايات وګورو او د هغې زمانې سیاسي حالاتو تر نظر تېر کړو، پوهېږو چې خبره شرعي اړخ نه لري، بلکې د ږيرې اصل بیا هم اختیار دی، لکن امر د هغې زمانې يو سیاسي او له خپل دښمن سره د مخالفت امر و چې رسول الله ص اصحابو ته کړی و.

که د محدثينو هغه قاعده پر دې رواياتو عملي کړو چې وايي، د متضادو روايتونو که تطبیق نه کېده، ناسخ و منسوخ نه معلومېدل، ترجیح هم نه شوای کېدای، نو په يوه روايت هم عمل نه کېږي، لهذا دلته که د دواړو طرفونو روايات له عمله وباسو، نو يو روايت پاتېږي چې ږیرې ایله کول فطرت دی او په فطري کارونو کې انسان د شريعت له لورې مکلف نه؛ بلکې خپلواکه دی.

د قران کریم له یوه ایت څخه هم خلک استدلال کوي چې ږیره کمول یا خرېیل حرام دي، ایت دادی:

{وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا} [النساء: 119]

ژباړه: او زه به دوی بې لارې کوم، هیلې به ور کوم، دوی به امر کوم، نو د څارویو غوږونه به پرې کوي، امر به ورته کوم الهي تخلیق ته به تغییر ور کوي او که چا له الله ماسیوا شیطان دوست کړ؛ نو هغه یقینن څرګند تاوان وکړ.

په دغه ایت کې د فلیغیرن خلق الله له جملې ځينې کسان استدلال کوي چې ږیره الهي تخلیق دی او کمول یا خرېیل يې الهي تخلیق ته تغییر بلل کېږي.

له دې ایت څخه دا استدلال داسې څوک کوي چې په همدې ایت کې مخته او وروسته شوي بحث ته پام نه کوي، شیطان د انسان د ګمراه کولو او له دینه د اړولو لپاره خپلې حیلې بیانوي، دلته الهي تخلیق ته تغییر د عربو هغه حالت ته اشاره ده چې د خپلو بتانو په نوم به يې څاروي ته غوږ ور پرېکړ، بیا به يې د خپل بت په نوم ایله کړ، هیچا په هغه کار نه در لود او ټول پوهېدل، چې دا حیوان د بت په نوم وقف شوی دی، په همدې ایت کې يې یادونه هم شوې ده، له موضوع وتل او د یوه ایت چې سیاق و سباق ته يې پام نه کېږي، په یوه جمله لرې بله موضوع ثابتول د هغو کسانو کار دی چې نه د قران کریم د تفسیر له تګلارې خبر وي او نه د دې ایت په اصل هدف او موضوع پوه شوي وي.

دلته اصلن د شرک او کفر کیسه ده، ږیره دلته هيڅ مطرح نه ده، د دې ایت هدف دادی چې څوک له الله سره سیال پيدا کړي، د باباګانو، زیارتونو او بتانو په نوم څاروي ذبح کوي، وقف کوي يې او په نوم يې خیراتونه کوي، ږیره که څوک شرعي جنبه هم ور کړي، د کفر تر سرحده هيڅ مذهب او مسلمان نه ده رسولې، نه ایله کول يې یوازې ګنا بللې ده، که په دې ایت کې ږیره داخله شي، بیا نو ږیره کمول یا خرېيل داسې ده لکه د بت په نوم چې څاروي وقف کوي، په هغه کار انسان کافر کېږي، نو په ږیره خرېیلو به هم کافر او مشرک وي، په داسې حال کې چې هیڅ مسلمان هم دا مذهب نه لري.

د دې ایاتونو مخته او وروسته ایاتونه که وکتل شي، له دې موضوع سره هيڅ تړاو نه لري، هلته شیطان د انسان د ګمراهي کولو طریقې بیانوي، الله لعنت پر ویلی دی، د جهنم خاوندان يې بللي دي، د شیطان پيروان يې بللي دي او د څرګندې ګمراهۍ خاوندان يې ګڼلي دي، نو ایا ږیره نه ایله کول همدومره لویه ګمراهي ده؟!

۲۰۱۸م

سرچینې:

(۱)مسلم، کتاب الطهارت، باب خصال الفطره، ح: ۲۵۹)

(۲)مسلم، کتاب الطهارت، باب خصال الفطره، ح: ۲۶۱)

(۳)مسلم، کتاب الجهاد والسیر، باب فتل ابي جهل، ح: ۱۸۰۰، بخاري: ۳۹۶۳)

(۴)مسند احمد، مسند ابي هریره رض، ح: ۶۸۷۲)

(۵)تاریخ کبیر، باب الظاء، ح: ۲۲۷۰)

(۶)مسلم، کتاب اللباس والزینه، باب في مخالفة الیهود في الصبغة، ح: ۲۱۰۳، بخاري: ۵۸۹۹)

(۷)مسلم، کتاب اللباس والزینة، باب في صبغ الشعر وتغییر الشیب، ح: ۲۱۰۲)

(۸)مرقاة المفاتیح، کتاب اللباس، باب الترجل، ح: ۴۴۲۱)

(۹)پر مسلم د نووي شرح، باب الاستطابة: ۳/ ۱۵۱)

(۱۰)الفقه علی مذاهب الاربعة: ۲/ ۴۵)

(۱۱)د نووي د شرحې تېره حواله)

(۱۲)الفقه علی مذاهب الاربعة: ۲/ ۴۵)

(۱۳)تېره حواله)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب