Home+مصنوعي ذهانت د زړه په سکتې مړینه اټکلوي

مصنوعي ذهانت د زړه په سکتې مړینه اټکلوي

تاند- ساینسپوهانو د مصنوعي ذهانت داسې سیستم جوړ کړ چې د زړه د درېدو له کبله د مړینې احتمال اټکلولی شي.

د انټرسیټینګ انجینیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، د زړه د اریتم یا د ضربان بې نظمي داسې حالت دی چې مخنیوي یې سخته کار دی او په ډیرو مواردو کې د انسان د مړینې سبب کېږي. په دې اړه په نېچر کاردیوواسکولر ریسرچ خپرونه کې یوه څېژنه خپره شوې چې ښيي چې د ناروغ د زړه د عکسونو او د ناروغ د مخینې پر اساس مصنوعي سیستم ته انکشاف ورکړل شوی څو د زړه د حملې په اثر د مړینې د احتمال وړاندوینه وکړي.

له راپورونو سره سم، دا مصنوعي ذهانت تر ډاکترانو د زړه د ایم آر آی بېلګې ښه لیدلی، پېژندلی او څېړلی شي.

د دې څېړنې د ټیم مشره ناتالیا ترایانووا وايي، د زړه اریتم په نړۍ کې د ۲۰ سلنه مړینو دلیل ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې انسان یا طب د هغو کسانو د تشخیص په اړه، چې له دې خطر سره مخامخ دي، ډېر لږ پوهېدای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، په نړۍ کې تر ټولو ډېر انسانان د زړه په ناروغیو مري.

د دې سازمان په وینا دا له تېرو شلو کلونو راهیسې د هغو ناروغیو په سر کې ده چې له کبله یې زیات انسانان مري خو په وروستیو کلونو کې د دې نارغۍ له کبله د مړینو شمېر لا زیات شوی دی.

له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې د هغو کسانو په شمېر کې، چې د زړه په ناروغیو مړه شوي، ۲ ملیونه زیاتوالی راغلی دی.

له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په بېلابېلو ناروغیو ۵۵ ملیونه او ۴ لکه تنه مړه شوي چې د هغو په منځ کې د ۵۵ سلنې مړینې د زړه ناروغۍ وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...