یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+موږ او روان عصر / رحمت شاه فراز

موږ او روان عصر / رحمت شاه فراز

انسان د نورو ډېری مخلوقاتو په څېر د خپلو شپو د سبا کولو لپاره یوازې د خوراک او څښاک په لټه کې نه وي، بلکې د خپل ژوند د ښه والي، ارامتیا، سوکالۍ، هوساینې، او له سختو کارونو څخه د ځان د خلاصون لپاره هڅه او تلاښ هم کوي. انسان ته د عقل په بڼه الله تعالی یوه ډېره نایابه او ګرانبیه قوه ور په برخه کړې. د خپل عقل په مټ انسان تل هڅه کړې چې د خپل ژوند ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي، علمي او پوهنیزې غوټې پرانیزي؛ د همدې عقل له لارې غواړي چې په فطرت برلاسی شي، د فطرت قوانین مطالعه کړي او تر خپل کنترول لاندې يې راولي؛ او د ځان د هوساینې او ارامتیا لپاره ډول، ډول وسایل او توکي اختراع کړي. د دې پیل د غار له انسان نه نیولي چې کله يې د ځان لپاره د ښکار او له داړونکو ځناورو څخه د ځان ساتنې په موخه د لرګي یوه خوا نرۍ او تېره کړه او د ځان په ګټه یې وکاروله، بیا تر نن ورځې پورې دوام لري چې دا دی نن سبا د خپل ځان په څېر – یا له ځان نه هم د ډېر ځواکمن، تېز او ځیرک – مصنوعي انسان د ایجاد په هڅو کې لګیا دی. 

د انساني تاریخ له مطالعې څخه په ډاګه کېږي چې انسان په علمي برخه کې درې ستر دورونه تېر کړي دي چې په لاندې ډول ورته کتنه کوو:

۱- فلسفي او مذهبي دور: په لومړني دور کې انسان له دین او فلسفې سره بوخت وو. له فطرت څخه وېره، د طبیعي پېښو په اړه حیرانتیا، د اسماني اجسامو ناپېژندګلوي، د خپل ځان د تخلیق، مقصد او انجام په اړه ګڼې پوښتنې او داسې نور هغه څه وو چې لومړنی انسان ورسره لاس او ګرېوان وو. د انسان د همدې کنجکاوي له امله ګڼ فلسفي افکار او غیر الهامي ادیان او مذاهب رامنځته شوو. له ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او تمدني اړخه د ستونزو په نشتون کې د لومړنیو انسانانو لویه لاسته راوړنه دا وه چې د خپل ځان او کایناتو په اړه به یې یوه غوره توجیه او سبب وړاندې کړ. د دې دور لاسته راوړنې او اثار بې له شکه چې د انسانیت ستره او ګرانبیه پانګه ده او که ووایو چې د انسان وروستني دوه پړاوونه د همدې پړاو له بطن څخه زېږېدلي، نو یوه بې بنسټه خبره به نه وي. 

۲- علمي او ساینسي دور:  په دوهم دور کې انسان د ماورا طبیعي غوټو له پرانیستلو لاس واخیست، او دا کار یې یوې ټاکلې ډلې ((فلسفیانو او مذهبي رهبرانو)) ته پرېښود، او پخپله د دې په ځای چې ماورا طبیعي لانجو کې ځان ښکېل کړي، هغه موضوعات او مباحث يې ور خپل کړل چې د تجربې او مشاهدې په منګولو کې راتلی شوای. د خپلو تجرباتو او مشاهداتو د دایرې د پراخولو لپاره يې ګڼ وسایل ایجاد کړل او یو نوی نړۍ لید (World view) یې رامنځته کړ. د دې په ځای چې د انسان د فکري او باطني مسایلو او پوښتنو په حل پسې سر وخوږوي، انسان ته ور پېښو ګڼو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او طبیعي پېښو، ستونزو او افتونو د له منځه وړلو لپاره يې شپه و ورځ یوه کړه. له فطرت څخه د وېرېدلو په ځای يې د فطرت په قوانینو د ځان پوهولو او پرې برلاسي کېدو لپاره زیار او زحمت پیل کړ. په دې دور کې تندر او برېښنا د ځینو خدایانو قهر یا غضب نه، بلکې د برېښنايي انرژي د رامنځته کولو وسیله شوه.

دې دور د انسانیت په تاریخ کې د علم او ساینس په برخه کې ډېر لوړ او ستر اشخاص زېږولي دي.  د همدې دور د یوه ستر شخصیت او ساینسپوه، ښاغلي آیزک نیوټن، په اړه یو شاعر لیکي: 

((شاعر: 

یا خدایه! دا نړۍ خو تیاره ده. 

خدای: 

زه به نیوټن در ولېږم، روښانه به يې کړي.))

۳- د ټکنالوژي دور: دا اوسنی او روان دور دی.  په اصل کې دا دور د دوهم دور د لاسته راوړنو او د علم او ساینس په عملي کولو او تطبیق ولاړ دی. په دې دور کې علم او ساینس د څېړنو او تحقیقاتو او په فطرت باندې د ځان پوهولو پر ځای د انسان د عملي ژوند د بډایه کولو او هوساینه کې رول لوبول پیل کړل. اوس د انسان موخه یوازې د فطرت په قوانینو باندې د ځان پوهولو له لارې د خپلې وېرې له منځه وړل نه دي، ځکه تقریباً د فطرت ټول قوانین  يې ځان ته اېل کړي دي، بلکې اوس یوازې په دې هڅه کې دی چې د خپل علم او پوهې په مټ انساني ژوند په څه ډول ارامه او هوسا کړي. د درې واړو دورونو لنډیز که په درې ټکو کې وغواړو نو ویلای شو چې: په لومړني دور کې انسان زړور، دوهم دور کې هوښیار، او دریم کې هوسا شو.  

۴- د مصنوعي انسان دور: دا دور لا تر اوسه د خپلو خاپوړو په دور کې دی. دا د بشري نړۍ راتلونکی (او ښايي وروستی) دور وي. د نن ورځې یوه لویه بشري قوه په دې دور کې شپه و ورځ خولې تویوي. او د خپل علم او فکر ټول ځواک يې د همدې دور لپاره وقف کړی. په دې دور کې د اصلي انسان رول او درک ډېر کم رنګه دی، او تر ډېره بریده د خپل لاس جوړ کړي مصنوعي انسان تر کنترول او واک لاندې ښکاري. په لومړني دور کې د فطرت قوانینو انسان له وېرې سره مخ کړی وو، په وروستي دور کې به انسان له خپلې اختراع څخه په وېره او ډار کې وي. که څه هم، د دې دور په اړه دا ډول منفي نیوکې ډېرې پرېمانه روانې دي، خو د لیکوال په اند لکه څنګه چې انسان په لومړني دور کې په ټولو ګواښوونکو پدیدو برلاسی شو، په همدې ډول به په دې دور کې هم د خپل ځیرک عقل او فکر له لارې برلاسی شي. خو دا برلاستیا او واک به هغه مهال د اصلي انسان لاسته ورځي، چې مصنوعي انسان به بشري نړۍ ته پراخه زیانونه اړولي وي. دریمه نړیواله جګړه په حقیقت کې د انسانانو د دوو ډلو ترمنځ نه، بلکې د طبیعي او مصنوعي انسان ترمنځ یوه نښته او جګړه به وي.

پورتنۍ کرښې د انسان د پیدایښت له ورځې څخه تر ننه پورې د هغه علمي او فکري بهیر ته یوه ځغلنده کتنه وه. 

په دې ځای کې اوس په دې خبرې کوو چې نن ورځ زموږ حالت او وضعیت په څه ډول دی. آیا زموږ مسیر له نړۍ سره موازي دی؟ که موازي نه وي آیا د نورې نړۍ مسیر ته برابر یو او که نه؟ د اوسنۍ نړۍ غوښتنې او تقاضاوې څه دي؟ او له اوسنۍ نړۍ سره د سیال کېدو لپاره څه پکار دي؟ 

له بده مرغه باید ووایم چې د انسانیت د علمي تاریخ په هېڅ دور کې هم زموږ ونډه او مرسته نه ترسترګو کېږي. له لومړني دور څخه نیولي تر ننه پورې موږ ته تل له نورو څخه هر څه رارسېدلي او په علمي او ساینسي برخو کې نورو ته محتاج پاتې شوي یو. که نن موږ ارامه او هوسا یو، نو هغه د نورو له برکته ده، داسې نه ده چې موږ د انسانیت د نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره پایڅې را بډ وهلي دي؛ او د انساني ژوند د هوسا کولو لپاره مو اختراعات او پنځونې کړې وي. په دې کې شک نشته چې زموږ ټولنې هم ستر شخصیتونه او پوهان زېږولي دي، خو د هغو شخصیتونو اغېز په ټولنه دومره نه وو لکه د نورو ټولنو د سترو شخصیتونو چې د نوو څېړنو او تحقیقاتو ته لار برابره کړي. او په ټولنه کې یو علمي او فکري شعور را بیدار کړي. بلکې د ګوتو په شمېر پوهان د خپل وخت تکړه خلک پاتې شوي، د هغوی د هغه وخت لیکنې او اثار نن ورځ د یوه تاریخي اثر په توګه هرومرو لوی ارزښت لري، خو هغو اثارو پخپل وخت کې د علم او تحقیق شمعې نه دي روښانه کړې چې د هغو رڼا د علم او پوهې نور پتنګان هم راټول کړي او دا رڼا تر لرې، لرې ځایونو پورې ورسوي. 

پورته وویل شوو چې اوسنی عصر د ټکنالوژۍ عصر دی. د دې دور اغېزې زموږ په ټولنه کې هم پراخه ریښې کړې. که له ډېرې پرمختللې او عصري ټکنالوژۍ څخه برخمن نه یو، نو ورسره بلدتیا خامخا لرو. داسې کور به نه وي، چې هلته د اوسني عصر له برېښنايي یا نورو وسایلو څخه یوه کوچنۍ یا لویه وسیله و آله نه وي. 

خو له بده مرغه باید ووایم چې، سربېره پر دې چې له دې هر څه څخه پرېمانه ګټه اخلو او ډېری وختونه له دې وسایلو پرته خپل ژوند نیمګړی راته برېښي، خو بیا هم په دې دور او د انسانیت په دې علمي کاروان کې نه ور ګډېږو او خپله ونډه پکې نه اخلو؛ بلکې یوازې په پټو سترګو د نورې نړۍ وسایلو ته ناست یو، او د ټکنالوژۍ په اړه یوازې هغه مهال خوله چوله کوو چې کله – زموږ د خپلې ناپوهۍ له امله – یوه وسیله کار پرېږدي، نو هله د هغې ټکنالوژۍ د اختراع کوونکي هېواد او کمپنۍ رټل ترټل پیل کړو او سپکې سپورې ورپسې وایو. 

د نن ورځې انسان د ټکنالوژۍ په عصر کې ژوند کوي. پکار ده چې په دې عصر کې تر خپله وسه برخه واخلو، او په څه ډول چې د نورې نړۍ انسانان زموږ او نورو انسانانو لپاره کار کوي، په همدې ډول موږ هم له هغوی سره اوږه په اوږه د ټول انسانیت لپاره کار وکړو. 

د دې لپاره چې د دې کار جوګه وګرځو، اړ یو چې د دې عصر غوښتنې او تقاضاوې وپېژنو او پخپل ځان کې هماغه وړتیاوې او استعدادونه را وپنځوو چې دا عصر يې غوښتنه کوي.

نننی عصر ګڼې غوښتنې او تقاضاوې لري او د دې غوښتنو له پوره کولو او را خپلولو پرته نه شو کولی چې له اوسنۍ نړۍ سره د سیالۍ جوګه شو؛ په دې ځای کې، پر هماغو غوښتنو لنډې خبرې کوو: 

۱- ژبه: 

علم د انسان د عقلي او فکري قواوو مېوه ده او ژبه د علم د لېږد او انتقال وسیله ده. د نړۍ د علمي تاریخ له مطالعې په ډاګه کېږي چې په هر عصر کې په لویه کچه علم یوه خاصه او ځانګړې ژبه لرلې ده. او په هر عصر کې د اړوند ژبې زده کړه یوازې د افهام او تفهیم د یوې وسیلې په توګه نه، بلکې علم او پوهې ته د لاسرسي لپاره د یوازینۍ لارې په توګه زده شوې ده. خو ورو په ورو هغې ژبې خپل رسوخ او اغېز له لاسه ورکړی او خپل ځای يې بلې ژبې ته پرې ایښی. یو وخت لاتیني ژبه په علم واکمنه وه، او شاوخوا ټول علوم په همدې ژبه کې وړاندې کېدل. په دې کې شک نشته چې له دې وړاندې او په ورته وخت کې نورې لویې ژبې هم وې چې پراخه علمي کار پکې شوی وو. د بېلګې په ډول پهلوي، یوناني، مصري، سنسکرت او داسې  نورې ژبې یادولی شو. خو دا هغه ژبې وې چې ساحه يې محدوده وه؛ مګر لاتیني هغه ژبه وه چې له علم سره به مترادفه ګڼل کېدله. له هغه وروسته دوهمه ستره ژبه ((عربي)) وه. په علمي نړۍ باندې د عربي ژبې اغېز د عباسیانو له خلافت سره پیل او د رنسانس او ساینسي انقلاب (Renaissance and Scientific Revolution) په رامنځته کېدو پای ته رسېږي.

د لاتیني ژبې څخه د عربي ژبې د رسوخ او اغېز ساحه پراخه وه او د دې یو لامل دا وو چې وروستۍ ژبه د یوه ستر دین، اسلام، ژبه ګرځېدلې وه. که څه هم، په علمي برخه کې شوی کار د عربي ژبې د ویونکو خپله لاسته راوړنه نه وه او له نورو ژبو څخه را ژباړل شوی کار وو، خو پخپل ځای کې دا هم یوه ستره لاسته راوړنه وه. 

له رنسانس او د اروپا د ناپوهۍ له تیارو څخه له راوتو وروسته علم خپله ژبه او خپل لوری له یوې مخې بدل کړ. علم نور د لاتیني او سنسکرت په څېر د سختو اشتقاقي او صرفي قواعدو لرونکو ژبو له منګولو څخه ځان خلاص کړ، او له بېلا بېلو ژبو څخه رامنځته شوې یوه پراخ لمنه، د نوو الفاظو او اصطلاحاتو منونکې او په اسانه زده کېدونکې ژبه یعنې انګرېزي (ENGLISH)، يې را خپله کړه. د عربي ژبې د کم رنګه کېدو لامل د دې ژبې پېچلتوب نه وو، بلکې د دې ژبې د ویونکو فکري جمود او له علم سره نور د لېوالتیا نشتون وو. د دې ترڅنګ، نور لاملونه هم لري. 

انګرېزي ژبه له هماغه نېټې را نیولې تر ننه پورې د علم ژبه پاتې شوې. نن ورځ د انګرېزي ژبه یوازې یوه نړیواله ژبه نه ده، بلکې یوه علمي ژبه ګڼل کېږي. له اسلام پرته، د علم په هېڅ ډګر کې – هغه که ساینسي وي، اجتماعي، اقتصادي، سیاسي، فلسفي، ټکنالوژیک، او یا بل هر ډګر وي – هم وده او پرمختګ امکان نه لري تر څو پورې چې یو څوک په دې ژبه کې پوره تبحر او وړتیا ونه لري. د علم لپاره په دې ژبه کې تر دومره حده کار شوی، که د نړۍ بله هره ژبه وغواړي چې له دې ژبې سره ځان سیال کړي، نو لږ تر لږه باید له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کاله پورې شپه او ورځ زیار او زحمت وګالي او دا کار نن ورځ ناشونی ګرځېدلی دی.

انګرېزي ژبه نن ورځ د یوه هېواد یا څو قومونو ژبه نه ده، بلکې په ټولې نړۍ حاکمه، او د اوسني عصر یوه لویه او اړینه غوښتنه ګرځېدلې. د انګرېزي ژبې تر څنګ دوه نورې ژبې هم شته چې نن ورځ پراخه علمي کار او زیار ورته ویستل شوی. بې له شکه چې دا دواړه ژبې هم له انګرېزي سره په هېڅ ډول د سیالۍ وړ نه دي، خو بیا هم د هغوی له ارزښت او اهمیت څخه انکار نه شي کېدی، چې په هغو کې یوه اردو ژبه چې د پاکستان ملي ژبه ده، او بله فارسي ده چې د ایران ملي ژبه ده. له برابره مرغه، وروستۍ ژبه د ((دري)) په بڼه زموږ د هېواد ملي ژبه هم ده او پر دې د الله تعالی شکر په ځای کول پکار دي. او اردو ژبه که څه هم زموږ په هېواد کې نشته خو له دوو ښېګڼو څخه برخمنه ده: یو دا چې، له دې ژبې سره زموږ ډېری هېوادوال بلد دي؛ او دوهم دا چې زده کړه يې ډېره اسانه ده ځکه یوه لویه برخه يې په فارسي یا دري ژبې ولاړه ده. د انګرېزي ترڅنګ د دې دواړو ژبو زده کړه هم په علمي، ادبي او تر یو څه بریده په ساینسي ډګرونو کې لویه مرسته راسره کولی شي. 

هره ژبه د انسان لپاره د علم او پرمختګ نوې دروازې پرانیزي. د یوه محقق او عالم لپاره د تحقیق او څېړنې کارونه اسانه او کره کوي. د زده کوونکي لپاره د مطالعې، مراجعې او زده کړې مواد زیاتوي. په اړیکو او ارتباطاتو کې اسانتیا رامنځته کوي. او د ژبې په وسیله د انسانانو ترمنځ د افکارو او نظریاتو د تبادلې، د افهام او تفهیم، د مینې او محبت، د زغم او د یو بل منلو ارزښتونه وده او پراختیا مومي.    

۲- کمپيوټري پوهه:

د کمپیوټر په هکله زموږ تصور تر نن ورځې پورې هماغه څو لسیزې پخوانی دی چې کمپیوټر د حساب یو برېښناييز ماشین دی. خو په دې باید پوه شو چې کمپیوټر نن ورځ له حساب او ساده کارونو څخه دومره وړاندې تللی چې یو عادي انسان يې فکر هم نه شي کولی. په اوس وخت کې د ژوند هېڅ داسې ډګر نه تر سترګو کېږي چې هلته د کمپیوټر شتون تر سترګو نه شي. له ساده اداري او  کورنیو کارونو نیولې، په لویو دفترونو او ادارو، په بانکونو کې د انسان له وس پورته د پېچلو محاسبو  د سترګو په رپ کې ترسره کول، په فابریکو او تولیدي کارخونو کې د وسایلو او توکو ډیزاین، جوړښت او د کار څرنګوالی تعینول، د CAM او CAD په څېر ټکنالوژیو شونتیا، د څېړنې او تحقیق په چارو، په طبي برخه کې د پراخو اسانتیاوو رامنځته کول، په همدې ډول آن د یوه هېواد تر کنترول او مدیریت پورې ټولې چارې نن ورځ د کمپیوټر په مټ ترسره کېږي.

هغه کارونه چې د وروسته پاتې نړۍ خلک يې ناشوني او/یا ډېر پېچلي ګڼي، له کمپیوټر سره بلد قومونه يې د همدې کوچني ماشین په مرسته د سترګو په رپ کې سرته رسوي. د یوه ماشین اصلي دنده د انسان لپاره کار اسانه کول دي، خو په کومه کچه چې کمپيوټر د انسان په ژوند کې اسانتیا او چټکتیا رامنځته کړې، د بشري نړۍ په تاریخ کې به بل هېڅ ماشین دا کار په دومره کچه نه وي کړی. 

کمپیوټر د روان عصر یوه حتمي او ستره تقاضا ګرځېدلې او نن ورځ پرمختګ او کمپیوټر له یو بل سره د لازم او ملزوم په اړیکه تړلي دي. د کمپیوټر له پوره زده کړې او سمې کارونې پرته هېڅ قوم نه شي کولی چې له نړۍ سره د سیالۍ خپل خوب په حقیقت بدل کړي.

۳- انټرنټ:

دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي چې نن ورځ نړۍ یو نړیوال کور یا ټولنه ګرځېدلې. دا رښتیا ده او د دې لامل د انټرنټ په څېر د انسان ستره لاسته راوړنه او د الله تعالی د قدرت یوه عظیمه نښه ده. نړیوال کور یوازې په دې معنا نه دی چې اوس د نړۍ د هر کونج له انسان سره په اسانه اړیکه نیولی شو. بلکې دا اصطلاح په پراخ ډول، دې ته اشاره کوي چې نن ورځ د انسانانو ژوند، فکر، احساس، علم، پوهه، عقیده، وده او پرمختګ، لاسته راوړنه، اختراع او داسې نور د لرغونې نړۍ په څېر شیندلي او پاشلي نه دي، بلکې هر انسان – هغه که د نړۍ په هر ګوټ کې وي – بې له خنډ او ځنډه د بل انسان له یادو پدیدو خبرېدلی شي. نن ورځ یوه علمي لاسته راوړنه د یوه کور په زاړه تاک کې د پېړیو پېړیو د ګردونو او چینجیو خواړه نه ګرځي، بلکې په هماغه شېبه د ټولې نړۍ د انسانانو تر فکر، نظر او نقد پورې رسېږي.  

انټرنټ په علمي تحقیق او څېړنې، د نوو نظریاتو په اړه په خبرېدو، د خپلو افکارو په څرګندولو، د نړۍ له هر ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو او اکتشفاتو په اړه په پوهېدو، او داسې نورو ګڼو چارو کې ستر رول لوبولی او یو نړیوال انقلاب یې رامنځته کړی. د انټرنټ پرمخ میلیونونو کتابونه، څېړنیز کتابګوټي او لیکنې، مجلې، اوونیزې، ورځپاڼې او داسې نور په لوی شمېر په وړیا ډول د لاسرسي وړ دي. انټرنټ یوازې د اثارو د یوه ارشیف په څېر نه دی چې هلته یوازې د تاریخ ګرد وهلي اثار موندل کېږي، بلکې هره ورځ – هره ورځ خو ډېره اوږده موده ده – هره ثانیه ګڼ شمېر کتابونه، لیکنې، مقالې، کتابګوټي، انځورونه، ویډیوګانې، او داسې نور د انسانانو د ودې او پرمختګ لپاره ایښودل کېږي. د دې ترڅنګ انټرنټ نورې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې چې دا ځای د هغو د څېړلو او څرګندولو نه دی. 

که په لنډو ټکو کې د پورتنیو درې واړو (انګرېزي ژبې، کمپیوټر او انټرنټ) څرګندول وغواړو نو ویلی شو چې اوسنۍ نړۍ یو ګډ کور دی. انګرېزي ژبه دې کور ته د ور ننوتو کیلي؛ کمپیوټر د دې کور دروازه؛ او انټرنټ د دې کور له غړو سره د اړیکې او پیوستون وسیله ده. 

۴- نړۍ ليد:

په لنډ ډول، نړۍ لید د درې پوښتنو ځواب دی: یو، انسان له کومه راغلی؟ دوه، د انسان د پیدایښت موخه څه شی ده؟ درې، د انسان پایله یا انجام به څه وي؟ د نړۍ لید نور پاتې پراخه بحث د همدې درې پوښتنو پر فروعاتو ولاړ دی. په دې اړه انسان پراخه هڅې کړې چې درې واړو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. او تر ډېره حده په دې برخه کې بریالی شوی هم دی. خو د دې درې واړو پوښتنو تر ټولو کره او دقیق ځواب (یوازې او یوازې) هغه ذات ویلی شي چې انسان يې خلق کړی. د انسان خالق د دې پوښتنو ځواب په ډېر څرګند ډول ویلی چې په هغه کې نور هېڅ کمي او زیاتي ته اړتیا نشته. دا چې هغه نړۍ لید څه شی دی، دلته پرې خبرې نه کوو، بلکې په یو بل اړخ یې خبرې کوو. 

تر ډېر اوږد مهاله د انسان د فکر یوازینی محور او تمرکز یوازې په همدې درې پوښتنو وو. د دې حتمي پایله دا وه چې له انسان څخه یې په دنیوي ژوند کې د پرمختګ او بدلون حوصله اخیستې وه او د انسان یوازینۍ هیله په اخرت کې بریالیتوب وو. خو نن ورځ نړۍ لید بدل شوی. اوس مهال هغه پوښتنې چې د انسان په ذات او شخصیت پورې تړلې وي، هغه د انسان شخصي چاره ګڼل کېږي او یوې خواته شوې؛ او پر ځای یې د انساني ژوند د نېکمرغۍ او فلاح فکر او د انسانیت د مذهب (Religion of Humanity) لید لوری رامنځته شوی. انسان له کومه راغلی او د پیدایښت موخه یې څه ده، د دې پوښتنې ځواب له درې ادرسونو – دیني، فلسفي، ساینسي – څخه د هر انسان په وړاندې ایښودل کېږي، اوس نو دا د هر انسان خپله خوښه ده چې په دې درې واړو کې کوم لیدلوری ټاکي. دغه راز، دا هم د یوه انسان د خپل فکر او زړه کار دی چې د خپل انجام د ښه والي لپاره کوم لوری غوره کوي، یا د بد والي لپاره يې له کومو شیانو ځان ساتي. د دې تر ټولو ستر لامل دا دی چې د دې پوښتنو ځوابونه هر انسان ته په فردي ډول بې له شکه یوه ګټه رسوي، خو د ټول انسانیت په ښېګڼه او نېکمرغۍ کې دومره ستر رول نه لوبوي. په دې معنا که په ټولیزه توګه ټول انسانان یوازې د همدې پوښتنو په ځواب کې خپل ژوند تېر کړي، نو دا په اصل کې دنیوي ژوند ته د پای ټکی ایښودل دي. پر دې د خالق شکر په ځای کول پکار دي او دا یې یوه ستره پېرزوینه ده چې انسان ته یې په شخصي معاملاتو او اجتماعي معاملاتو کې د تفریق، تمییز او بېلتون شعور ورکړی. 

نن ورځ د همدې اصل له مخې هر کله چې بشري نړۍ له یوې نوې موضوع سره مخ شي، نو لومړی هغه مسئله په پوره غور او دقت څېړي چې آیا دا مسئله د شخصي نوعیت ده او که اجتماعي؟ که موضوع د شخصي نوعیت وي، نو په هغه کې ټولو انسانانو ته دا اختیار ورکول کېږي چې پخپله خوښه یو لیدلوری غوره کړي. او که د اجتماعي نوعیت وي نو د هغې د حل لپاره په ګډه لاس په کار شي. 

له بده مرغه، په عمومي ډول په اسلامي نړۍ او په خاصه توګه زموږ په ټولنه کې دا لیدلوری تر اوسه پورې نه دی را خپل شوی؛ زموږ په ټولنه کې چې هر کله یو نوی علمي اکتشاف یا نوې ساینسي لاسته راوړنه را برسېره شي، نو لومړی د هغې د جواز او عدم جواز لپاره د یوه ملا یا مذهبي مشر په وړاندې ایښودل کېږي، بیا نو دا د نوموړي کس په خپل طبیعت او خوښې پورې اړه لري – ځکه دین او مذهب په داسې چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي – چې هغه شی حلال ګڼي او یا یې د حراموالي فتوا ورکوي. د اسلامي هېوادونو د نه پرمختګ او وروسته پاتې والي یوازینی لامل همدا دی چې له دین او مذهب څخه یې د اخلاقو د سمون او د انسان د باطني شخصیت د اصلاح په ځای د حلال او حرام په اړه د فتوا ورکولو وسیله ګرځولې او هغه لیدلوری چې په نورو اقوامو کې د انقلاب او پرمختګ لامل شوی له هغه څخه یې مخ اړولی. 

د خپل پخواني او بې بنسټه لیدلوري له پرېښودو او د روان او په نړۍ باندې د حاکم لیدلوري له ژر – ځکه یو وخت به پخپله راباندې حاکم شي نو ښه ده چې موږ په پخپله ور وړاندې شو او غېږه ورکړو – را خپلولو پرته له اوسنۍ نړۍ سره سیالي او رقابت کول په خلاصو سترګو د خوب لیدل دي.

لیدلوری په پورته یاد نړیوال کور کې د رنګ مثال لري. اوس که زموږ ملا یا مذهبي مشر ووايي چې کور په دې رنګ، رنګول حرام ده، نو په هغه کور کې به مو خوشالي او ارامتیا په برخه شي او که نه، د دې ځواب باید لوستونکی پخپله ورکړي! 

د اوسني عصر غوښتنه دا ده چې هر څه په علمي او عقلي توګه وځیرل او وڅېړل شي؛ پکار ده چې علمي نړۍ ته د عقل او فکر په سترګه وکتل شي او له سترګو څخه د دین او مذهب پردې لرې کړای شي. دین او مذهب یوازې هغه مهال د نیوکې حق لري چې کله یو علمي اکتشاف او یا عقلي فرضیه د انسانیت له ګټو او نېکمرغۍ سره ټکر ولري؛ له هغه ورهاخوا، هره لاسته راوړنه، هغه که د ژوند په هر ډګر کې وي او بیا د ټول انسانیت په ګټه هم وي؛ پکار ده چې هغه د الله تعالی له نښو څخه یوه نښه وګڼل شي. پر انټرنټ باندې د بحث پر مهال مې انټرنټ د الله تعالی د قدرت عظیمه نښه وګڼله، او دا خبره مې د قرآن کریم د هماغه آیت په اساس کړې چېرته چې الله تعالی فرمايي ((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ…)) په دې آیت کې الله د نورو شیانو تر څنګ د انسان په لاس جوړه شوې کښتۍ هم له خپلو  نښو څخه ګڼي، ځکه په دې کې شک نشته چې د ساینس او د انساني عقل هره لاسته راوړنه د الله تعالی قدرت انسان ته روښانه کوي او د هغه ستر ذات په پېژندلو کې لویه مرسته کوي. 

د علم او ساینس هر پرمختګ د الله تعالی د پېژندلو په لور یو بل ګام دی؛ خو که چېرته له دې کاروان څخه شاته پاتې شو، نو په حقیقت کې به مو له خپل خالق څخه شاته تګ کړی وي. 

 ۵- د علم لوری:

د بشري عقل هره هغه فرضیه چې د ((تجربې)) له مخې په ثبوت ورسېږي، ((مشاهده)) شي، د خپل اثبات لپاره ټاکلي قوانین وړاندې کړي او په هر ډول حالاتو کې ورته پایله له ځانه ښکاره کړي، نو هغه مهال هغه فرضیه په ((علم)) بدلېږي. د دې برعکس، هغه فرضیې چې دا معیارات پوره نه کړي، هغه تر یوې اوږدې مودې پورې د تحقیق او تنقیح په حال کې وي. په حقیقت کې د نن ورځې ټول هغه علوم چې په انګرېزي کې ورته (Sciences) ویل کېږي، تر اوږدې مودې د فلسفې تر عنوان لاندې لوستل کېدل. له همدې امله فلسفې ته د علومو مور وايي. ټول علوم د فلسفې له بطن څخه را ټوکېدلي او نننۍ بڼه یې غوره کړې. د یونان په اکاډمیو او مدرسو کې ګڼ علوم لکه ادبیات، ځمکپوهنه، ستور پوهنه، جغرافیه، دین، کلتور، تمدن او داسې نور تدریسېدل، خو د نن ورځې په څېر ډلبندي او تصنیف یې نه وو شوی، بلکې د فلسفې د عمومي عنوان لاندې به دا ټول علوم ښوول او زده کېدل. له دې اکاډمیو څخه فارغ زده کوونکي به د یوې ځانګړې برخې ماهرین او متخصصین نه وو، بلکې په هره برخه کې به يې له خپل استاذ څخه څه نا څه زده کړه کړې وه. له همدې امله کله چې له نن څخه ۲۵۰۰ کاله پخوا د یوه یوناني عالم لیکنه یا کوم اثر راګورو، نو په هماغه یوه اثر کې پورته یاد ټول علوم تر سترګو کېږي. د افلاطون د ((جمهوریت)) په نوم کتاب، د ((افلاطون مکالمات))، همدا ډول د ارسطو ګڼې لیکنې، په دې ټولو کتابونو کې د علم هره څانګه تر څه نا څه بریده څېړل شوې ده.

د وخت په تېرېدو په فلسفې کې د Epistemology په نوم یوه څانګه رامنځته شوه. دا لفظ له دوو یوناني کلمو څخه ترکیب شوی چې ((Episteme)) د حقیقت یا تیوري او ((Logos)) د علم او پوهې په معنا ده.  د یونان وروستنیو فلسفیانو د موضوعاتو ډلبندي پیل کړه او هغه فرضیې چې پورته یاد معیارات به يې پوره کړل، هغه به یې د Epistemology تر نوم لاندې څېړلې. د دوی دې کار دوه لاملونه لرل: یو، دا چې دوی د فلسفي موضوعاتو او علمي حقایقو ترمنځ د بېلتون غوښتونکي وو. او دوهم دا چې، د علومو له پرمختګ سره د یوه عادي زده کوونکي لپاره دا کار ستونزمن وو چې په دې ټولو علومو کې تبحر او وړتیا پیدا کړي. 

له هماغه نېټې د علومو ډلبندي، په فرعي څانګو وېشنه، هره برخه د یوه بېل علم په توګه څېړل او ځیرل او د هرې برخې د ماهرینو روزل پیل شوو چې بیا تر نن ورځې پورې دوام لري. خو له دې لاسته راوړنې سربېره، په هر دور کې د انسانانو د یوه لوی اکثریت رحجان به د علم یوې ځانګړې څانګې ته وو؛ یعنې داسې نه وه چې د علم په هره برخه کې په مساوي شمېر خلک بوخت وو، بلکې په هره برخه کې له یو کم شمېر کسانو پرته، د نړۍ لوی شمېر انسانان به په یوه ځانګړي علمي ډګر کې مشغول وو.

همدا حالت د نن ورځې په علمي نړۍ کې هم روان دی. اوسنۍ نړۍ هم د علم یو ځانګړی لوری خپل کړی او یو لوی شمېر په همدې مسیر روان دي. په لنډ ډول ویلی شو چې نن ورځ هغه علوم تر تحقیق او مطالعې لاندې دي چې د هغو نېغ په نېغه ګټه انساني ژوند ته رسېږي او د بشري ژوندانه په ارامتیا او هوساینه کې رول لوبوي. اوس انسان د مابعدالطبیعاتي غوټو، د فلسفې د پېچلو مباحثو، د دیني او مذهبي اختلافاتو او د شعر او شاعرۍ د ابهاماتو او اجمالاتو په ځای هغه علمي ډګرونه را خپل کړي چې د انسان په عملي ژوند کې د تطبیق او پلي کېدو وړ وي، او د انسان د ژوند په بډایه کولو او ښه والي کې پکار راځي. څلور هغه ډګرونه چې په دې برخه کې يې یادونه کولای شو په لاندې ډول دي:

۱- ټکنالوژي: د علمي قوانینو او تیوریو د تطبیق او عملي کولو په پایله کې رامنځته کېږي او اصلي موخه یې د انساني ژوند هوساینه او شتمن کول دي. 

۲- طب: د انسان تر ټولو ستره شتمني روغتیا ده.  د انسان د روغتیا او له ډول ډول ناروغیو څخه یې د ژغورنې، او له ژوند څخه د پوره خوند اخیستو لپاره د طب پرمختګ او وده تر بل هر علم ډېره مهمه ده. 

۳- ارواپوهنه: هلته چې نننی انسان د خپل ژوند ارامه کولو لپاره شپه او ورځ زیار وباسي، همالته اوسنۍ نړۍ د انسان لپاره ګڼې ذهني او نفسیاتي ستونزې او ګډوډۍ را ولاړې کړې چې د ټولې نړۍ انسان ورسره لاس او ګرېوان دی. د انسان د دې ستونزو د هوارتیا لپاره د کوډګرو د تعویذونو، یا د نورو خرافاتو په ځای انسان هڅه کوي چې هر ډول ستونزې ته علمي حل لاره پیدا کړي او هره ګډوډۍ د علم په زور له منځه یوسي. 

۴- څلورم ډګر یو عمومي او پراخ ډګر دی. په دې کې له پورته یادو درې څانګو پرته نورې څانګې چې یوه ټولنه ورته اړتیا لري، لکه اقتصاد، حقوق، شرعیات، سیاسیات، ادبیات، او داسې نور راځي. بې له شکه چې دا هر یو په خپل ځای کې ارزښتناک او ګټور علوم دي، په دې یادو څانګو کې په اوسنۍ نړۍ کې د اقتصاد او سیاسي علومو له ارزښت او اهمیت څخه انکار نه شي کېدای؛ خو په ټوله کې بیا دا هغه څانګې نه دي چې د یوې ټولنې یا د نړۍ لوی اکثریت دې پکې بوخت وي. د دې برعکس، پورته درې ډګرونه هغه دي چې په هغو کې هر وخت لوی بشري ځواک ته اړتیا وي. د ټکنالوژۍ پرمختګ او د انسانانو د جسمي ناروغیو او اروايي ګډوډیو درملنه د یو څو کسانو له وس نه بهر خبره ده.  

دلته څو ټکو ته یادونه اړینه بولم: یو دا چې، د ټکنالوژۍ کلمه په خپل ځان کې هر هغه علم او/یا فن رانغاړي چې د ټکنالوژۍ د اختراع او رامنځته کولو په برخه کې مرستندوی وي، لکه: فزیکس، کېمسټري، کمپیوټر ساینس، الېکټریکل انجینرنګ، او داسې نور. همدا رنګه، ارواپوهنه له ځینو نورو اجتماعي علومو لکه ټولنپوهنه (Sociology)، بشر پوهنه (Anthropology)، ښکلا پوهنه (Aesthetics) پرته ډېره اغېزمنه نه شي تمامېدای. د دې ترڅنګ د لیکوالۍ او ویناوالۍ ځینې مهارتونه هم د یوه ارواپوه لپاره اړین دي. بله دا چې زموږ ټولنه یوه مذهبي ټولنه ده، نو یو ارواپوه ته بویه چې د خپلې ټولنې د دین او مذهب په اړه هم تر خپل وسه معلومات ولري. 

د دې څلور واړو ډګرونو ترڅنګ، هره ټولنه د علماوو، پوهانو، روڼ اندو مبصرینو، کارپوهانو، او د ژورنالیزم په اصطلاح د تکړه شنونکو یوه داسې پوړ ته هم اړتیا لري چې د سیمې او نړۍ په روانو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او علمي حالاتو او څرنګوالي د علم او عقل په اساس رڼا واچوي او د سیمې او نړۍ یو رښتینی انځور د خپل ولس په وړاندې کېږدي. د سیمې حالات او د نړۍ روان وضعیت په داسې ډول تحلیل او تجزیه کړي چې یوه عام وګړي ته هر څه د لمر په څېر روښانه شي. دا ډول علما او شنونکي په هر ډګر کې هغه که دیني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، علمي، ساینسي، فلسفي، ادبي، یا بل کوم اړخ وي، پکار دي او یوه ټولنه له دوی پرته د بدلون او نوښت لار نه شي خپلولی. په حقیقت کې همدا د یوه قوم د مسیر او تګلوري ټاکونکی پوړ دی.

۶- ډله ييز کار:

د انسانانو هره اختراع او لاسته راوړنه یوازې په یوه انسان پورې اړوند نه وي، بلکې د دې تر شا د یوې لویې ډلې انسانانو مرسته او لاس وي. هر کله چې د یوې اختراع په اړه لولئ یا اورئ چې دا اختراع د فلاني شخص ده. نو هېڅکله دا مه هېروئ چې دا اختراع یوازې په هماغه شخص پورې محدود نه ده، بلکې په دې کې نورو ډېرو انسانانو هم خولې توی کړې. کله چې لولئ چې نیل آرم سټرانګ د لومړي ځل لپاره په سپوږمۍ پښه کېښوده، نو دا له یاده مه وباسئ چې د نیل آرم سټرانګ سپوږمۍ ته د رسولو لپاره به څومره پوهانو، انجینیرانو، ساینسپوهانو او نورو ګڼو علماوو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وي. او سټرانګ یې د دې جوګه ګرځولی چې د انسانیت په تاریخ کې دا ستر ویاړ ور خپل کړي. 

یو کس په یوازې ځان هېڅ کله ډېرې سترې لاسته راوړنې او اختراعاګانې نه شي کولی. د دې لامل دا دی چې هېڅ انسان نه شي کولی د هرې برخې ماهر او متخصص شي. او یا د یوې اختراع لپاره د اړتیا وړ ټول توکي پخپله اماده کړي. د مثال په ډول کمپیوټر در واخلئ. کمپیوټر د یوه خاص کس اختراع نه ده، بلکې د کمپیوټر د هرې برخې لپاره بېلا بېل ماهرین پکار وي. د کمپیوټر مخترع یوازې د کمپیوټر اساس رامنځته کوي. له هغه وروسته د کمپیوټر په جوړښت کې استعمالېدونکي وسایل (پرزې)، د کمپيوټر سافټوېر، او داسې نور، دا ټول هغه څه دي چې د یو ډله کسانو له خوا چمتو او وړاندې کېږي. په همدې ډول بله هره اختراع در واخلئ. 

ستر کارونه ستر خلک د سترې ډلې په مرسته او همکاري کوي. په ډله ییز ډول کار کول د اوسني عصر یوه غوښتنه او اړتیا ده. کله چې پنځه انسانان را یو ځای شي، نو له دوی سره د پنځو انسانانو مطالعه، عقلي او فکري ځواک، د نوښت او اختراع قوه، د زیار او زحمت لپاره انرژي، له ماتې وروسته د بیا را پورته کېدو جذبه، له ناهیلۍ او مایوسۍ څخه ژغورونکي احساسات او د ودې او پرمختګ لپاره انګېزه او هیجان ټول را یو ځای شي، او بیا له دوی څخه یو داسې ځواک جوړ شي چې په علمي نړۍ کې د ستورو مقام ته ورسېږي او نوره نړۍ بیا له دوی څخه رڼا او ځلا اخلي. هغه کار چې ممکن یو کس يې په کلونو کلونو کې ونه شي کولی، یوه ډله یې د میاشتو او ورځو په ترڅ کې د اکمال تر حده رسوي. 

د یوې ټولنې وګړي که په یوازې ځان هر څومره هڅه وکړي، هغه ټولنه به هغومره پرمختګ ونه کړي چې څومره پرمختګ د ډله ییز کار په پایله کې رامنځته کېږي. پکار ده چې زموږ د ټولنې هر تن د خپل مسلک او پروفېشن ملګري ولټوي، یو ځای شي، او په ګډه د دې ټولنې د سوکالۍ او هوساینې لپاره کار وکړي. د طب په برخه کې ډاکټران او کیمیا پوهان، د ادب په برخه کې لیکوال او شاعر، د ارواپوهنه په برخه کې ارواپوهان، او په همدې ترتیب د هرې برخې متخصصین یو ځای شي او ((یوازې او یوازې)) په خپل مسلک کې کار وکړي. نن ورځ هره اختراع، هره لاسته راوړنه، هر نوی علمي تحقیق او څېړنه، هر فکر او نظر، هر خیال او فلسفه، د نورې نړۍ له خوا موږ ته راځي. د ډله ییز کار (Teamwork) له لارې موږ هم نړۍ ته یو څه ور ډالۍ کولی شو. باید دا په یاد ولرو چې د یو تن غږ په بڼ کې د یوه ګل په څېر ده چې هېڅ کله پسرلی نه شي راوستلی، خو د یوې ډلې او ګروپ غږ د ستورو په څېر دی چې هېڅوک هم ترې مخ نه شي اړولی. 

ډله ییز کار د ننني عصر تقاضا ده، د دې تقاضا له پوره کولو پرته هېڅ کله د انسانیت له ستر او نېکمرغه، علمي او ساینسي کاروان سره نه شو یو ځای کېدلای. 

۷- د بدلون او نوښت منل: 

د بشري نړۍ اصلي ښکلا او ارزښت په بدلون او نوښت کې ده. له نن څخه څو پېړۍ شاته لاړ شئ او د هغه وخت د اړیکو ټینګولو د وسایلو او د تګ او راتګ د وسایطو په اړه فکر وکړئ او د نن ورځ له هوسا او چټکو وسایلو او وسایطو سره يې پرتله کړئ، نو پخپله به در په ډاګه شي چې په دې برخو کې انسان څومره له هوساینې او ارامتیا څخه برخمن شوی. دا د انساني شخصیت نوښت ته میلان او د بدلون لپاره د ده دننۍ قوه ده. انسان تل د نوښت او بدلون غوښتونکی وي، خو په دې لار کې دی له ځینو خنډونو سره مخ کېږي او د ده پښې ټکنۍ کوي. په دې وخت کې د هغو خنډونو، د علم او عقل په مټ اوبه کول او خپلې لارې ته دوام ورکول، د انسان رښتینی ځواک دی. هغو ټولنو هېڅ کله پرمختګ نه دی کړی او نه یې کولی شي چې وګړي يې د بدلون او تغیر پر وړاندې منفي چلن خپلوي، او نه پرېږدي چې د بدلون ژوند بدلوونکې وږمه يې له نیکونو څخه د ورپاتې خزان وهلي میراثي بڼ ګلان وغوړوي او تاند و تازه يې کړي. بدلون نه منونکې ټولنې په ګرد وهلو او ورستو ارزښتونو، افکارو، خرافاتو او تصوراتو کې خپل ژوند تېروي. دوی ته بدلون د خپلې ټولنې لپاره یو ستر ګواښ او خطر برېښي. د خپلې ناپوهۍ او جهالت له امله له نوښت څخه په وېره کې وي. او بدلون ته په کرکجنه سترګه ګوري. 

د نړۍ په کچه د بدلون پر وړاندې تر ټولو زیات مزاحمتونه په اسلامي نړۍ او په تېره بیا زموږ په ټولنه کې رامنځته کېږي. د اسلامي نړۍ وګړي هر بدلون او نوښت ته د یوې کافرانه یا مشرکانه لومې او جال په سترګه ګوري. او پخپله ټولنه کې یې د دود عقایدو، دیني تعلیماتو، او تصوراتو په خلاف یو کفري ګام ګڼي. د همدې لیدلوري په اساس، نه یوازې د نوو فلسفي، ادبي، ساینسي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو افکارو او نظریاتو سره غبرګون ښودل شوی، بلکې ډېری هغه ټکنالوژیک وسایل چې نن ورځ په هره اسلامي ټولنه کې کارول کېږي، په لومړیو کې د هغو په وړاندې هم ډېر کلک غبرګون را پورته شوی، او د کافرانو یو سازش ګڼل شوی. 

خو وروسته په دې پوه شوو چې د ټکنالوژۍ یوه وسیله هرومرو کافرانو جوړه کړې او زموږ د بې دینۍ لپاره یې جوړه کړې – چې هغوی هېڅ کله په دې موخه یو کار نه کوي – خو بیا هم د دې وسیلې یا ماشین کارونه زموږ په لاسونو کې ده. که موږ غوښتل، ښه ګټه هم ترې پورته کولی شو او که وغواړو په ناوړو لارو کې یې هم کارولی شو، دا اختیار له موږ سره دی؛ نو همدا وخت يې د هغو وسایلو کارول او ګټه ترې اخیستل روا وګڼل. دا کار یوازې پخوا نه دی ترسره شوی، بلکې د ساینس د هرې لاسته راوړنې په مقابل کې همدا ورته غبرګون ښودل شوی. دا یو ډېر منفي او غیرعاقلانه چلن دی. 

د دې چلند د له منځه وړلو لپاره هره ټولنه داسې روڼ اندو مفکرینو او شنونکو ته اړتیا لري چې د استدلال په مټ د هر بدلون او نوښت مثبت او منفي اړخونه د خپل ولس په وړاندې کېږدي. په دې یې پوه کړي چې له بدلون پرته انساني ټولنه په یو ځای جامده پاتې کېږي، او د انساني ټولنې د تباهۍ او ورانۍ له دې نه بل لوی لامل نشته. نوښت رامنځته کول او بدلون ته غاړه ایښودل د دې عصر یوه تقاضا او غوښتنه ده. په دې عصر کې د ودې او پرمختګ یوازینۍ لاره همدا ده. یو نوښت یا بدلون او یا یوه لاسته راوړنه او یا کوم نوی نظر او فکر د چا او کوم قوم له خوا رامنځته شوی، په دې باندې د وخت د تېرولو پر ځای پکار ده چې په دې فکر وکړو چې هغه لاسته راوړنه او نظر زموږ لپاره ګټور دی او که نه؟ او دا کار د ټولنې د هغو خلکو له خوا باید وشي چې له دودیز چوکاټ څخه دباندې وتلی شي؛ او په بشپړه توګه د علم او استدلال په رڼا کې د هغه بدلون له څېړلو او تنقیح وروسته يې خپلې ټولنې ته وړاندې کړي. 

په دې باید پوه شو چې نړۍ دومره وخت نه لري چې زموږ د بې لارې کولو لپاره شپه او ورځ خولې توی کړي، خپل علمي او فکري ځواک یوازې زموږ د بې دینه کولو لپاره مصرف کړي؛ بلکې هغوی د انسانیت د سوکالۍ او هوساینې لپاره دا کار کوي. دا به لویه بدمرغي وي چې د دې په ځای چې له هغوی سره لاس یو کړو، او موږ هم په دې سفر کې ور ګډ شو، ارامه کېنو او د هغوی د موخو او نیتونو په اړه پرېکړې ونیسو. د انسان دنده د انسانیت د نېکمرغۍ لپاره زیار ویستل ده، او په نیتونو عالم ذات، خدای دی. موږ د انسان اصلي دنده هېره کړې، او د خدای په کارونو کې مو لاسوهنه پیل کړې. 

۹- له کرښې اوښتل: 

په اوسني عصر کې د پرمختګ او ودې تر ټولو اړین عنصر له کرښې اوښتل او له ټاکلي  و دودیز چوکاټ څخه دباندې فکر کول دي. دا عصر زاړه حدود او پخواني سرحدونه نه مني، بلکې په دې عصر کې هغه څوک د نړۍ په سطح را پورته کېدلی شي چې له حدودو څخه د تېرېدلو ځواک او د کرښو د څیرولو وړتیا ولري. دا عصر محدودیتونه نه مني، بلکې یو انسان هغه مهال سترې لاسته راوړنې لرلی شي چې خپل ټول محدودیتونه له منځه یوسي؛ د انساني وړتیا او استعداد په اړه د منفي تصوراتو او افکارو هنداره ټوټې ټوټې کړي؛ او دومره سترو شیانو ته لاس واچوي، او د خپلو وړتیاوو دایره دومره پراخه کړي، دومره هسکو ته ځان ورسوي چې یوازې د علامه اقبال دا شعر يې سمه احاطه کولی شي چې: 

خودی کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سے پهلے
خدا بندے سے خود پوچهے بتا تیری رضا کیا هے (علامه اقبال رح)

دا کار یوازې هغه مهال شونی دی چې لومړی هغه منفي لیدلوری او فکر له منځه یو وړل شي چې زاړه او پخواني هر څه سم او ښه دي، له نیکونو را پاتې میراث د غورځولو نه دی او داسې نور ګڼ منفي خرافات او لیدلوري… او هر فکر، عقیده او نظر د علم او عقل په زور نقد شي، کره او ناکره یې بېل شي، د سمو او ناسمو ترمنځ يې کرښه وکاږل شي، د وړ او ناوړه توپير يې روښانه شي، منفي او مثبت اړخونه يې په ډاګه شي؛ او بیا له هغو څخه کره، سم، وړ او مثبت نظریات او ارزښتونه د زړه په مینه را خپل کړای شي، او ناکره، ناسم، ناوړه او منفي افکار او نظریات د تل لپاره له منځه یووړل شي، او ځای يې په نوو، ژوند بښونکو، مثبتو او ګټورو ارزښتونو، نظریاتو او افکارو ډک کړای شي. دا کار هغه مهال شونی دی چې انسان له خپلو بندیزونو څخه ځان خلاص کړي، د ناپوهۍ او جهالت زولنې ماتې کړي؛ او دا کار هغه څوک کولی شی چې د مولانای روم د دې شعر عملي ثبوت وړاندې کړي: 

بی تــــــردد می رود در راه راست

د دې لارې انسان بیا هغو مقامونه ته رسېږي چې مولانای روم یې د همدې بیت په دوهمه مسره کې په دې ډول بیانوي: 

ره نمی دانی بجو ګامش کجاست

دا وګړی د ټولنې د نورو وګړو لپاره یوه بېلګه وګرځي. د نړۍ د سترو انسانانو د ژوند لیکونو له لوستنې دا له ورایه برېښي چې په دوی ټولو کې یوه مشترکه ځانګړنه وه. او هغه له کرښې بهر فکر کول، د چوکاټ ماتول او محدودیتونو ته غاړه نه ایښودل وو. دا عصر په دودیزو افکارو سمبالو شخصیتونو ته ځای نه ورکوي، بلکې دا عصر د داسې انسان غوښتونکی دی چې دود ماتوونکی وي، که څه هم په دې لاره کې یوازې او تنها وي. 

‍‍۱۰- کورنی ملاتړ:

د دې عصر وروستۍ تقاضا او غوښتنه د کورنۍ له غړو سره د کورني ملاتړ شتون دی. د یوه انسان د بریا تر شا تر ټولو لوی لاس د هغه د مور او پلار هڅونه، تشویق او ملاتړ دی. کله چې سهار زموږ یو ماشوم د ازموینې لپاره له کوره وځي، نو د نړۍ بل هېڅ ځواک او قوه د هغه د پلار له دې جملې سره سیالي نه شي کولای چې: پخیر لاړ شې زویه، ته یې کولی شې! 

زموږ د ټولنې د وروسته پاتې والي یو لامل دا دی چې زموږ ماشومان او ځوانان د والدینو د دوو ناسمو چلندونو له کبله بې تفاوته اموخته او روږدي کېږي. یو چلن دا دی چې د ماشوم په یوه ناوړه او ناسم کار هغه ته هېڅ ډول تنبیه او لارښوونه نه کېږي؛ بل چلن دا دی چې په یوه ښه کار کې د ماشوم ملاتړ او هڅونه نه کېږي. زموږ په  ټولنه کې ډېری داسې کورنۍ شته چې له دې هم ناخبره وي چې زموږ زوی یا لور په کوم ټولګي کې ده، تېر کال يې پایله څنګه وه او په ماشوم کې مې کوم مثبت او منفي بدلونونه راغلي دي. د خپلو ماشومانو پر وړاندې زموږ چلن بې تفاوته دی، په مقابل کې زموږ ماشومان او ځوانان هم بې تفاوته روزل کېږي او لویېږي. 

په دې برخه کې دریم منفي چلن دا دی چې زموږ والدین د اوسني عصر له نوعیت څخه ناخبره دي او په دې اساس د دې پر ځای چې له اوسني عصر سره سم چلن وکړي، د هغه پرخلاف زوړ او پخوانی چلن کوي. اوسنی عصر د معلوماتو دور (age of information) دی، خو د کورنۍ مشران د دې په ځای چې خپلو ماشومانو ته د هغوی د پوښتنې په ځواب او یا د ستونزې د حل لارې په ښوولو کې معلومات ورکړي، برعکس د نصیحت او لارښوونې تر عنوان لاندې، خپل اثر و رسوخ ورباندې اچوي. پکار ده چې زموږ والدین دا چلن بدل کړي، او کله چې له هغوی کومه پوښتنه کېږي، یا مشوره ترې غوښتل کېږي، نو په هغه برخه کې که معلومات ولري، نو ښه تر ښه، که نه په ډېر ارامه ډول خپل ماشوم ته ووايي چې په دې برخه کې زه معلومات نه لرم، ته کولی شې له بل چا سره مشوره وکړې. نن ورځ زموږ ماشوم، زموږ د نصیحت زړو کتابونو او ورستو مشورو ته اړتیا نه لري، بلکې له موږ څخه د معلوماتو او اطلاعاتو غوښتونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب