یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهکونړ کې د یوه مدني فعال پر موټر برید، ۵ تنو ته...

کونړ کې د یوه مدني فعال پر موټر برید، ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د یوه مدني فعال پر موټر ناڅرګندو وسله والو برید کړی، چې پینځو کسانو ته يې مرګ ژبله اړولی ده.

ځایي سرچینې وايي دا پېښه پرون د رحمت سلام په نامه د یوه مدني فعال پر موټر د ډزو پر وخت شوې، چې د هغه په ګډون دوه تنه پکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په کونړ کې د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف د پېښې د تاييد ترڅنګ دا پېښه شخصي دښمني ګڼلې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې واکمن طالبان هم په ورته پېښو کې په لاس لرلو تورنیږي، خو دوی دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

د کونړ په ګاونډ نورستان ولايت کې يوه ځوان هلک د خپلو څو ملګرو په ملتیا، د وانټ وایګل ولسوالۍ په نیشیګرام سیمه کې خپل پلار وژلی.

چارواکو ويلي، چې دغه ځوان او ملګرو نه یې پلار د کور د پیسو د غلا له کبله طالبانو ته شکایت کړی و.

دغه تورن کسان نیول شوي او اوس بندیان دي.

بل لور ته: د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې يوه هلک خپله خور په چړې وژلې، چې لامل یې نه دی معلوم او د پېښې عامل په تېښته بریالی شوی.

1 COMMENT

  1. دا وطن له سره تر پايه ټول آفت تر جوړ ده، نه اسلام کار ور کوي نه انسانيت نه د نورو لارښونه..نو ځکه د هر افغان ژوند هم د سپي نه بدتر ده..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب