پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهیو ټلویزیوني وياند شکنجه او د يوې راډيو مسوول نیول شوی

یو ټلویزیوني وياند شکنجه او د يوې راډيو مسوول نیول شوی

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په تازه راپورونو کې د آريانا ټلويزيون د یوه ویاند د شکنجې او د ننګرهار د يوې سيمه ييزې خصوصي راډيو د مسؤل د نیول کیدو خبر ورکړل شوی.

د خبریالانو د دفاع بنسټونو ويلي، چې د اريانا ټلويزيون پخوانی وياند محب جليلي د طالبانو له لوري په کابل کې نيول شوی او سخت شکنجه شوی دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د يوې سيمه ييزې راډيو « حقيقت غږ» مسوول الهام حقيقت د طالبانو استخباراتو ادارې نيولی.

 ويل شوي، چې نوموړی د پاکستان پر ضد د لاريون د خبري پوښښ په وخت کې نيول شوی.

د‌ افغانستان مختلفو رسنيزو ټولنو په دې اړه انديښنه ښودلې او ویلي، چې طالبانو د رسنيو پر وړاندې افراطي قيودات او تاوتریخجن چلند زيات کړی.

د خپرو شويو معلوماتو په اساس، د طالبانو په شاوخوا ۷ مياشتينۍ واکمنۍ کې تر ۸۰ پورې افغان خبريالان نيول شوي، چې ځينې ټکول شوي هم دي.

طالبانو په ټوله کې رسنيو سره د ناسم چلند ادعاوې ردوي، خو په ځينو حالاتو کې رسنۍ په خپله اصطلاح د « اسلامي شريعت» له اصولو سرغړونکي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...