شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ۶۳ نورو تسلیميدل، ننګرهار کې د تسليم شويو داعشیانو شمېر ۶۰۰...

د ۶۳ نورو تسلیميدل، ننګرهار کې د تسليم شويو داعشیانو شمېر ۶۰۰ ته ورسېد

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) په ننګرهار کې طالبانو د استخباراتو رياست وايي، چې نن ۶۳ نورداعش وسله وال ورته تسلیم شول.

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې دغه کسان د استخباراتو رياست او قومي مخورو په هڅو له لس ولسواليو څخه تسلیم او په خپلو تېرو کړنو يې پښيماني وښوده.

قومي مخور وايي چې دا کسان د قومي تړې له مخې تسليم شوي؛ که له دې وروسته کومه تخريبي کړنه تر سره کړي؛ نو کور به يې سوځول کيږي او له سيمې به وېستل کيږي.

د

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رئیس ډاکتر بشير وايي چې دې کسانو ته په مشروط ډول بخښنه شوې؛ که په راتلونکې کومه سرغړونه وکړي؛ نو سخت غبرګون سره به مخ شي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دوی له بيا واکمنیدو سره په دې ولايت کې تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰ داعش وسله وال د استخباراتو رياست ته تسليم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب